د روژې د مبارکې میاشتې تر پیل کیدو له مخه د لوګر په استیناف محکمه باندې انتحاري حمله وشوه چې په نتیجه کې یې څو کسه ووژل شول. د دې پیښې پړه طالبانو پر غاړه واخیسته او ویې ویل چې دا د هغو شپږو کسانو د انتقام اخیستلو لپاره وشول چې کابو یوه میاشت پخوا حکومت اعدام کړل. دغه شپږ کسان طالبان وو او د افغانستان محاکمو د قتلونو او جنایتونو په تور د اعدام حکم ورباندې وخیژاوه.
طالبانو د لوګر تر پیښې له مخه په غزني کې هم په عدلي ارګانونو باندې انتحاري حمله کړې وه او هغه وخت یې هم ویلي وو چې د شپږو کسانو د انتقام اخیستلو لپاره یې دغه عمل تر سره کړی دی.
د افغانستان د دولت عمل او د طالبانو عمل د عدالت او بې عدالتي په اړه د دواړو لوریو د تصور او برداشت په باب ډیر څه رازده کولای شي.
د افغانستان حکومت دغه شپږ کسان په مختلفو وختونو کې نیولي وو او له میاشتو میاشتو تحقیقاتو وروسته یې د درې ګونو محکمو له فیصلو وروسته اعدام کړل. حکومت وایي چې دوی هر یوه تر یوه کس ډیر کسان وژلي وو او د افغانستان د قوانینو په رڼا کې د اعدام وړ وو.
خو طالبان وایي چې په لوګر او غزني کې یې د عدلي ارګانونو د کارکوونکو او حتی عادي مراجعینو په قتل ځکه لاس پورې کړ چې د هغو شپږو کسانو بدل واخلي.
ایا په اسلام کې یا په بل هر حقوقي او تشریعي نظام کې دا امکان شته چې د احمد د جرم په تور محمود ته سزا ورکړه شي؟ داسې به وګڼو چې اعدام شوي طالبان پاکې پرښتې وې، هیڅ جرم یې نه وو کړی او د افغانستان دولت هسې په ظلم او ناروا اعدام کړل خو ایا د دوی په اعدام کې په لوګر او غزني کې د وژل شویو کسانو لاس و؟ همدا کسان وو چې هغه شپږ کسه یې اعدام کړي وو؟
د عدالت په باره کې د طالبانو تصور د ډیرو قدیمو زمانو د غیرمدني ټولنو تصور ته ورته دی. زموږ په وروسته پاتې قبایلو کې چې اوس هم د عدالت د مفهوم په باب د غیرمدني، غیراسلامي او غیرعقلاني تصور نخښې نښانې پاتې دي، دا امکان شته چې یو څوک به مثلا په قوم اڅکزی وي او یو قتل به وکړي او د مقتول کورنۍ به په بدل کې یو بل څوک چې اصلي قاتل نه دی خو په قوم اڅکزی دی، ووژني.
د اسلام د مبین دین له روحیې او جوهر سره سم، هیڅوک د بل چا په جرم باندې سزا نه شي لیدلای. موږ ټول په دې عقیده یو چې د قیامت په ورځ زوی د پلار په ګناه او پلار د زوی په ګناه سزا نه ویني. د نوح علیه السلام او د هغه د زوی سرنوشت به بیخي بیل وي. د ابوجهل او ابولهب حساب هیڅوک هم د حضرت محمد ( ص) له حساب سره په یوه تله نه شي تللای او دا ځکه چې هر څوک د خپلو عملونو مسوول وي.
د عدالت همدا انساني، اسلامي او مدني تصور دی چې په کابل کې ډیر هغه طالبان مصون او ازاد ژوند تیروي چې په جرم باندې متهم شوي نه دي. په هره هغه جامعه کې چې د انسانیت او اسلامیت او بشري حقونو د رعایت ادعا لري، یو څوک صرف د هغه جرم سزا ویني چې په خپله یې سره کړی وي. له بلې خوا دغه جرم مخکې تر مخکې په قانون کې تعریف شوی وي او او سزا یې هم په قانون کې ټاکل شوې وي. یو څوک به د اعدام وړ وي خو بل به د خپل ناوړه عمل په مقابل کې یوازې د شپږ میاشتې بند سزاوار وي. دغه راز، دغه سزا یوازې دولتي محاکم ورکولای شي او دولتي محاکم هم ، ثلاثه او درې ګونې وي او له میاشتو میاشتو غور او تحقیق څخه وروسته ممکن یو چا ته یوه لویه سزا مثلا د اعدام یا د لس او شل کاله قید سزا ورکړه شي.
خو د عدالت په طالبي تصور کې دا امکان شته چې هر څوک په هر تور باندې اعدام شي او حتی دا هم جواز لري چې یو بل سړی صرف په دې خاطر د قتل مستحق وبلل شي چې د طالبي عدالت د تطبیق په ورځ به هورې په لاره تیریږي. په لوګر کې د وروستۍ پیښې په ورځ ماشومان هم ووژل شول او د عدالت په طالبي تصور کې دا هیڅ پروا نه لري.
د طالبانو ټیټه فکري سویه د افغانستان د اوسنیو بدمرغیو یو لوی عامل دی.
دیر ناوخته دی طالبان وپیژندل. دا دسپی بچی خو دقدرت په وخت کی هم داسی ظالمان وه اول به یی سزا ورکول او وروسته به یی په قدوری کتاب کی کتل چی عدالت تامین سوی دی او کنه