تاند- د افغانستان حکومت وايي چې په ایران کې د طالبانو د وژل شوي مشر د اوسېدو په اړه څېړنه کوي.
له هغو اسنادو سره سم، چې د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د نوموړي د سپرلۍ په موټر کې وموندل شول، منصور ایران ته تللی و او تازه له دغه هیواده کوټې ته روان و.
د ولسمشر غني مرستیال ویندوی دواخان مینه پال نن /سې شنبه/ ازادي راډیو ته وویل چې له تحقیقاتو وروسته به ولس هغو له پایلو خبر کړي.
ده وویل«د افغانستان حکومت ته په دې باب، چې منصور په ایران او نورو ځایونو کې اوسېدلی، راپورونه رسېدلي، حکومت یې څېړي او وروسته به یې نتیجه له تاسو سره شریکه کړو.»
د ایران یوې خبري ویبپاڼې (جهان نیوز)، چې د ایران په حکومت پوري تړاو لري، ویلي چې منصور تر وژل کېدو نژدې یوه اوونۍ مخکې په ایران کې شاوخوا ۲ میاشتې تېرې کړي او له ایراني چارواکو سره پر ځینو مسلو موافقې ته رسېدلی و.
د دې ویبپاڼې پر اساس، د ایران د حکومت او منصور د موافقو یو مورد دا و چې طالبان به له داعش سره همکاري نه کوي.
د ایران حکومت د منصور له وژل کېدو او د ده په موندل شوي پاسپورت کې د ایران د وېزو او د خروجي د ټاپې د عکسونو له خپرېدو وروسته وویل چې منصور ایران ته نه دی ورغلی.