(2 برخه)
لومړی څپرکی
د مونوګراف ابتدايي موضوعات
د هرې موضوع د ښه پېژندنې لپاره له هغوپوښتنوپيل کوو، چې د هر پلټوونکې اوڅېړونکې ذهن ته د کليدي او اصلي پوښتنو په ډول راځي.
د هرې موضوع په هکله د څېړنې په وخت کې د ځانګړې موضوع پېژندنه، ارزښت، اهميت، ګټې او ځانګړنو باندې بحث کېږي.
مونوګراف څه ته وايي:
مونوګراف ته په پښتوکې پایلیک وايي، د څېړنې خاصوکالبونوځینې هغه تحقیقاتي فورم دی، چې هر محصل یې د لیسانس تحصیلي دورې په پای کې لیکي. د دارالمعلیمن او بېلابېلو انستیتوتونو فارغان یې د دوه کلنی تحصیلي دورې په پای کې لیکي.
مونوګرافونه معمولا تر مقالو اوږده او تر كتابونو واړه وي . كتاب ممكن د مختلفو موضوعاتو ټولګه وي خو مونو ګرا ف په واحده موضوع ليكل كېږي.كتاب شايددويم ټوك ولري. مونوګراف دويم ټوك نه لري او موضوع پكې بشپړه شوې او نتيجې ته رسول شوې وي. د مونوګراف ليكونكى د خپل تحقيق دفاع ته مجبور دى ، دى بايد د خپل كړي كار په اړه د استادانو پوښتنو ته ځوابونه ووايي. (۸: ۲ مخ)
د مونوګراف په لیکلوکې دوه لوی هدفونه موجود دي.
عمومي هدف:د محصل د لیکوالۍ او د څېړنې له اساساتو نه باخبري، ترڅو چې په اینده کې دنورو تحقیقاتو جوګه وي.
خصوصي هدف: د موضوع پیدا کول، مونوګراف لیکل او تحصیلي اسناد تر لاسه کول.
محصل بايدکوښښ وکړي، چې د خپلې خوښې اړوند موضوع انتخاب کړي، ځکه چې د ښې موضوع انتخاب د کاميابي لومړی پړاو دی.
د نړۍ په نورو ملکونوکې دمونوګراف په نامه تحقیقاتي فورم وجود نه لري.
مونوګراف باید د تحقیق پر اساساتو برابر وي او هر محصل باید زیات او کم له څېړنې سره بلدتیا ولري او یا د رهنما استاد له خوا د لیکلوپه وخت کې ښه رهبري شي، تر څو چې داسې یوه لیکنه ټولنې ته وړاندې کړي، چې د فرهنګ په غنامندۍ کې بنسټیز رول ولري.
مونوګراف لیکنه د محصل لپاره د څېړنې لومړنی پړاو دی او دی د اینده تحقیقاتي کارونولپاره اماده کېږي او کولای شي چې د ماسټرۍ او ډاکټرۍ په دورو کې ښه (تېزس او ډيزرټیشن)ولیکي. او د څېړنې عام جوړښتونه (مقاله، رساله او کتاب) لیکو علمي صلاحت هم پیدا کوي او د تحقیقاتي کارونو سره یې ورځ تر بلې مینه زیاتېږي.
د مونوګراف د کميت يعنې د غټ والي اندازه نه ده محدوده، خومهمه خبره داده، چې موضوع بايد تحقيقي شکل ولري.
د هرې څانګې محصل بايد د خپل ديپارتمنټ په نظر کې نيولوسره موضوع واخلي.
د ادبياتو پوهنځي محصل بايد ادبي، جعرافيې د څانګې محصل جغرافيه يې، د تاريخ څانګې محصل تاريخي، د شرعياتو پوهنځي محصل ديني او مذهبي او د فلسفې د څانګې محصل بايد فلسفي موضوع تر بحث او پلټنې لاندې ونيسي.
د هرې څانګې محصل بايدد ځانګړي څېړنېز ډول او ميتود نه په استفادې خپله موضوع له پيله تر پايه په يو مبتکرانه ډول ټولنې ته وړاندې کړي، تر څوچې د فرهنګ په غنامندۍکې اساسي رول ولري.
د مونوګراف په ليکلوکې محصل پدې پوهېږي، چې يوه علمي څېړنه او بحث بايدپه څه ډول پيل شي اوڅنګه پای ته ورسېږي. په څېړنه کې بايد دکوم ډول لارواو اصولونه استفاده وشي.
د مونوګراف په ليکلو د محصل ذکاوت اواستعداد وده اونموکوي. نظر يې پراخېږي. افکار يې نظم مومي، او پدې باندې پوهېږي، چې څنګه هغه افکار او نظرونه چې دده په ذهن او فکر کې ښکته پورته کېږي، په ډېروښکليوالفاظواود ژبې په ډېرښکلي تعبيرسره دقلم په نوکه بيان کړي.
د مونوګراف د ليکلو يوه غټه فايده داده، چې محصل د اينده لپاره د ماسټرۍ اوډاکټرۍ د(تېزس او ډيزرټيشن)د مرحلوڅېړنواوپلټنو ته اماده وي اوکافي اندازه تجربه د ليکلو او تحقيق کولویې ترلاسه کړي وي.
د کتابونو نه د ماخذپه ډول استفاده، مجلونه د استفادې لارې چارې، علمي معلوماتو د راټولولو او ددې علمي معلوماتو د منظمولو او پر بېلا بېلوموضوعاتوکې بېلابېلوکتابونو ته رجوع کولوسره اشنا وي. ددې نه پرته محصل کتابونواونورومهموماخذونولوستلو ته اړ او په معلوماتو کې يې زياتوالی راځي.
د لوړو زده کړو وزارت بايد د لېسانس، ماسټرۍ او ډاکټرۍ په تحصيلي دورو کې د څېړنې ميتودولوژي Research Methodology مضمون په نصاب کې شامل کړي، ترڅوچې محصلان له څېړنې سره اشنا شي. نن چې اکثره مقالې، رسالې، کتابونه، مونوګرافونه،تېزسسونه، ډيزرټيشنونه او داسې نورې لیکنې تحقيق او څېړنيز شکل نه لري، دليل يې د څېړنې د ارزښت، اهدافو، کړنلارې، روش او د تحقيق له بېلابېلو ډولونونه ناخبره ده. آن تردې چې ځينې دوستان مود کتاب پر پختۍ د څېړنې لفظ ليکي او هغه به ګډې وډې خبرې د يو کتاب او بل کتاب نه راټولې شوې وي اود ماخذنه استفاده یې هم نیمګړې وي.
يومحصل هغه وخت کولای شي چې يو تحقيقي او څېړنيز مونوګراف وليکي، چې د تحقيق له اساساتو او پرنسيپونوباخبر وي.
لارښود استاد باید يو ښه محقق وي، نوبیا استاد محصل ښه رهبري کولای شي.
په افغانستان کې د اکثرو مونوګرافونو ليکل په هېڅ ډول تحقيقي بڼه نه لري. داسې هم شوي دي، چې يومونوګراف په يوکال کې د افغانستان د څو ولايتونو په پوهنتونونوکې ارزیابي شوی دی او په يومونوګراف په يوکال کې څومحصلانو دفاع کړې ده اوله حقوقویې استفاده کړې ده.
د لوړو زده کړو وزارت بايد پدې برخه کې جدي اقدام وکړي، ترڅوچې يو مونوګراف د يومحصل په ګټې ارزيابي شي.
د مونوګراف ارزښت او اهميت:
هره تحقیقاتي او تخلیقاتي لیکنه خپل خپل اهمیت لري او ټولنه مود همدغولیکل شووڅېړنېزو، تخلیقي، ژباړو، تحلیلي لیکنواوپه نورو ژبو لیکو باندې پرمختګ کوي.
محصلان مونوګراف د تحصیلي دورې په پای کې له فراغته مخکې او یا یې وروسته لیکي.
د مونوګراف لیکل په محصل باندې حتمي دی او محصل یې له لیکو او
دفاع وروسته کولای شي چې د لیسانس تحصیلي اسناد تر لاسه کړي.
محصل ته د مونوګراف لیکو ارزښت او اهمیت په دې کې دی، چې خپل اسناد پرې تر لاسه کولای شي او که چېرې محصل وغواړي چې یوه بکره او نوې موضوع د تحقیق د اصل او یوځانګړي تحقیقي ډول او میتود په نظرکې نیولو سره پیل او پای ته ورسوي، نو ټولني، فرهنګ او ژبې ته به یې ډېر لوی خدمت کړی وي.
یوښه مونوګراف بایدیوه ښه څېړنه وي او د داسې لیکنو ارزښت په دې کې دی، ترڅو چې پښتو ژبه د سیمي او نړۍ له ژبو سره سیاله شي.
د مونوګراف لیکو په وخت کې محصل د تحقیق او لیکلو له لومړنیو کارونوسره بلدتیاپیداکوي او د اینده څېړنو لپاره ورته د فکر کولو زمینه برابروي او د تحقیقي نورو کارونو، لکه کتاب، تېزس او ډيزرټیشن لیکولپاره اماده کېږي. هره لیکنه خپل ارزښت لري چې مونوګراف لیکل هم د محصل د پیاوړتیا لپاره او د فرهنګ او ژبې د لا غنا لپاره آره وسیله ده.
د هرلیکوال هره لیکنه خپل خپل ارزښت لري. په یو ټولګي کې ټول محصلان مکلف دي، چې په یوه ځانګړې موضوع مونوګراف ولیکي، هوښیار او ځیرک محصل د ټولنې اړتیاوو ته ګوري او موضوع غوره کوي، ځیني محصلان داسې موضوعاتو لیکلو ته زړه ښه کوي، چې په هغه موضوع به په لسهاوو کتابونه لیکل شوي وي، که محصل وکولای شي چې یوه زړه موضوع چې ډېر تحقیقات پرې شوي وي، خو دی په نوي طرز او فکرخپله څېړنه پیل او پای ته ورسوی او هغه نیمګړتیاوې چې په تېرو لیکنوکې موجودې وي پیدا او اصلاح کړي، نو سمه ده چې په داسې موضوع کار وکړي او که داسې نه وي، نوهسې وخت تلف کول دي.
که چېرې د تاریخ د څانګې یو محصل د مونوګراف لیکول لپاره(د سیدجماالدین افغاني پېژندنه)موضوع واخلي او د همدې ټولګي بل محصل(د سیدجماالدین افغاني د مسافرۍ لاملونه) تر سرلیک لاندې موضوع ولیکي، د لومړۍ موضوع نه د دویمي موضوع اهمیت په دې کې دی، چې په لومړۍ موضوع زیات کار شوی دی او دویمه نسبتاځانګړې نوې موضوع ده.
که د پښتو ادبیاتو محصل د (خوشحال پېژندنې) موضوغ د مونوګراف لیکلو لپاره اخلي او یا داسې یوه موضوع اخلي چې کلیشه یي او شاربل شوې موضوع وي، ښه به دا وي چې داسې یوه موضوع دمونوګراف لیکلو لپاره غوره کړي چې مخکې پرې کار کم اویا شوی نه وي. لکه (د خوشحال هزلیات)، په دې موضوع کارکم شوی دی. د دویمې موضوع اهمیت د لومړۍ موضوع نه پښتوژبې اوادب ته زیات دی.
د ځینو موضوعاتو ارزښت او اهمیت زیات دی، خود داسې سرلیکونو پیدا کول ځیرکتیا او ډېرې مطالعې ته اړتیا لري.
د مونوګراف ليکلوګتې:
د څېړنې عام کالبونه (مقاله، رساله او کتاب) او خاص کالبونه (مونوګراف، تېزس او ډيزرټیشن) لیکل ژبې او فرهنګ ته او لیکوال ته ګټې لري.
هره تحقیقاتي، تخلیقي، تحلیلي او ژباړل شوې لیکنې ځانګړې ګټې لري.
یو محصل د مونوګراف په لیکلو خپل تحصیلي اسناد تر لاسه کولای شي او د یو مبتدي لیکوال په څېرکولی شي چې په اینده کې نوروڅېړنېزو کارونو ته هوډ وکړي.
د هر کار پیل ستونزې لري، خو د وخت په تېرېدلو سره تجربه پیدا کېږي او مشکلات کمېږي او د پرمختګ په لور د حرکت سیر سرعت پیدا کوي.
په لیکوالۍ کې هم یولړستونزې وي، چې په یوې ځانګړې موضوع تحقیق کولو ته زړه ښه کول او پیل یې ستونزمن کار دی.
محصل د مونوګراف لیکلو په پیل کې مشوش وي او ډول ډول پوښتنې یې ذهن ته راځي، خود لیکلوپه دوران کې ستونزې کمېږي او په لیکلوکې یې سرعت پیدا کېږي.
په تخلیقاتوکې شعر او نظم، نثر او ډولونه یې ځانګړې ګټې لري، له نورو ژبو پښتو ته منظومې او منثورې ژباړې او په ښې موضوع څېړنې هم ګټې لري.
د څېړنې او تحقيق برکت دی، چې ورځ تربلې نوي ـ نوي کشفيات کېږي اود انسانانود ژوندد بهبودلپاره د ښه ژوندموقع برابرېږي. د څېړنې ګټه په اکثره وخت کې فردي نه وي، بلکې ټولنېزه وي، يعنې که په لويديځ کې يو لويديځ پوه د سرطان د ناروغۍ لپاره درمل جوړوي، ددې درملونه يواځې يوفرد استفاده نشي کولای، بلکې ټولې نړۍ ته یې ګټه رسېږي.
د څېړنې د ګټې په باب استاد زلمي هېوادمل وایي:
۱: د تېرې او اوسنۍ زمانې دحالونود معلومولولپاره د لټون د ذوق او ميلان اقناع کوي.
۲: د انسان د مادي او معنوي ژوندد ارزښتونود تغیريا تثبيت لپاره د غوره او ښولارولټول.
۳: د علوموپه بېلابېلوڅانګوکې د علمي ژونددوام.
۴: حقيقت ته د رسېدولپاره د حرکت او هڅو ادامه.
۵: د څېړنې علاقمندانو ته د تحقيق د لاروخلاصول.
۶: د پخوانيوپه انداو ژوندپوهيدنه اود هغوی د فکري سيرمطالعه.
۷: د طبيعت په تحليل او تجزيه کې د بشر د ذهني کوښښونواو تلاښونوپېژندنه.
۸: په خلکوکې د سليم ذوق خپرول اود پخوانيوفرهنګي ميراثونو د ساتلو زيار.(۲۷: ۵مخ)
لڼده دا چې څېړنه که هغه په هر فورم کې وي، روزمره ژوندکې اختراعاتو، کشفياتو، ابتکاراتو او د انسانانو د ښه ژوندد بهبود لپاره موقع برابروي.
په ساينسي علومواو اجتماعي علومو کې د هرې لاس ته راوړنې اصلي منبع له تحقيق او څېړنې نه سرچينه اخلي.
په پای کې د دې خبرې یادونه ضروري ګڼم، چې مونوګراف د څېړنې د خاصوکالبونو یو ډول دی او محصل کولای شي چې د تحقیق اساسات په نظر کې ونیسي او خپل کار پیل او پای ته ورسوي او خپلې ژبې ته به یې ډېره ګټه رسولې وي.