روژه، زه او ملا/  نجيب الله آزاد –

نن سهار پر لسو بجو د يوه کتاب په لټه کې اکسس کتابتون  ته ولاړم، که څه هم خپل د مطلب کتاب مې و نه موند اما د غربي کتابونو پر تاقچه مې سترګې ولګېدې، کتابونه مې کتل چې غږ راباندې وشو (جوان خوب هستي)، ما چې مخ ور واړوه  نو د کابل ښار د يوه نامتو جومات ملا امام و، د مننې او کورودانۍ په ځواب ورکولو زما او د نوموړي خبرې پيل شوې، ملا صاحب په خپله ژبه (دري)  راته کړه چې زه د دې روژې مبارکې په مياشت کې ولې کفري کتابونه ګورم؟ زه بايد اسلامي کتابونه وګورم ځکه چې زدکړه يې پر ما فرض ده.

ملا صاحب چې په خپلو خبرو کې روژې د مياشتې يادنه کړې وه نو مې ترې وپوښتل ملاصاحب بې له دې چې ما وپوښتې (چرا تو مسلمان نيستی؟) دا راته ووايه روژه څه شی ده؟

نجيب الله آزاد
نجيب الله آزاد

د ملا صاحب پر تندي جوړې ګونجې له اېشېدلو خولو ډکې شوې، سترګو کې مې د البغدادي څرګند پيغام وليد، ملا صاحب پر ځان فشار راووست او د روژې له کبله پر خپلو اوچو او سپېرو شونډو يې لنده ژبه راتېره او تر شونډې لاندې د ږېرې څو تاره يې د مسواک شوو غاښونو قرباني کړل، يو اوږد حوصېلی يې وايست، سربېره پر دې چې ما ورته ويلي و (زما څخه به زما د مسلماني پوښتنه نه کوې) بس يوازې زما د پوښتنې ځواب راکړه خو دی له عادته مجبوره راته کړل يې چې (روزه داری؟) مال الحمدالله.

په قهرجنه لهجه يې راته وويل: پس متوجه شو! روژه يوه اسلامي مياشت ده، د عباداتو مياشت ده، قرآن شريف په همدې مياشت کې نازل شوی، د مغفرت مياشت ده، د رحم او شفقت مياشت ده فهيدې؟ ما ويل ملا صاحب روژه څه شی ده نه د روژې مياشت؟ نو يوځل بيا يې خپلې امريش پوري سترګې زما په عينکو کې ولېدې. روژه له لمر خاته تر لمر لويدو د خولې، سترګو او غوږونو بندوالي ته وايي، که څه هم ما د ملا صاحب روژه لا نوره ور خرابه کړه اما ملا صاحب و نه توانېد چې ځواب راکړي نو مې دوهمه پوښته ځنې وکړه! ملا صاحب د روژې ګټې څه دي؟ دا ځل د ملا صاحب غړي را غوړېدل او پر ځان يې د حاکميت احساس وکړ، بې له کومه ځنډه راتل بلبل شو، روژه روغتيا ته سخته ګټه لري، موږ يوولس مياشتې مسلسل خوراک کوو معده او کولمې مو مکروبي شوي وي، نو کله چې يوه مياشت روژه ونيسو معده او کولمې مو د نوي زېږدلي ماشوم حالت ته راشي. د رژوې دوهمه ګټه دا ده چې د عباداتو مياشت ده، موږ کولی شو چې ډېر تر ډېره عبادت په دې مياشت کې وکړو. دريمه ګټه يې دا ده چې په دې مياشت کې شيطان تړل شوی دی. څلورمه ګټه يې دا ده چې په ياده مياشت کې زموږ ټولې کبيره او صغيره ګناوې بخښل کېږي او پينځمه ګټه يې دا ده چې ماړه (شتمن) د خوارو (غريبو) له لوږې او حالته خبر شي.

له ملا صاحب څخه مې دريمه پوښتنه د تراويح په اړه وه چې تراويح څه ډول لمونځ دی او څو رکعته بايد وشي؟ ملا صاحب په خپل لاس کې د انوار سهيلي کتاب پر نږدې مېز کښېښود او په امرانه لهجه يې راته وويل (به خيالم از خارج امدی) خير، ځواب يې دا ډول و! تراويح واجب لمونځ دی او د امام ابو حنيفه پيرويان شل رکعته تراويح بايد وکړي. سوالهايت خلاص شد؟ خداوند هدايت نصيبت کند، من بايد بروم که کارهای زيادی در مسجد درام. ما ويل ملا صاحب بس پينځه دقېقې، ملا صاحب په بېزارۍ خپل سر وڅنډه.

ملا صاحب:

زما د لومړۍ پوښتنې ځواب داسې دی! د سوره بقره په ۱۸۳ ايت کې د روژې تعريف داسې دی: (هغو چې ايمان مو راوړی، روژه پر تاسو فرض ده څرنګه چې تر تاسو په مخکينيوخلکو فرض وه ، تر څو پرهېزګار شئ). يعنې روژه يو له هغو پينځو بناوو څخه ده چې  اسلام تشکيلوي.

د دوهمې پوښتنې ځواب هم څه همدا ډول دی، روژه فرض ده او بې له دې چې موږ پکښې خپلې ګټې ولټوو بايد ويې نيسو، او که چېرې هغو ګټو ته وګورو چې تاسو يې يادونه وکړه نو بيا دا ډېره په اسانه ثابېتېږي چې روژه نه يوازې  يادې ګټې نه لري بلکې برعکس تاوان لري، د بېلګې په ډول تاسو روغتيا ته اشاره وکړه، لس دوولس ساعته بې له څه خوړولو او څښلو نه يوازې معده بلکې د انسان اعصاب هم اغېزمن کېږي، که چېرې نن سبا تاسو په کابل کې هر روغتون ته سر ورښکار کړئ نو د هر دوهم ناروغ ستونزه به دمعدې السر وي، او يا به هم په جراحي وارډ کې د فزيکې شخړې له امله ټپي پروت وي چې اصلي لامل به يې په اعصبي توګه نه زغم وي.

دريم دا چې په دې مبارکه مياشت کې شيطان تړل شوی وي او د شيطان څخه ستاسو (ملاصاحب) هدف ابليس دی، حال دا چې داسې نه ده، که چېرې خبره د ابليس وای نو ولې په روژه کې خلک مړي کوي؟ ولې بې شمېره کبيره ګناوې کوي، خبره د خپل نفس ده چې دا هر څه سوره بقرې د ۱۸۳ په اخيري برخه (لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ) تر څو تاسو پرهېزګار شئ يعنې خپل حفاظت وکولی شئ. او خپل حفاظت تاسو يوازې هغه مهال کولی شئ کله چې پر خپل نفس حاکميت ولرئ. فلهذا، حاکميت پر خپل نفس (شيطان) د شيطان د تړلو په مانا ده.

څلورم د صغيره او کبيره ګناهونو د بخښلو خبره تاسو ياده کړه، لومړی خو ګناوې په دوو برخو (حقوق الله او حقوق العباد) وېشل شوي، او حقوق الله اړونده ډيری ګناوې صغيره دي، لکه لمونځ نه کول او يا هم د لمانځه اداب نه پر ځای کول خو کبيره ګناوې تر ډېره د الله تعالی د بندګانو په حق پورې تړلې ګناوې دي چې په دې اړه څېښتن تعالی په صريح ډول ويلي چې د بنده حق زه نه شم در بخښلی. فلهذا، دا مياشت د هر ډول صغيره او کبيره ګناوو د مغفرت مياشت نه بلکې يوازې د الله تعالي په وړاندې د صغيره ګناهونو د مغفرت مياشت ده.

پينځم دا چې شمتن بايد د غريبو له حاله خبر شي، که چېرې داسې وای نو روژه هم بايد د زکات په څېر يوازې پر شتمنو فرض وای نه پر ټولو بالغ او صحمتندو مسلمانانو.فلهذا روژه امر دی (فرض ده) او بس. د قران په بشپړه توګه تر نازلېدو وړاندې يهودان (تر موږ مخکينيو) او موږ مسلمانانو هم د دوی سره د موسی ع د دين پر اساس روژه نيوله.

اوس راځو د تراويح لمونځ پوښتنې ته! تراويح واجب نه بلکې نفل لمونځ دی چې کول يې ځښت ډېر ثواب لري خو شرط نه دی يا ويلی شو چې نه کول يې هيڅ ګناه نه لري او نه هم په روژي پورې کوم تړاو لري. پر موږ يوازې پينځه (۲، ۴، ۴، ۳، ۴) وخته لمونځ فرض شوی دی چې دا پر هر مسلمان فرض دی او زموږ او د خدای تعالی تر منځ د اړېکې غوښتنه ده. په دې اړه په سوره بني اسرايل کې څېښتن تعالی داسې فرمايي ( اې رسولهص ته به يو شپږم لمونځ چې تهجد دی هم کوې) يعنې پر موږ امتيانو پينځه وخته لمونځ خو پر رسول الله ص شپږ وخته لمونځ فرض شوی و چې عليه السلام به په دوامداره توګه دا لمونځ کاوه. د رسول الله ص په مينه کې د نوموړي ص امتيانو هم د تهجد لمونځ پيل کړ، خو د روژې په مياشت کې د ورځې د ستړيا له امله خلک نه شوای توانېدی چې د شپې ناوخته د تهجد لپاره را ويښ شي فلهذا له رسول الله ص څخه يې وپوښتل چې ايا دوی د تهجد لمونځ چې د دوی لپاره نفل دی د ماخستن له لمانځه سره يو ځای کولی شي؟ رسول الله ص اجازه ورکړه چې په عامو ورځو کې دا لمونځ  همدا وېتر دی چې د ماخستن د لمانځه سره ادا کېږي. عليه السلام به دا لمونځ (تهجد) ۳، ۵، ۷، ۹، او ۱۱ رکعتونو په شکل کې ادا کول  چې وروسته د امام مالک په وخت کې د تهجد نفل له ۳ څخه نيولې تر ۴۹ رکعتونو ادا کېده، ځکه خو د تهجد لمونځ تل تاک ۵،۳، ۷ وي، د تهجد لمونځ هيڅ کله هم د جفت ۲، ۴، ۶ په ډول نه ادا کېږي. لکه مخکې چې مې يادونه وکړه تهجد په عامو ورځو کې د وېتر په توګه ادا کېږي، وېتر په عربي کې تاک ته وايي. د دې لمانځه نوم هغه مهال تراويح شو کله چې خلکو د تهجد (نفل) لمونځ رکعتونو ډېر کړل نو د دمې (ارام) لپاره يې تاک په جفت يعنې څلور رکعته کړل تر څو دوی په څلورم رکعت کې کښېني او يو څه اوسا شي، په عربي کې يادې ناستې ته ترويحه ويل کېږي چې جمع يې تراويح دی، په همدې ډول د دې لمانځه نوم تراويح شو چې په اصل کې د تهجد نفل دی، په ادا کولو يې الله تعالی بې حده ثواب ورکوي خو د نه ادا کولو په حالت کې هيڅ ګناه او يا هم مسئوليت نه لري.

زما خبرې لا نه وې خلاصې چې ملا صاحب خپل کتاب (انوار سهيلي) را واخيست او ماته يې وويل ( يک روز به مسجد بيا و اين ګپهايت را آن جا بګو) ما ورته کړل ملا صاحب مسجد ته به هم درشم خو دا خبرې مې يوازې ستا د يوې پوښتنې په ځواب کې درته وکړې ترڅو ته پوه شې چې زه ولې د کفري (انګرېزې) کتابونو له تاقچې سره ولاړ وم.

د سوکاله، سرلوړي او عالم (خلاص له ملا) افغانستان په هيله

3 thoughts on “روژه، زه او ملا/ نجيب الله آزاد”
  1. ستاسې پر سول اوشرع برابره شننه ډېره په زړه پورې ده، خو ولې مو د پارسي (تا) په پېښو له سره تر پايه د (چې) پرځای (ترڅو) ليکلې ده؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *