مڼې ګل پنځلسمه دودیزه مشاعره د غبرګولي جوزا په ۱۳ نیټه په خوارا شور او مستو ولولو ولمانځل شوه. مڼې ګل مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر عبدالباري جهاني په رالیږل شوي بیغام چې د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس اورنګ مختار له خوا ولوستل شو پیل شوه.
دغه مشاعره چې شاوخوا ۱۰۰۰( زر ) تنو شاعرانو او د ادب مینه والو پکې ګډون درلود د مرکز میدانښار په غازي کریم خان تالار کې په داسې حال کې ترسره شوه چې د سیمې جګړه ځپلو خلکو د مڼې د ښکلا او سولې د نیکمرغۍ په اړه د شاعرانو ترنم شوو غزلونو او شعرونو ته دخوشحالۍ اوښکې تویولې.
مشاعرې ته له میدان وردګو سربیره دغزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، زابل لوګر او کابل څخه هم ګڼ ښځینه او نارینه شاعران راغلي وو.
په راغلو شاعرانو کې د خوست څخه راغلي شاعر مطیع الله تراب شعرونوچې د وردګو د مڼو په اړه ویل شوي و مڼې ګل مشاعره نوره هم ښکلې کړه.
مڼې ګل پنځلسمه دودیزه مشاعره د کابل په لویدیځ میدان وردګ ولایت کې په داسې حال کې د خوښیو او خوارا نظم په فضا کې ترسره شوه چې نږدې هره ورځ په دغه ولایت کې د وینو او وژنو خبرونه خپریږي.
هغه څه چې د مڼې ګل په اړه په ټولنیزو رسنیو او د شاعرانو له فیس بوک پاڼو څخه خپاره شوي جوتوي چې مڼې ګل مشاعرې دا مهال د هیواد په کچه د کمیت او کیفیت له مخې لومړی مقام خپل کړی دی چې له سانسور پرته پکې د هیواد د مرکزي اوشاوخوا سیمو شاعران خپل شعرونه پکې وړاندې کوي او پخپلو شعري احساساتو د خپل شعر ذوق خړوبوي.
مڼې ګل دودیزه مشاعره له نن څخه ۱۵ کاله وړاندې د وردګو د چک په شنه او زرغونه سیمه کې د ځايي شاعرانو له خوا پیل شوه ، اوس دغه مشاعره د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا په ازاده فضا کې د شاعرانو د غوښتنو سره سم له سانسور پرته تر سره کیږي.
د مڼې ګل مشاعرې په پای کې غوره شاعرانو ته بیلابېلې ډالۍ هم ورکړل شوې.
له دې وړاندې دېته ورته یوه ستره مشاعره چې د سولې اوسمون تر نامه لاندې ترتیب شوې وه د وردګو په سیداباد کې د وردګ پوهنتون ته څیرمه ترسره شوه.
دیادونې ده چې پر مڼې ګل دودیزې کلنۍ مشاعرې سربیره په هرو پنځلسو ورځو کې د مڼې ګل ادبي بهیر هم د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې ترسره کیږي چې شاعران پکې خپله شعري تنده په میاشت کې دوه واره خړوبوي.