جګړه د پردیو ده او په افغانستان کې یې ګټې خوندي دي !
دا اسانه خبره هر افغان کوي او اوس په یو ه عمومي اصطلاح بدله شوې ده.
ډیر وخت وایو چې جګړه پیچلې ده او ګڼ اړخونه لري چې مهار کول یې ستونزمن کار دی.
داسې نه ده دا جګړه ډیره ساده ده، د پردیو ګټې هم مالومې دي او پرديپال هر څوک پيژني، د مافیا ګټې هم په ډاګه دي او د زور واکو ګټې او څټې هم له چا پټې نه دي!
د چارواکو غلاووې هم ښکاره دي او د امنیتي اورګانونو په منځ کې د غلو ګټې هم هر چاته مالومې دي !
د سیاسیونو دسیسې هم شته او د خدماتو نه موجودیت هم لیدل کیږي.
بیا څه پټ او پیچلي دي، د افغانانو اتفاق په دې حالت او په دې هم پوه یو چې افغانان د خپلې یو افغانۍ ګټې لپاره ملي ګټو ته اور اچوي .
دا خو پټه نه ده ، حکومتي چارواکي وایي د حکومت په چوکاټ کې د وسله والو ډلو جاسوسان دي ، د پردیو هېوادونو جاسوسان دي او داسې خلک دي چې په هیڅ ډول افغانستان ته ژمن نه دي ، بانکي حسابونه یې په پردیو هېوادونو کې دي او اولادونه يې دلته ژوند نه کوي .
ښه ګورو څو تنه سره راټول شوي او د بدخشان په کانونو یې چور او تالان اچولی دی او هر یو یې په سیمه کې په سلګونو لوچکان پیدا کړي د لویو لارو مساپر پرې وژني تر څو لارې شاړې شي او دوی په اسانه د کانونو کندنې او چور ته دوام ورکړي او حکومت ورته ګوري .
د شمال د نا امنیو شخړه لکه د لمر روښانه ده .
څو کسانو د کانونو د چور په خاطر خلکو ته په غاړه کې وسلې اچولي دي او سیمې یې نا امنه کړي، د حکومت او خلکو پر وړاندې یې ګواښونه جوړ کړي او لګیا دي غرونه په بډو وهي .
حکومت هم زما په شان شکایت کوي، د بدخشان د لاجوردو ، سرو زرو او نورو قیمتي کاڼو کانونه خو مالوم دي، ښکاره دي که یو ستر عملیات نه شي تر سره کولای، بمبار خوکولای شي .
چې یو عادي سړي ته مالوم وي چې پلانی وسله وال هم لري او چور تالان یې هم اچولی که دا حکومت ورسره شریک نه وي او د له منځه وړلو اراده یې لري خو ودې نیسي .
په شمال کې دې د مافیا لس تنه ونیول شي بیابه د امنیت مالومات خپله وشي بیا به دا مالومه شي چې په شمال کې ازبکستاني وسله وال دي ، القاعده او عربان راغلي دي او که پخپله د مافیا وسله وال دي .
خو دا جرات نه ولس کوي او نه یې حکومت نو همدا ده چې وضیعت له ورځې بلې ته خرابیږي او د کانونو پیسې له هېواد بهر سره تقسیمیږي.
په هلمند کې د ګڼو ځواکونو له موجودیت سره جګړه د ښار په څلورمه ناحیه کې روانه ده.
دا وضیعت هم ټولو ته په ډاګه دی، ځکه د چارواکو او وزور واکو بچیان ورڼه او خپلوان د امنیتي ځواکونو په راز کې دي او هغوی خپلې ګټې په جګړه کې ګوري نه د هېواد په ثبات او امنیت کې .
د هلمند د ټولو ولسوالیو امنیه قوماندانان دې بدل شي ، ولسوالان دې له نورو ولایتونو واستول شي، د سناتورانو وکیلان او نورو چارواکو خپلوان دې په هلمند کې له دندو لیرې شي ، بیا به وګورو چې د هلمند جګړه پیچلې ده او که ساده ده.
همدارنګه په هلمند کې د ې د نشه یي توکو مهم قا چاقبران ونیول شي او د قانون منګلو ته دې وسپارل شي بیا به وګورو وضعه ښه کیږي او که جګړه نور هم پیچلي کیږي .
خو د دې لپاره جرات او د حکومت قاطعت ته اړتیا ده ، چې دا دواړه شیان اوس نه زمونږ د ولس په اراده او نه د حکومت په هغه پلانونو کې لیدل کیږي،چې کاغذونه پرې تور شوي .