حمزه یاسر [email protected]

له کابله غزني ته پر لاره وم په موټر کې څنګ ته ناست په عمر پوخ سړي ته ذنګ راغی او چې یې اوکۍ کړ، نو له لنډ جوړ په خیر وروسته یې یو سوړاسویلی وکړ او مقابل لوري ته یې په ځواب کې وویل : ((په دولت کې مې زور پرې وواهه خو طالبانو ته یې عریضه وکړه او بیا خو نو له هغوی نه په کلي کې نه خلاصیدم ، نو مجبور شوم غوښتنې ته مې یې غاړه کیښوده)). سړی دریدلی ښکاریدو یو څه مې ځان ورته ساده کلیوال واچاوه او بې له دې چې د نوم پوښتنه ترینه وکړم د ځای پوښتنه مې ورنه وکړه. راته یې وویل چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اوسیدونکی دی. ما هم ځان ورپیژاند چې په ښار کې مو کور دی او له همدې سره مې په خبرو راوست تر دې چې مې خبرو په لړ کې ورنه وپوښتل، چې ولې خواشینی دی او په څه مشکل کې ښکیل دی؟.

زما له پوښتنې سره یې یو سوړ اسویلی وکړ او په خواشینۍ یې وویل : ((څه یې کوې ځوانه ! ډیر ودریدم وايي د زورور اوبه په لوړه خیژي حکومتي په طالبانو وډارولم)). له دې خبرې سره یې یو لنډ مکث وکړ او یو څه مې خواخوږي ورسره زیاته وښوده د اصلي یا ټولې پیښې پوښتنه مې ترینه وکړه. هغه زما له دې پوښتنې سره بل لوري کس ته په ځیر وکتل او مخکیني سیټ ته یې هم وکتل چې موټرچلوونکي او څنګ ته ناست څوکۍ کې نورو دوو کسانو په چالانه سندره کې غرق شوي وو، نو کیسه یې داسې راته پیل کړه :

د ماشومانو مور مې په اولاد ناروغه شوه ، د غزني ښار ته مو یوړه ، په ملکي روغتون کې یې راته وویل چې باید یو شخصي روغتون ته یې ژر ورسوم تر څو عملیات شي ، یو ملګري مې راته وویل ، چې نږدې شخصي کلینیک کې یو شناخته لري هغه ته به ناروغه د عملیاتو لپاره ورولو، نو هماغه ؤ چې د غزني ښار د نجونو جهان ملکې لیسې ته مخامخ یو روغتون ته ورغلو. د روغتون وضعیت ښه ؤ صفايي په کې ډیره وه او د مریض د تلویزیوني معایناتو څخه وروسته ډاکټرانو راته وویل چې مریضه باید ژر تر ژره عملیات شي او که لږ ځنډ هم په کې وشي نو د مرګ خطر یې ډیر دی. خپل تنګلاسي حالت ته مې وکتل، خو د ملګري مې دې کور آباد وي راته یې وویل چې هر څومره مصرف چې کیږي پیسې د اوس لپاره یې راته تیاروي ، لنډه دا چې عملیات وشو او چې کله مې ناروغ کور ته د بیلو شو، نو له روغتون څخه مې د کور په لور روان کړ ، خو له څو ورځو وروسته ناروغ بیا په تکلیف شو او چې دوهم ځل مې هماغه روغتون ته وروستو او ډاکټرانو یې معاینه وکړه نو ویل یې چې په عملیاتو کې ستونزه شته او دا ځل یې باید له بلې لارې عملیات کړو. ما ددې خبرې په اوریدو سره د خپلې سیمې یو ډاکټر ته ذنګ وواهه او هغه راته وویل چې باید یو وار دی په خپله مریض وګوري. هماغه ؤ چې شناخته ډاکټر راغلو او چې د ناروغ حالت یې ولیدو نو د روغتون له نورو ډاکټرانو یې پوښتنه وکړه، چې ناروغ چا عملیات کړی او چې هغوي جراح ډاکټر وروښود نو شناخته ډاکټر له سره خولۍ راواخیسته او ډاکټر ته یې د خواست په ژبه وویل : ((د خدای لپاره دې غریبو سره مو آخر داسې ظلم ولې وکړ؟)). جراح ډاکټر سر ټیټ نیولی ؤ او ما چې دا خبرې واوریدې نو اندیښنه مې نوره هم زیاته شوه او چې له ډاکټر څخه مې وپوښتل چې څه پيښه ده نو هغه راته وویل چې داسې عملیات یې کړی، چې یو نرس یې هم کولای شي او اوس چې دوهم ځل عملیات وکړي نو میرمن به دې هیڅکله بیا اولاد رانه وړي. ددې خبرې په اوریدو سره مې په سترګو توره شپه شوه او په مځکه کیښناستم.

لنډه دا چې دوهم ځل عملیات یې هم وکړل او ما سره چې شناخته ډاکټر ؤ راته یې وویل چې هر ډول مرسته راسره کوي خو په دې شرط چې په جراح ډاکټر باندې عریضه وکړم او موضوع حقوقو ته راجع کړم. ما چې خپلې میرمنې ته کتل او بیا مې دې پيښې ته کتل چې د کوچني عملیات له امله ناپوه جراح ډاکټر له دوه ځلې عملیاتو وروسته له اولاد راوړلو هم بې برخې کړه او نور به له ضرورت رفع کولو (تشو میتازو) څخه سیوا بل هیڅ هم نه شي کولای ، نو د زړه له درده مې د شناخته ډاکټر خبره ومنله؛ ناروغ مې کور ته ورساوه او شناخته ډاکټر مې له ځان مخکې کړ او پر جراح ډاکټر د دعوې کار مو پیل کړ او چې موضوع حقوقو ته په رسیدو شوه، نو د جراح ډاکټر دولتي زور یعنې په دولت کې واسطو کار ونه کړ که څه هم چې پلار یې په استیناف محکمه کې پخوانی قاضي تیر شوی ؤ او اوس یې شخصي دارلواکاله لرله او چې زندان ته د ډاکټر د سپارلو وخت راورسید نو د ډاکټر پلار د خپل کلي په طالبانو د ګواښلو ته لاس واچاوه او په کلي کې یې طالبان راپورې وتورول تر څو له دوسیې لاس واخلم او دده او طالبانو په خوښه کار وکړم او هغه کار طالبي جرګه کول وو.

ما ته مې خپلوانو هم احوال راکړ، چې د ډاکټر پلار قاضي دی پر دې سربیره چې دولت کې واسطه لري اوس یې طالبانو ته وسلې او پیسې ورکړي تر څو له هرې لارې چې شونې وي زوی یې له بدنامۍ او زندان ته له لویدو وژغوري. هماغه وو چې د خپلوانو په غوښتنه کلي ته ولاړم او هلته مې ټول کور طالبانو محاصره کړ او راته یې وویل چې که چیرې له دولت څخه دوسیه وانخلم او دعوه په دوي حل نه کړم ، نو د مرګ خطر مې شته. که څه هم چې شناخته ډاکټر راسره په ښار کې اونۍ اونۍ منډې ترړې وکړې او ډیرې ستونزې یې راسره وزغملې تر څو ناپوه جراح ډاکټر د دولت منګولو ته وسپارو، خو له بده مرغه چې دا مهال زه د پاڼ او پړانګ تر منځ راګیر وم ، ځکه که به په دولت کې له خپلې دعوې نه تیریدم نو د طالبانو ګواښ ما ، کورنۍ او ټولو خپلوانو ته مې په کلي کې ؤ او که مې جراح ډاکټر د هغه زیان له امله چې رارسولې یې ؤ د دولت منګولو ته نه سپاره نو بیا مې یو ناسور داغ په زړه کې پاتې کیدو.

له ناچارې ورځې مې په کلي کې د طالبانو په خوښه جرګه ومنله او هغوي پریکړه وکړه، چې جراح ډاکټر به د هغه زیان له امله چې ما ته یې رارسولی دی پنځه لکه پاکستانۍ کالدارې تاوان راکوي او زه به په دولت کې پر جراح ډاکټر له خپلې دعوې تیریږم، نو اوس مې دا پیښه هره شیبه داسې کړوي، چې د میرمنې په لیدو مې مرګ راباندې تیریږي او له هر لمانځه وروسته د ایمان له سوال مخکې هغه ناپوه ډاکټر ته د زړه له تله ښیرا کوم او خدای ته تل په زاریو یم چې داسې ناپوهان چې په هر ځای کې وي غریبو او مظلومو ته یې د زیان په رسولو بریالي مه کړې او خپل زړونه یې داسې ودردوې لکه د نورو چې یې دردولي دي.

د سړي دا کیسه مې چې واوریده، نو یې ډير ودردولم او له دې سره مې هغه پیښه را په یاد شوه، چې موده وړاندې د غزني په ملکي روغتون کې یو ډاکټر یوې ښځې ته چې د زړه تکلیف یې درلود حیواني درمل ورکړي وو او د درملو له ورکولو څو دقیقې وروسته ښځې ساه ورکړې وه. دغه راز مې هغه پیښه هم را په یاد شوه، چې موده وړاندې د غزني ملکي روغتون په زیږنتون کې قابلې د یوې ښځې نوی زیږدیلی ماشوم پټ او په بل چا پلورلی ؤ، چې وروسته هغه هم د پردې تر شا د پټو معاملو له لارې په یو ډول حل شوه او د موضوع د لا نورې څرګندتیا او رسوايۍ مخنیوی یې وکړ او ماشوم بیرته خپل څښتن ته ورکړل شو، خو دا اوس هم نه ده معلومه چې تورنه میډوایف (قابله) نیول شوې او که اوس هم په بیغمه زړه په دولتي یا بل روغتون کې کار کوي.

د غزني ولایت ملکي روغتون روغتیايي خدمات د پکتیا ، پکتیکا او یا نورو دویمه او دریمه درجه ولایتونو د ولسوالیو سیمییزو کلینیکونو په کچه هم نه دي او د پورته پیښې په څير چې بیا په خصوصي کلینیکونو کې هم روغتیايي خدمات په نشته حساب او د جراحانو کار نرسان تر سره کړي نو ددې ځوریدلي ولس به څه حال وي او کومه ستونزه به یې ور حل کړي؟!.

خپله لیکنه په همدې ټکو رانغاړم ، چې افغان دولت دې نور د پخوانیو جهادي قوماندانانو او جنګسالارانو شپانه ، باډیګارډان ، آشپزان او د دفتر خانه سامان د ولایتونو د والیانو ، د ولسوالیو د ولسوالانو ، د بیلابیلو ریاستونو د ریسانو او د روغتونونو د سرطبیبانو په صفت په دنده نه ګوماري، چې له پوهې او رهبرۍ سیوا ماغزه ورسره دي د بیت المال شتو ته یې اړولي او د مظلوم او دردیدلي ولس درد نه شي دوا کولای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *