تاند- یوه هندۍ ښځه، چې په یوه ناحکومتي موسسه کې یې کار کاوه، د کابل په تایمني واټ کې تښتول شوې ده.
هندي رسنیو د دې نجلۍ نوم (ډي. سوزا) بللی او ویلي یې دي چې د کلکتې اوسېدونکې ده.
په راپور کې دغه راز ویل شوي چې اغلې سوزا په افغانستان کې د اغا خان په موسسه کې کار کاوه.
افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې دا هندۍ ومومي.
په کابل کې د هند سفارت له افغان امنیتي چارواکو سره په تماس کې دی څو هر څومره ژر چې کېدای شي تښتول شوې ښځه ومومي.
همداراز د هند حکومت په کلکته کې د اغلې سوزا له کورنۍ سره په تماس کې دی.
دا پېښه وروسته له دې کېږي چې د هند صدراعظم په هرات کې د افغان – هند د دوستۍ بند پرانست او ژمنه یې وکړه چې له افغانستان سره د هند مرستې حدود نه پېژني.