تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په اروزګان ولایت کې یو نابینا افسر د یوې ولسوالۍ د پولیسو قوماندان ټاکلی دی.
شاه محمد، چې ۱۴ کاله پخوا پولیسي دنده پیل کړې وه، ۱۸ میاشتې پخوا یې په یوه بمي چاودنه کې دواړه سترګې ړندې شوې.
شاه محمد د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په مهراباد سیمه کې د امنیتي مسوول په توګه کار کړی خو اوس د دهراوت امنیه قوماندان ټاکل شوی دی.
د سیمې اوسېدونکو د امنیه قوماندان په توګه د شاه محمد د ټاکنې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې نوموړی د دهراوت اوسېدونکی دی او د دې ولسوالي له چارو خبر دی.
خو نوموړی مسلکي پولیس نه دی.
د اروزګان د والي ویندوی دوست محمد نایاب وايي، شاه محمد به مسلکي نه وی خو ښه پوځي تجربه لري او د امنیت په راوستلو کې اغېزمن ثابتېدای شي.
ده دا هم وویل چې شاه محمد د دهراوت د اوسېدونکو په غوښتنه امنیه قوماندان ټاکل شوی دی.