تاند- امریکايي سندرغاړې کریستینا ګریمي په فلوریدا کې له ویشتل کېدو وروسته د کاري ټپونو له کبله ساه ورکړه.
۲۲ کلنه کریستینا د فلوریدا ایالت په اورلاندو ښار کې وویشتل شوه.
دا په ۲۰۱۴ م کال د (Voice) یا ږغ په نوم د تلویزیوني استعدادونو په مسابقه کې شهرت ته رسېدلې وه.
پر کریستینا هغه مهال ډزې وشوې چې له کنسرته وروسته یې خپلو مینه والو ته اتوګراف یا لاسلیکونه ورکول.
پولیس وايي چې کریستینا روغتون ته د وړلو په لاره کې ساه پرې کړه.
د پولیسو په وینا حمله کوونکي د کریستینا له ویشتلو وروسته ځان هم ویشتی او وژلی دی.