تاند- د افغانستان حکومت په جنګي عملیاتو کې د افغان ځواکونو د ملاتړ په باب د امریکا د حکومت د وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ.
د ولسمشر غني مرستیال ویندوی شاه حسین مرتضوي نن /شنبه/ وویل:«بې له شکه زموږ افغان ځواکونه یقیناً د خپلو امریکايي متحدانو هوايي او مځکني ملاتړ او همداراز استخباراتي مرستې ته اړتیا لري.»
ده همداراز وویل، افغانستان د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمېدو ملاتړ نه کوي او د هغوی پراخ حضور د تروریزم د ځپلو لپاره ضروري او مرستندوی دی.
له امریکايي پوځیانو څخه د ۲۰۱۴ کال په پای کې د افغانستان په جګړه کې د ګډون اجازه واخیستل شوه.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې مېشتو امریکايي پوځیانو ته اجازه ورکړه چې په جګړه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر نن د جمعې په ورځ /جون۱۰/ وویل، د افغانستان په ستراتیژۍ کې بدلون د دې لپاره راوړل شوی چې امریکايي قوماندانان د افغان ځواکونو مرسته وکړای شي.
د (واشنګټن ایګزامینر) خپرونې د راپور له مخې، کارتر همداراز وویل:«ولسمشر دا پرېکړه وکړه چې هلته (افغانستان) قوماندانان د فعالیت اضافي اختیار ولري، اټکل کېږي چې له دې حالته به افغان امنیتي ځواکونه زموږ له ملاتړه ګټه واخلي. په دې ډول زموږ له ځواکه په ښه ډول کار اخیستل کېږي، اساساً موږ نه یوازې بیا فعاله کېږو بلکې جنګي فصل ته داخلېږو.»
حاضردمه امریکايي پوځیان یوازې په محدودو مواردو کې د خاص افغان ځواکونو ملګرتیا کوي.
د امریکايی پوځیانو د اختیاراتو د زیاتېدو د پرېکړې په نتیجه کې به امریکايي پوځي قوماندانان په جګړه کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره له هوايي قوې څخه د دې لپاره د کار اخیستلو واک ولري چې له افغان ځواکونو سره به د جګړې په میدان کې امریکايي پوځیان هم وي.