- څو کلنه يې؟
مېرمنې وخندل
– نه غواړم په دې اړه څه ووايم
– ولې؟
– نه پوهېږم
– څو کلنه وې چې واده دې وکړ؟
– دا هم نه درته وايم
– حتى ما ته هم؟
– هو، حتى خپل يوازيني او ګران زوى جان ته مې هم دا خبره نه کوم.
– ښه، ياني ته زوى هم لرې؟
– هو، ډېر ځيرک او تکړه هلک دى، راتلونکي ته يې ډېره هيله منه يم.
– ښوونځي ته ځي؟
– هو، سږ کال يې شپږم ټولګى پيل کړ.
– ماشاءالله، ما اورېدلي چې چاپيريال، کورنۍ او ملګري د ماشوم د استعداد او وړتيا په پاللو کې ډېر اغېز لري.
-هو، زموږ په ښار کې ماشومانو ته له ښوونځي وړاندې او د ښوونځي په ترڅ کې ځانګړي پروګرامونه شته.
-ډېر ښه، خو له بده مرغه چې زموږ ښار ډېر وروسته پاتې دى، ماشوم چې ايله اووه کلن شي، نو لومړي ټولګي ته يې نيسي.
– نه، نه ښاغليه! خو زموږ ښار کې بايد په پنځه کلنۍ د ښوونځي لومړى ټولګى پيل کړي.
سړي يوه شېبه دمه وکړه او بيا يې مېرمنې ته په چټ کې وليکل
– خپله دې څومره زده کړه کړې؟
-پوهنتون مې لوستى، مطلب ليسانس يم، غوښتل مې په ارواپوهنه کې ماسټري هم وکړم، خو د واده په درېيم کال مې زوى وشو او يو کال پس مې زه او خاوند سره جلا شوو، پاتې يو کال زده کړې مې په تنهايۍ بشپړې کړې.
-ولې سره جلا شوى؟
-موږ له اوله سره جوړ نه وو، سره ددې چې همزولي وو، خو واده مو په خپله خوښه نه و او پايله يې ښه نه وه.
– هغه هم اوس يوازې ژوند کوي؟
– نه، روغتون په ښکلې نرسه مين شو، همدا سږ کال يې ورسره واده وکړ
– ښه، نو هغه به ښکلې او شتمنه وي، که څنګه؟
– هو! ٢٥ کلنه ښکلې نجلۍ ده، شتمنه هم دومره نه ده، خو يوه ستونزه لري.
– څه ستونزه؟
– عصبي ناروغي لري، د فراموشۍ ستونزې سره مخ ده ، ورځ کې څو ساعته بې ځايه خبرې کوي، چا نه کوله، ځکه يې له يوه داسې کس سره واده ته غاړه کېښوده چې عمر يې له دې لس کاله زيات و.
سړي غلى شو او بيا يې وخندل
- ولې دې وخندل
- هسې ماويل چې دوى سره خوښ وي، نور عمر خو څه خبره نه ده.
- نه، دا نظر دې نه تاييدوم، عمر ډېر مهم دى.
- ښه ته به څو کلن وې؟
سړي وخندل او بيا يې مېرمنې ته وليکل
- بس ستا همزولى يم.
- مېرمنې وخندل، زما سن درته کله معلوم دى؟
- معلوم دى.
- معلوم دى! ښه نو د څو يم؟
- ٣٥ کلنه يې.
- مېرمن وارخطا شوه.
- دا چا درته وويل:
سړى په کړس وخندل
- همدا تا خپله راته وويل، خپلې خبرې دې وګوره.
- ما خو په دې اړه درته هېڅ هم نه دي ويلي.
- نه، نه ټول دې راته وويل.
- ياني څه ؟
- ياني دا چې اوس ٣٥ کلنه يې، په ١٨ کلنۍ دې واده کړى، په ٢١ کلنۍ دې زوى شوى، په ٢٢ کلنۍ له خپل خاوند جلا شوې يې، په ١٩ کلنۍ د پوهنتون پيل کړى او په ٢٣ کلنۍ له پوهنتون نه فارغه شوې يې او هو رښتيا زوى دى اوس د ١١ کلونو دى.
مېرمن افلاين شوه او سړي ورته وروستۍ جمله وليکله:
“مننه چې دا هر څه دې خپله راته وويل، اوږد عمر دې نصيب شه!”
٢٠١٦، د جون ٨مه