تاند- پاکستاني چارواکو د خیبر پښتونخوا د کواټ په اړوندو سیمو کې افغان دوکاندارانو او کاروباریانو ته ویلي چې خپل دوکانونه بند کړي.
د مې په یوویشتمه د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د مشر اختر محمد منصور له وژل کېدو راوروسته پاکستان په خپله خاوره کې پر افغان مهاجرو فشار زیات کړي دی.
ډان ورځپاڼې نن /یکشنبه/ ولیکل، د خیبر پښتونخوا د کواټ په نظام تحصیل کې مهاجرو افغانانو ته وروستی خبرداری ورکړی شوی چې خپل کاروبار تر کمکي اختره پوري بند کړي.
په تېرو درو اوونیو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې افغانان په مختلفو نومونو نیول شوي او ځورول شوي دي.
په تېرو درو اوونیو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې افغانان په مختلفو نومونو نیول شوي او ځورول شوي دي.
په همدې حال کې نن /یکشنبه/ د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې ویلي چې پولیسو د سند ایالت په نواب شاه کې ۵ افغانان ونیول.
پولیس وايي چې نیول شوي کسان په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
چارواکي وايي چې افغانان د دې سیمې د اوسېدونکو پر منابعو لکه اوبو، خوراکي موادو او برېښنا اضافي بوج دي.