تاند- په فاریاب او کاپیسا ولایتونو کې د خپلسرو وسله والو ترمنځ په نښتو کې څو تنه وژل شوي دي.
د فاریاب امنیه قوماندان سید اقا اندرابي وايي چې په دغه ولایت کې د ولایتي شورا د یوه غړي او د ولسي پاڅون کوونکو د یوه قوماندان ترمنځ په نښته کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.
د فاریاب امنیه قوماندان ښاغلی اندرابي وايي چې دا نښته د جمعې په ورځ په بل چراغ ولسوالي کې وشوه چې ورپسې پولیسو د ولایتي شورا غړی، چې سمیع نومېږي، نظر بند کړ خو د پاڅون کوونکو قوماندان وتښتېد.
ویل شوي چې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان ۱۰۰ تنه توپکوال تر لاس لاندې لري او د ولایتي شورا له غړي سمیع سره یې په یوه معمولي موضوع شخړه پېښه شوې ده.
تر دې مخکې (د ثور ۲۹) هم د جمعیت او جنبش د سیمه ییزو قوماناندانو ترمنځ د فاریاب په المار ولسوالي کې خونړۍ نښتې شوې وې.
په کاپیسا کې د حپلسرو قومانانو نښته
له بلې خوا د کاپیسا ولایت په کوهبند ولسوالي کې د دوو سیمه ییزو خپلسرو قوماندانانو ترمنځ د جګړو له کبله په دې ولسوالي کې کلینیکونه بند شوي دي.
د کوهبند ولسوالي د دُرنامې د سیمې اوسېدونکي وايي چې د دغو دوو قوماندانانو ترمنځ، چې یو ضابط وکیل او بل ګل نظیم نومېږي، له کلونو راهیسي نښتې کېږي او خلکو ته یې زیاتې ستونزې پېښې کړي دي.
د کلینیکونو ډاکتران وايي، تر څو چې وسله والو قوماندانانو ژمنه نه وی کړې چې وسله وال کسان به یې کلینیکونو ته نه ننوځي، کلینیکونه نه پرانیزي.