دا دوې عربي کلیمې دي؛ خو د مانا له مخې سره یو شانته نه دي، ځینې لیکوال او ژورنالیستان یې په ��ارولو کې تېروځي.
تحدید: حد، محدود، محدودیت، محدودول، حدودات ټاکل
ساری: ولسمشر د ملي شورا پر غړو بهر ته د تګ پرمهال ځینې محدودیتونه ولګول.
تهدید: ګواښ، اخطار،
ساری: ولسمشر وسله وال په تونده ژبه تهدید کړل.
یادونه: اخطار پښتانه د خبرداري په مانا هم کاروي.