بیا له کومه را پیدا شو دا بهار
چې په هر لوري یې ملک کړو یو ګلزار
مغني په چغانه لیدئ کښېږده
په نغمو په پردو وغواړه هر تار
ساقي راشه ډکې ډکې پیالې راکړه
چې د میو په مستۍ کې شم سرشار
خوشحال
ودان افغانستان ګوند او بدلون اونیزه تر هر څه مخکې افغان ولس ته د چابهار پروژې د درې اړخیز پراختیایې هوکړه لیک د لاسلیک له امله اووه زره مبارکۍ وايي ځکه له دې سره ګوند خپل هغه هدف ته نژدې کیږي چې: «ښایي په سیمه کې د افغانستان له ستراتیژیکو ځانګړتیاوو ګټه واخیستل شي او دګاونډیو هیوادو تر منځ د ترانزیټي پله بڼه ومومي، په دې برخه کې ګردو سوداګریزو بندرو ته ریل پټلۍ غځول د ګوند څرګنده غوښتنه ده.» (کړنلار، مخ ۳۰،پنځم چاپ).
دا هوکړه لیک (دوشنبه، ۱۳۹۵/ جواز ۳) په تهران کې د ایران د ولسمشر حسن روحاني، افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په حضور کې د دغو هیوادو د تجارت و ترانسپورټ وزیرانو له خوا امضاء شو.
محترم روحاني وویل: له دې هوکړې د تهران، کابل او ډیلي پیام دا دی چې نړیوالو ته وښیو چې دغه درې واړه هیوادونه د اړیکو د لا ټینګښت لپاره له فرصتو څخه مشترکه ګټه اخلي، چابهار د ایران، افغانستان او هندوستان د ترانزیټ په برخه کې د پسرلي په مانا دی.
درانه مودي څرګنده کړه: اقتصادي مشارکت د کابل، ډیلي او تهران لپاره لومړیتوب دی؛ د چابهار له لارې به افغانستان د سوداګرۍ لپاره لنډه سولییزه او دوستانه لار پیدا کړي او په دې توګه به د نړۍ له بېلابېلو برخو سره تجارتي راکړه– ورکړه ولري.
ښاغلي غني وښوول: له ګډو فرصتو څخه په استفاده سره به د سیمي هیوادونه په اقتصادي برخه کې د بېساري پرمختګ شاهدان وي، د سیمي یو شمېر هیوادونه نورو ته ترهګرې صادروي خو هند، ایران او افغانستان بیا پر اقتصادي راکړه– ورکړه تمرکز کوي، په دغه لاسلیک سره به په سیمه کې اقتصاديهمکارۍ زیاتې شي او افغانستان به په سیمه کې د وصل نقطې بدلېدو هدف ته ورسیږي.
دا خبرتیا او دا پراختیا ځکه د افغان ملت لپاره یو لوی زېری دی چې د دغسې لویو پروژو بشپړتیا زموږ په هیواد او سیمه کې د اقتصادي تحرک و غوړېدا حیاتي پیامونه لري؛ اقتصادي پراختیا د جنګ و کړکېچ له کمښت او بالآخره یو مخیزې ورکېدا سره معکوساً متناسبه ده، په دې مانا چې د نړۍ اکثربحرانونه له اقتصادي فقر او ټولنیزې ناانډولۍ څخه را زیږي، کله چې فقر له منځه ځي، خلک د هوسا ژوند خاوندانيږي، د کار و بار زمینه برابریږي، درس، تعلیم و تحصیل ته لاسرسی اسانيږي، روغتیایي ستونزې کميږي او په یوه جمله کې، ټولنه ښېرازه و نېکمرغه کيږي، په دې صورت کې نو بیا د هیچاجنګ و جنجال زړه نه غواړي؛ و.ا.ګ د دغسې یوه تشخیص په پایله کې باوري شوی چې:
«اقتصاي کمزورتیا د هر ډول بدمرغیو مور او پیاوړتیا یې د هر ډول پرمختګ لومړنی بنسټ دی.
ګوند تر هر څه وړاندې د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا غوښتونکی دی او باور لري چې یوازې د پیاوړي اقتصاد پر بنسټ د نورو اسانتیاوو لار پرانیستل کېدای شي.» (کړنلار، مخ ۱۹)
د افغانستان پر ملي وحدت حکومت له هرې خوا د نیوکو له توپانو، کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو بحرانو، ترهګریزو مزاحمتو او بدترینو جګړو سره– سره دغه حکومت په خپل بهرني سیاست کې برلاسی ایسي، له سیمې و نړۍ سره د تفاهم د مشترکې ژبې په موندلو کې بریمن ښکاري، هغه هیوادونه چې لهډیپلوماټیک عرف څخه عدول کوي او د پوهاوي په ژبه نه پوهیږي نو له هغو سره د سیاسي ډغري وهلو او انزوا ته ټېل وهلو چم یې هم زده دی.
پر نړیوال ډګر افغان حکومت توانېدلی چې په هر بحث او هر کنفرانس کې اړوند هیوادونه نوو ژمنو او اوږدمهالو شراکتو ته را مات کړي؛ په سیمه کې یې د سیمه ییزو همکاریو او اقتصادي خوځښت په موخه هیوادونه خپل بشري– اقتصادي پوټانشیل ته متوجه کړي، له بالقوه څخه یې د ظرفیتو بالفعل حالتراوستو ته اماده کړي دي او دا هغه تاکتیک و تخنیک دی چې زموږ سیمه له تلپاتي سولې و ثباته برخنموي.
د اشرف غني تیورې ده چې آسیا په لنډو کالو کې په یو لوی اقتصادي زون بدلېدونکې ده او افغانستان به په دې پرمختیا و پراختیا کې د وصل کړۍ وي.
افغانستان به په رشتیا سره د آسیا زړه وي، کله چې یو وخت دا زړه نورمال وو نو ټوله سیمه ورسره متحرکه وه خو هر کله چې دلته بحران راغلی نو غونډه آسیا ځپل شوې ده، اوس یو ځل بیا اړتیا ده چې دا زړه و عادي فعالیت ته چمتو کړای شي، دا کار کرار– کرار او په معقولیت سره روان دی؛ د تېر کالد قوس پر ۲۲– مه د ټاپي پروژې افتتاح یې یوه ستره بېلګه ده چې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګډو ګټو په اقتصادي تار سره ګنډي؛ د روان کال د ثور پر ۲۳– مه د قرغیزستان د لومړي وزیر سارونبای ژنبکوف، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د پاکستان صدراعظم نواز شریف اود افغانستان اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله له خوا د تاجکستان په پلازمینه دوشبنه کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې پرانیسته یې بله لویه نمونه ده چې د افغانستان له لارې به د ۱۲۵۰ کیلو متره په اوږدوو سره پاکستان ته زر میګاواټه برېښنا لېږدوي او دا دی د چابهار بندر هوکړه لیک به هم په سیمه کې د تاریخ دبدلون ټکی وي.
د لاجورد لارې طرح، چې افغانستان به د هرات په تورغونډۍ بندر کې د ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې پر لار له اروپا سره نښلوي، د اشرف غني بل نوښت دی، نوموړي د ۱۳۹۳ کال په جدي کې وویل: «په راتلونکو دریو کلونو کې به ان شاءلله د لاجورد لارې په موجودیت کې زموږ ۸۰٪صادرات و واردات د منځنۍ آسیا له لارې اروپا ته کیږي، لاجورد لار له ګاونډیانو سره زموږ د اړیکو پر ضد نه ده بلکې دوی ته هم لار هواریږي خو تدبیر په کار دی ځکه نور موږ انتظار نه شو کولای، تر ټولو غوره حالت دا دی چې ټول بندرونه زموږ پر مخ پرانیستي وي خو موږ اختیار لرو او ارادهلرو.» (همیانۍ ۴۲۷ ګنه).
همدارنګه افغانستان د چين له خوا د ورېښمو لارې ته ور برابرول د ولسمشر غني له نورو ابتکاراتو څخه دي؛ د ۱۳۹۳ کال په حوت کې ښاغلي غني وویل، له چین سره خبرې روانې دي چې د واخان له لارې له چین څخه افغانستان ته د اورګاډي پټلۍ تېره او تر هرات پورې وغځول شي د دې کرښې په جوړېدو سره به چیند افغانستان له لارې له منځنۍ آسیا او اروپا سره ونښلول شي؛ د دې طرحې له مخې به د نړۍ درې لویې وچې (آسیا، افریقا او اروپا) د مدیترانې سمندرګي له لارې سره وصل شي او په دې توګه به د نړۍ د هیوادو تر منځ د اقتصادي همکاریو یو بلاک را منځته شي. (همیانۍ ورځپاڼه، ۴۶۱ ګڼه) دا هر څه بحراني افغانستان لهچلنجو څخه د فرصتو په یوه هیواد بدلوي.
تر اوسه پورې افغانستان یوازې د ایران د بندر عباس او پاکستان له کراچي بندر څخه د صادراتو و وارداتو لپاره کار اخیسته، له دغو دوو هیوادو، خاصتاً پاکستان سره د اپټا په نوم سوداګریز تړون سره –سره به افغانستان همېشه تر سخت فشار لاندې وو او دوی به زموږ له سوداګریزو مجبوریو څخه د سیاسي فشار د آلې پهتوګه سوء استفاده کوله؛ څو کاله مخکې د ایران پر سرحد د افغان سوداګرو د تېلو ټانکرونه درول او ور ته میلیونونه ډالر زیان اړول د ټولو یاد دي؛ په وارو– وارو په کراچي بندر کې یا د تورخم او سپین بولدک په پولو کې د افغاني مالونو ځنډول، له هغو څخه اضافي کرایي اخیستل او بالاًخره مالونه ضایع کېدل یوه همېشنۍفاجعه ده؛ همدا څو ورځې مخکې یوه اونۍ د تورخم دروازې په بندېدو سره د نورو ناخوالو تر څنګ، افغان سوداګرو ته لس میلیونه ډالر زیان ورسېد، دواړو غاړو ته غوښې و مېوې ورستې او ایسته وغورځول شوې؛ بله لویه غمیزه دا چې د موادو د کیفیت هیڅ تضمین نه وو خو د چابهار بندر په فعالېدو سره به پر پاکستان دافغانستان اقتصادي اتکاء را کمه شي، له بلې خوا به افغان مالونه خپله د افغانستان په نوم نورې دنیا ته صادر شي؛ تر اوسه د افغانستان مېوې، غالۍ او نور مواد، چې ډېر لوړ کیفییت یې درلود، د پاکستان په نوم دنیا ته صادرېدل.
چابهار د ایران په سیستان و بلوچستان کې یوه آزاده تجارتي سیمه ده چې د ډېرو لویو بېړیو لپاره د لنګر ظرفیت لري، ایران له پخوا څخه هڅه کوله چې له خپل دغه بېسارې ظرفیت څخه لوړه ګټه واخلي خو له امریکا سره سیاسي جنجالو، اقتصادي بندېزو، دولتي اقتصاد او نورو ستونزو له امله دې هدف ته نه و رسېدلی؛اوس چې یې اړیکي له امریکا سره تودېدونکي دي، اقتصاي بندیزونه یې وار په وار له سره پورته کيږي، په سیمه کې د هند و چین او هند و پاکستان تر منځ د رقابتو او هم په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت په رامنځته کېدو او پرمختګ سره دا زمینه سازه شوې چې د چابهار پسرلی دې هم را دبره شي او هسې هم دا سیمهله خپل نوم (چهار بهار) سره سم کال– دوولس میاشتې د پسرلني اقلیم په لرلو سره هر وخت د بارولو و کښته کولو وړ ده.
چابهار ۱۴ زره هکټاره ځمکه په برکې نیسي، همدا اوس ۱۳۰ افغاني شرکتو نوم لیکنه کړې او د پنځوسو کالو لپاره یې ۵۰ هکټاره ځمکه اخیستې ده؛ افغانستان به له دې لارې له منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا، منځنۍ ختیځ او ۱۴ هیوادو سره ونښلول شي او په نهایت کې به یې له اروپا او امریکا سره رابطه ټینګه شي؛ هند به دافغانستان له لارې منځنۍ آسیا، روسیې او اروپا ته د سوداګرۍ لاسونه ور کړې او هم به له ایرانه ګاز و نفتو ته خپله شدیده تنده ماته کړي. دلته هم و.ا.ګ خپلې یوې بلې موخې رسیږي: «د افغانستان دولت به سمندرونه د ګردو هیوادو ګډه شتمنې ګڼي او له سمندري اسانتیاوو او سرچینو څخه د ګټې په بهیر کې به د ټولو هغوهیوادو د حقونو ساتنه او ملاتړ کوي چې سمندر ته مخامخ لار نلري.» کړنلار، مخ ۶۷)
دا پرمختیاوې پاکستان له انزوا سره مخ کولای شي خو چین، چې په سیمه کې د هند سیال او د پاکستان ستراتیژیک ملګری دی، په ګوادر بندر کې یې، چې چابهار ته په ۷۰ کیلومترۍ کې پروت دی، ۴۶ میلیارډ ډالر پانګونه کړې او دوی به هم د خپلو سیالانو دې بر لاسۍ ته لاس تر زنه نه کښېني خو د نېکمرغۍ زیری دا دیچې افغانستان به مخکې همېشه د سیمې او نړۍ د لویو ځواکو تر منځ د نظامي زور ازمایلو ډګر وو، په دې کشمکش کې به کله یو ځواک او کله هم بل برلاسی وو خو حتمي بربادې به د افغانستان په قسمت رسېدلې وه مګر اوس چې زموږ هیواد د پوځي پر ځای د اقتصادي سیالیو په میدان بدلیږي نو یا به یو اړخ بریمن کيږياو یا هم بل خو حتمي ګټه به یې افغانستان ته رسيږي، په دې مانا چې که چین و پاکستان غواړي چې د چابهار ارزښت کم کړي نو د کراچي، ګوادر، قاسم، واګه او نورو بندرو د فعال ساتلو لپاره مجبور دي چې په سیمه کې ترهګري له منځه یوسي، پاکستان باید د ترهګرۍ ځالې ړنګې کړي، د تروریزم د صدور پر ځای دسولې پر لار اقتصادي غوړېدا ته دروازې پرانېزي او خپلې کلاسیکې له موډه لوېدلې تخریبي پالیسۍ بدلې کړي، د یوه باثباته افغانستان په وجود کې خپله بقا ومني او دا واقعیت بیا هم د افغانستان د ښېرازۍ زېری لري؛ د دې تر څنګ له افغانانو سره د ایران ناخوالې هېرول هم نه دي په کار او په مشهد کې د افغانستان پر ضد دافغان طالبانو روزل، مدرسې او پټنځایونه هم کومه پټه مسئله نه ده، د شنبې په ورځ د جوزا پر اوله د ایران– پاکستان په سرحدي سیمه ډالبندین کې د طالبانو د مشر ملا منصور وژنه، چې له ایرانه را روان وو، د افغانستان په چارو کې د ایران د غرض و مرض څرګند ثبوت دی. البته د افغان حکومت او مشرانو درایت ومدیریت حتمي شرط دی، د دې کفایت نښې– نښاني خو د وروستیو لویو پروژو په وجود کې د مشاهدې وړ دي، هیله ده چې دوام و مومي، نور نو افغانستان او افغان انسان د کلو– کلو جګړو و تباهیو له غمیزو څخه د مدنیت و ودانۍ پر لار روان شي او په پایله کې د اروپا تجربې ته په پام سره د و.ا.ګ دا تیورې هم عملي شي: «و.ا.ګ له ټولو هغو هیوادو سره، چې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه او د هغې مل کنوانسیونونه پلي کوي، د افغانستان تاوده ډیپلوماټیک، سیاسي او اقتصادي اړیکي غواړي.
په تېره، ګوند په پام کې لري چې له ګاونډیو هیوادو سره د دا رنګه اړیکیو د ټینګولو هڅه پر مخ بوځي او له هغوی سره د سرحدو د پرانیستلو او د ویزې د له منځه وړو لارې و مومي.» ( کړنلار، مخ۶۶)
سرليکنه/ اداره
بدلون اوونیزه/دوهم کال/۲۸ مه / پرلپسي ۸۰ مه ګڼه/چهارشنبه/ جوزا /۵/ ۱۳۹۵