تېرو څلوېښت کلنو بدبختيو له موږ څخه د خپل وجود اندامونه بېل کړي دي، د خپل ځان د راټولولو سېک مو نه درلود، هر ځای کې پښتانه خواره واره پراته دي، هره سيمه کې د جګړې سپرغيو اور اخيستی و، اوس هم لا د جګړې سېک ختلی نه دی، اوس هم لا افغانان بې اجله د مرګ خولې ته ورځي، په لویو لارو کې زموږ د هيواد ملي فوځ سرتېري له موټرونو څخه ښکته کېږي او د ترهګرو له لوري په شهادت رسول کېږي.
همدارنګه په جوماتونو کې چاودنو چې هيڅ له افغاني فرهنګ او ټولنې سره اړخ نه لګوي، د ګاونډيو څارګرو ادارو په نغوته زموږ په سپېڅلو ځایونو کې چاودنې کېږي، ددې لپاره چې د فرنګ او نورو بې دينه خلکو شومې موخې په مورنۍ خاوره کې سرته ورسوي.
پښتون بې اجله مري، موږ تر اوسه پورې يواځې خولۍ ساتلې او سر مو بایللی دی، راځئ چې خپل سر وساتو، د خپل وجود بېل شوي اندامونه راټول کړو، حرکت او خوځښت ته ځانونه چمتو کړو، پر مخ ولاړ شو، که خپل تقدير ته په تدبیر سره بدلون ورنه کړو، نو د دښمن توره تر غاړې رارسېږي، کاشکې يواځې زه د جګړې له سرطان څخه کړېدلی، خو د مورنۍ خاورې په مقبوضه ولایتونو کې هم د دښمن توره زما د ورور تر ستوني رسېدلې ده، په مقبوضه پښتونخوا او بلوچستان کې زه وژل کېږم.
زه لا اوس هم د خپلې نارغۍ په درملو پسې لالهانده یم، هر ماهر ډاکتر راته د درملو پر ځای د بېلتون زهر راکړي دي، زه يې نور ناکراره کړی یم.
د يوه فکر او يوې ارادې ملګري څنګه يوله بل سره مخالف کېدلی شي؟ زه پوهېږم، چې پر موږ نازله د جګړې بلا د بربادۍ لپاره زموږ پر مېنه راغلې ده.
د دغه بلا ريموټ د ډيورڼد د پوري غاړې له دوستانو سره دی، هغوی ډيورڼد لاین غواړي، هغوی د پښتون ولس له اتحاد او يووالي څخه وېره لري، ځکه يې پر وژنو لاس پورې کوي، پنجابي ستمګر وحشي فوځ زما د ښکلي وزيرستان وروڼه د ترهګرو په نوم وژني، کيمياوي وسلې پرې استعمالوي.
که زموږ فکرونه معیوب وي، نو موږ به څنګه د راتلونکې لپاره لاس په کار شو، څنګه به له خپلې مخې دغه موانع لرې کړو، دغه توره کرښه چې ستميانو پرې خپلې پوستې او د پلټنې خونې جوړې کړې دي، څنګه تدبیر به کاروو، تر څو د وحشي ستميانو پوستې ټولې او موږ ازاد ژوند ته پرېښودل شو.
د مورنۍ خاورې او د مقبوضه پښتونخوا او بلوچستان ولايتونو مبارز ملګري او له هيواد څخه لرې په اروپايي هيوادونو ، استرالياکې مېشت افغان مبارزه کوونکي ملګري لاس په کار شوي دي، تر څو دغه دوه ولايتونه چې د لوی افغانستان برخه ده، د ستميانو له کنترول څخه وباسي، دوی د خپل عزم زغرې اغوستي دي، دوی د قانون پر مټ خپل حقونه غواړي، مبارزین له هيچا سره دښمني نه کوي، خو د خپلې لويې خاورې غوښتونکي دي او دغه حق ترې هيڅوک اخيستلی نه شي.
د لویې خاورې د ساتنې او لاسته راوړنې مبارزه به د عمر ترپايه پر مخ وړو، د لوی افغانستان په سپېڅلې خاوره د ستميانو د پښو ګرد هم پرېښودلی نه شو، هسې نه بیا زموږ خوشال بابا د اغیارو له غوبل څخه ناکراره شي.
د قوي ارادي او ټينګ هوډ پر مټ پرمختګ کوو او خپلو هيلو ته ځان رسوو، زموږ هيله لوی افغانستان دی.