تاند- د امریکا په اورلانډو کې د همجنسبازانو پر کلب حمله د یوه افغان الاصله امریکايي له لوري شوې ده.
پولیس وايي چې په دې برید کې ۵۰ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ژوبل دي.
د دوی په وینا د حملې عامل عمر متین نومېږي. متین ۲۹ کلن دی او مور و پلار یې له ۱۹۸۶ م کال راهیسي د فلوریدا ایالت په (پورت سینت لوسي) کې اوسي.
پولیس وايي، متین چې په کلب کې د حاضرو کسانو د یرغمل نیولو په لړ کې له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې ووژل شو، جنايي سابقه نه لري او امنیتي چارواکي اوس په دې باب څېړنې کوي چې ایا له اسلامي سختدریځو سره یې اړیکې لرلې او که نه.
چارواکي وايي، متین له ځان سره وسیله کلب ته توپک ته ورته وسله او یوه بله مشکوکه وړې وه.
د دوی په وینا متین د پېښې په ځای کې د پولیسو په ډزو په سیمه ییز وخت د سهار په ۵ بجې ووژل شو.
شاهدان وايي چې پر خلکو له ډزو وروسته متین په کلب کې مورچه نیولې وه.
ژوندي پاتې شوي شاهدان وايي چې په تشنابونو او د جامو بدلولو په خونو کې یې ځانونه پټ کړل.
د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې یا ایف بي آی استازی ران هوپر وايي، داسي کومه نښه نشته چې متین دې جهادي نظریه ولري. خو له دې سره سره دا هم په ډاډ نه شي ویلی چې نوموړی له کومې ډلې سره تړاو نه لري.
د بلی خوا څو ورځی مخکی دعمر متین پلارغواښت کړی وه، چه زه به دامریکا څخه ۵۰۰۰ ډالر کابل ته پدی خاطر ولیږم، چه دولسمشر ساتونکی ریاض اویا دهغه فامیل ترور اوله مینځه یوسی.
دلته ویدو کتلای شی
https://www.youtube.com/watch?v=FozvBR94Y6w
اویا دا لاندی جمله دګوګل په صفحه ولیکی بیا دغه ویدو کتلای شی
پیام ریس جمهور انتقالی علیه رفتار وحشی یانه محافظین اشرف غنی علیه دو هموطن دادخواه
دوی خانداني لیونیان دي، پلار یې ځان ته د افغانستان انتقالي ریس جمهور وایي، روغ انسان داسې کار کوي چې ناست په امریکا کې وي او ځان انتقالي ریس جمهور ګڼي.
خو مشکل پدې کې دی که په امریکا کې د هر مسلمان لخوا کومه اشتباه وشي د امریکا دولت یې د کومې تروریستي ډلې پورې تړي او د عامو امریکایانو ذهنونه د مسلمانانو په مقابل کې مغشوشوي. مګر که کوم عیسایي، یهودي او کوم بل بې دینه داسې کار وکړي بیا هیڅ خبره نه وي او دولت داسې رنګ ورکړي چې عصبي مشکل یې درلود.
د متین پخوانۍ میرمن وویل چې هغه ذهني مشکل درلود خو امریکا د داعش پورې وتاړه، هغه ځکه چې مسلمان ؤ،
د متین داعمل ټول مسلمانان غندي خو ددې کړنې وروسته چې هر مسلمان او په خاصه توګه افغان که هغه امریکایي تبعه هم وي او امریکا ته بیرته ستنیږي په هوايي ډګرونو کې به بې موجبه زورول کیږي.