روژه د رحمتونو او فضايلو میاشت ده، ګڼ فضايل لري، په دغه میاشت کې له غريبو او بېوزله خلکو سره مرسته د هر مسلمان  دنده ده.

د نړۍ ګڼو کفري  ممالکو د روژې  مبارکې میاشت د درنښت په موخه مارکېټونو کرايې وبښلې، تر څو مسلمانان  په اسانه سره وکولای شي، چې  خپل روژه ماتی واخلي.

زما ګران هيواد کې کيسه سرچپه ده، تر هګرو نيول شوي کسان چې دوی سره بنديان وي، د روژې په مياشت کې په شهادت رسوي،  هټيوال  په همدې مياشت کې خپل توکي په لوړه بیه خرڅوي، خير توکي دې هم په لوړ قېمت وپلورل شي، له غريبو او نادارو خلکو سره دې هم پر وخت مرسته نه کېږي، خو د دغه مبارکې میاشت د راتلو درناوی دې وکړي، په دې میاشت کې له قبرونو څخه عذابونه پورته وي، په دې میاشت کې  په  انسانانو رحمت اوري.

خو زموږ د چم  او ګاونډ مسلماني بل ډول ده،  يوولس بې ګنا وګړي په يوه ورځ يو ځای د ترهګرو له لوري په شهادت رسېږي، مسلماني خو پرېږده، انسانيت له هماغه ورځې څخه بیا پورته کتلي نه دي، همدومره وحشت لکه د ابي لهب او ابو جهل دور چې وي، لکه دلته چې د اسلاميت او انسانيت په نوم څوک ژوند نه کوي.

زړونه مو د کاڼي دي، پر همدې مو هم غوږونه کاڼه کړل، چې پاکستاني اخوندانو زما وروڼه په شهادت رسول، مور کۍ به يې ورته سترګې وي، چې زوی  مې اختر ته رادرومي، واړه لمسیان به پر همدې کراروي، چې  شيطاني مه کوئ پلار مو بیا درته د اختر جوړې نه راړوي، خور به  هم د خپل ورور چوکاټي عکس را اخيستی وي، ګرزونه به يې ترې څنډي، ورور مې اختر ته را روان دی، ما به هم خپل کور ته بوځي، ډېر وخت کېږي، چې ورور مې په دنده کې دی، له مورکۍ او ورورکي سره به يو ځای د اختر خوښي ولمانځم.

مېرمنې به يې هم د تخيل يوه لويه نړۍ جوړه کړې وي، پوره يو کال وشو، چې تللی دی، دا ځلې خو ارومرو  راځي، که ما هېره کړي سپين سرې مور  خو نه شي هېرولی، خپل ګلالي بچيان خو به هره شېبه ورته يادېږي، همايون هم غټ شوی، تېرکال چې يې په مېموري کې عکسونه اخيستل، ډېر ورته  خوشاله و، اوس خو ماشاالله بېخي غټ شوی دی.

دوی به څه خبر وي، چې څو ظالمو ترهګرو د سلګونو کورنيو د کور خوښي لوټلې ده، دوی پردې  هيڅ باور نه لري، چې انسان دې دومره وحشي واوسي.

پر هغه کورنيو به دا روژه ډېره سخته تېرېږي، چې بې سېکه وجود يې مخ ته پروت وي، د مور ستونی به غرېو نيولی وي، خوربه يې لا اوس هم غوږونه څک نيولي وي، چې نن سبا کې به د ورور له  راتګ څخه خبرېږي.

لویه ربه! هغه کورنيو ته صبر ورکړه، ستا هم عجيبه نظام دی،  د ظالمانو د ظلم نندار ه ګورې، ستا د قهر او غضب ملایکې خو همدې ورځې ته په کار دي، چې  ستا ياغي بنده ګان ستا په نوم خلک وژني، اسلام بدناموي او خلک  د اسلام په نوم په مردکيو وژني.

ستا کور يې هم بې ويره پرېنښودل،  هغه امام چې د رمضان فضايل يې خلکو ته بیانول، هغه امام چې د روژې په مياشت کې د  نفلونو او سننو  ثوابونه بیانول، ستا ښايسته کور د نجات ځای دی، ستا په کور کې ستا ياغي او مغروره بنده ګانو په خپلو وينو ولمبولم،   واړه ماشومان چې د اختر د نکريزو لپاره يې لاسونه زيږه  کړي نه و، هغوی  د خپل وجود په وينو لاسونه سره شول، امام بې سېکه راپرېووت او ستالور ته يې له وحشي بنده ګانو څخه پنا دروړه.

لوي څښتنه! نور نو  ستا یاغي بنده ګانو ته ستا وېروونکی عذاب غواړم، هره پېغلې، هرې ناوې او هرې مورکۍ په سترګو کې اوښکې دي، د يتيم ماشوم ژړا خوبه عرش په لړزه راووست،  ولې عرش نه راغورځېږي؟ ولې ياغي بنده ګانو څخه انتقام نه اخلې؟

پنځه وخته  سرټيټوم، پنځه وخته مې د ظالمانو او وحشيانو بربادي غوښتې ده، زما عبادت لکه چې بې اغېزې دی، زما فریاد واوره، د هغې ورارې خورکۍ چيغې او کريږي واوره چې له تا نه انصاف غواړي، د هغه مورکۍ بې سېکه غږلکه چې د اورېدو نه دی،  چې په پټه خوله د ظالمانو ارمانونه نيمخوا غواړي، د هغې مېرمنې سرې سترګې او اوښکې لکه چې نه وينې،چې د خپل خاوند جسد ته ژړېږي او ستا لورته خوله ونيسي، له خوله څخه يې ښېرا نه راوځي، که نه سر له همدا ننه به د ظالم  ظلم پای موندلای وای.

ترهګر مذهب، پوله او اسلام نه پېژني، همدغه ترهګر زموږ د اسلام ښکلی دین بدناموي او د کليسا د پاپانو  شومې دسيسې پياده کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *