Wardal Sherwali
فضل حق طاهرزی –
د کابل امنیې قوماندان نن د ولسي جرګې د کورنیو چارو او ملي امنیت کمیسیون ته په خبرو کې وویل چې د ارواښاد د شهادت په پېښه کې خپله انجینر شېرولي وردګ غفلت کړی او په سیمه کې یې د پولیسو خبرو ته غوږ نه دی اېښی.
ښاغلی د امنیې قوماندان!
ته باید سل په سلو کې دا ومنې چې ستا منسوبین نامسلکي او په بشپړ دول بېسواده دي. لومړی خو دا چې ولې په پلازمېنه کې د پارلمان د یوه وکیل د کور مخې ته بم ځای پر ځای شي او پولیس دې هېڅ خبر نه شي. تر ټولو ستر جنایت او وظیفوي غفلت همدا دی!
دویم؛ مخکې له دې چې انجینر شېرولي وردګ سیمې ته راشي، پولیس نږدې نیم ساعت وړاندې سیمې ته رسېږي. پرته له دې چې سیمه محاصره او د سیمې په ۱۰۰ مترۍ کې کمربند واچوي، بم ته خړې خړې سترګې اړوي او هېڅ ډول اقدامات نه کوي. سمه ده، موږ به دا ومنو چې ارواښاد انجینر شیرولي وردګ د پولیسو خبرو ته غوږ نه دی اېښي؛ ولې په سیمه کې عام خلک شهیدان او ټپي شوي دي؟ ولي په همدې سړک د عامو موټرو تګ راتګ ته اجازه ورکول کېږي چې نږدې پنځه موټر ویجاړېږي؟ ولي د برښنا ریاست کارکوونکي ته اجازه ورکول کېږي چې صندوق ته نږدې شي چې په پایله کې هغه هم شهید کېږي؟
ښاغلی قوماندان!
دا ومنه چې ستا منسوبینو له پېښې سره مسلکي چلند نه دی کړی. په دې پېښه کې چې پولیس له ارواښاد انجینر شېرولي وردګ څخه نږدې نیم ساعت مخکې رسېدلي وو؛ مناسبه دا وه چې پولیسو ژر تر ژره سیمه تخلیه کړې وی، په سل مترۍ کې یې کمربند اچولی وی، د سیمې دوکانونه یې بند کړي وی، د لارویانو او موټرونو تګ راتګ یې بند کړی وی او اروښاد انجینر شېرولي وردګ ته یې په هر صورت چې ممکنه وی، باید له سل مترۍ د وړاندې راتګ اجازه نه وی ورکړې.
په پای کې یادونه کوم چې د دې پېښې یو اړخ د سیمې امنیتي منسوبین هم دي او باید په دې هکله خپل ځواب ووایي.
درنښت
فضل الحق طاهرزی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *