موده وړاندې مې د یو ملګري پلار وفات شوی ؤ او زه د ولایت له مرکز څخه ولسوالۍ ته روان شوم او د ملګري کور ته د فاتحې لپاره ورغلم. کور دې یې آباد وي زما یې ښه میلمه پالنه وکړه او د پلار په څیر یې د میلمه پالنې دود ښه پر ځای کړ.

سهار لمانځه وخت جومات ته د لمانځه لپاره له خپل ملګري سره راووتم او چې په جمعې سره مو لمونځ ادا کړ نو د کلي اوسیدوونکو په خپل منځ کې پس پسی پیل کړ خو شیبه وروسته چې ملا لنډه دعا وکړه، نو پر حاضرو کسانو یې دا غږ وکړ چې د کلي له هدیرې لرې په یوه خوړ کې کنده وکیندي، چې مړی په کې بې جنازې ښخ کړي.

زه د ملا په دې خبرو سم پوه نه شوم ځکه له واقعې سم نه وم خبر خو چې له ملګري مې پوښتنه وکړه نو راته یې وویل، د کلي یو طالب وسله وال سره ډیر وخت یو بهرنی طالب چې د کلي اوسیدونکو په اغلب ګمان د پنجاب ؤ کور ته راتلو او دواړه په وسلو سمبال په کلي کې آزاد ګرځیدل؛ څه موده کیږي چې پنجابی طالب د ملګري کور ته تګ ډیر کړی ؤ او طالب چې پر پنجابي شکمن شوی ؤ، چې غواړي د ده ښه نیت څخه په ګټې اخیستنې یې ناموس ته په سپکه سترګه وګوري او په حرکاتو سکناتو یې شکمن شوی ؤ، نو خپلې میرمنې، خویندو او سپین سرې مور ته یې ویلي وو چې په کور کې دې خوندي ګرځي او د میلمستون خوا ته دې نږدې نه ورځي، خو بله ورځ چې کله بهرني میلمه د اودس اوبو په بهانه انګړ لور ته ورغلی او هلته یې یوازې د طالب پیغله خور لیدلې نو سترګې یې سپینې کړي او نږدې ورغلی، خو د با عزته افغاني میرمنو دې له سره د عزت لوپټه لرې نه شي د طالب یوې خور او میرمنې یې سم له واره بې له دې چې بل څوک خبر کړي او چیغي وکړي بهرنی نمک حرامه میلمه په انګړ کې مخکې له دې چې خپل شوم مقصد ته ورسیږي او باعزته پیغلې ته لاس ور اوږد کړي له دوو خواوو په ګولو سوری سوری کړی او مړی یې کلیوالو زلموټو د کلي په ډیران اچولی او د کلي د ملا امر ته په تمه دي.

د سهار له لمانځه او د ملا له امر وروسته خلک په بیلابیلو نظرونو شول او هغه دا چې ځینو ته چې ډیر درد ورغلی ؤ ویل یې چې د پنجابي مړی دې کلي ته څیرمه غره ته یوسي تر څو یې هلته ځناور وخوري، خو ځينې چې پاکستاني میلانه وو له خپلې خیټالوجۍ یې فتواګانې ورکولې او ویل یې چې د مړي باید جنازه وشي او د کلي په هدیره کې ښخ کړل شي تر دې چې دا ډول کسان پرته له دې چې د بهرني مړي د باعزته ښخولو پلویان وو طالب قوماندان ته هم سره او شنه کیدل، چې کیدای شي دا کار ده په خپله د شخصي ستونزې له مخې کړی وي او په مسافر طالب چې د دوی په وینا د جهاد لپاره راغلی ؤ بیځایه بد ګمانه شوی وي او ځينو څڼیورو خو بیا دا هم ویل چې کیدای شي افغان طالب قوماندان د دولت جاسوس وي. خو لکه څنګه چې وايي، چې د ولس زور د خدای زور دی نو د کلي قهریدلو زلمو لمرخاته مهال مړی کلي ته څیرمه غره ته یووړ او هلته یې د ځناورو د خوراک لپاره کیښود او د دې لپاره چې پلویان یې څوک ورنه شي او مړی بیرته بل ځای ونه لیږدوي، نو د مړي په شاوخوا کې یې کوچني بمونه کیښودل.

دا مهال طالب قوماندان ته ځینو د شک په سترګه کتل خو ډیرو یې د ده د میرمنې او خور په میړانه او غیرت فخر کاوه او په دعاګانو یې نمانځلې. دلته نو مخالف لوري ته ځینې داسې مسیجونه هم د ډیره کیو له لوري رسیدل، چې ګواکې که چیرې داسې یو بهرني له دوی سره د داسې عمل د ترسره کولو هوډ کړی وای نو غبرګون به یې څه وای؟!. او کیدای شي هغوی هم له خپل پاکستان میلانه دریځه ځکه لریوالی غوره باله، چې دا موضوع نو د غیرت وه او که چیرې یې پلوي زیاته کړې وه نو کیدای شي ټولو ګوتې ورته سمې شوای وای، چې که دا ډول یو نمک حرامه بهرني پلویان وي نو بیا دې مړی په خپلو هدیرو کې د خپلو اجدادو د مړو څنګ ته ښخ کړي. نو ځکه خو یې وروسته له دې چې مړی غره ته یوړل شو او هلته د ځناورو خوراک لپاره واچول شو تر څو د نورو لپاره د عبرت ټکی وګرځي نو پاکستان میلانه څڼیورو هم د هماغې ورځې په پای کې خپل دریځونه بدل کړل او د ماښام له لمانځه وروسته یې یو مشر اعلان وکړ، چې که وروسته له دې هر چا دداسې ډول عمل تر سره کولو نیت وکړ، نو د دوي په وینا چې واجب القتل دی او دا د دوي شورا پریکړه دی.

دا موضوع مې په دې خاطر یاده کړه چې طالبان دې له دې ډول پیښو په عبرت اخیستلو لومړی له جګړې لاس واخلي او د پردیو په لارښوونه دې خپل هیواد نه ورانوي او د خپل ناموس عزت دې خوندي کړي او بل دا چې په ګاونډیو ایران او پاکستان د باور کولو او د هغوي په لارښوونه جګړه او ورانی دې دداسې پیښو څخه د عبرت اخیستلو له لارې بس کړي او خپل سرونه دې په خپلو ګریوانونو کې ټیټ او خپل وجدان دې قاضي او د هغه دې لږ ومني او دا پوښتنې دې ځان ته مخې ته کیږدي، چې په دې روانه جګړه کې مسلمان مري او که کافر ؟ ، پاکستانی او ایرانی مري او که د خپل کور مشر، کشر، خور او ورور؟.

پورته پيښه لومړنۍ هغه وه چې د باتورو میوندۍ ملالو لخوا یې مخنیوی وشو او خپل عزت یې له دې ډول ملموسو او ناولو څخه بچ او خوندي کړ او خپل ځان لپاره که په تاریخ کې نه وي د خپل کلي د ویاړمنو او سر هسکو ښځو په قطار کې یې ځانونه راوستل. نو راځئ چې د ګډ دښمن لپاره د دولت مخالف او موافق په ګډه مټې رابډ وهو او خپل ولس د روانې جګړې له اوره وژغورو او د پردیو اجیرانو که هغه د غرب وي او که د شرق که د شمال دي او که د جنوب لاسونه لنډ او سابه یې ور په مالګه کړو تر څو نه ایران د خپل هیواد او د سوریې جګړې لیږلو لپاره زموږ له ځواکه ناوړه ګټه واخلي او په احساساتو مو راولي ، نه هم پاکستان مو دې ته وهڅوي څو خپل هیواد په بمونو والوزوو او نه هم د غرب پر وړاندې د هر امر منلو ته لبیک ووایو؛ بلکې یوه خپلواکه ، ناپییلې او د اسلامي ، افغاني دود او وطن پالنې په چوکاټ کې خپلواکه پالیسي غوره کړو او د خپل وطن لپاره په ټولو کې دا احساس رامنځته کړو لکه جاپانیانو چې د جاپان پرمختګ لپاره شعار درلود چې اته ساعته کار د ځان لپاره یو یا دوه ساعته اضافي کار د جاپان لپاره.

د یو خپلواک او سر لوړي افغانستان په هیله .. ژوندی او تل پاتې دې وي افغانستان او د میوندۍ ملالې د عزت او سر لوړۍ چیغه او د افغان ولس رښتینې وطن پال او ژمنو ته ژمن ځوانان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *