د مبارکې روژې پر اوله (دوشنبه د جوزا ۱۷) ولسمشر محمد اشرف غني هلمند ولایت ته په داسې حال کې یو ورځنی سفر را وکړ چې په دې وروستیو کې امنیتي ستونزې زیاتې شوي او د لښکرګاه ښار د څنډو په شمول په ګرشک، نادعلي او مارجې ولسوالیو کې یو شمېر پوستې د دولت د مخالفانو له خوا اشغال شوي خو هلمند ته د محترم غنې د سفر پر مهال مارجه ولسوالې د افغان امنیتي ځواکو له خوا تصفیه شوه.

ولسمشر د ملي پولیسو او ملي پوځ د شهیدانو ارواوو ته د دعا تر څنګ د دوی زړورتیا، قربانې او له هیواده اتلواله دفاع وستایله، ده وویل: د افغان امنیتي ځواکونو مبارزه د باطل پر ضد د حق مبارزه ده او حق تل بریالی وي. ده همدارنګه خپل ملي ځواکونه د اسلام اصلي ساتونکي وبلل.

ښاغلي غني هغه آوازې یو مخ رد کړې چې وایي افغانستان په خطر کې دی ځکه افغان امنیتي قواوې ډېرې پیاوړې شوي دي.

هلمند ته د رئیس جمهور سفر که له یوې خوا د سخت امنیتي وضعیت د ارزونې له اړخه مهم دی نو له بلې خوا د دې څرګندوی هم دی چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت لپاره دغه ولایت ډېر مهم دی ځکه ور ته جدي توجه کوي او دا د افغان ولس، په تېره بیا د هلمند له جنګه ستړو خلکو لپاره ډېره امیدواروونکې ده.

 له بلې خوا د امنیتي ځواکو ستاینه او د شهیدانو له کورنیو سره د مرستو ژمنه د ملي پولیسو او ملي پوځ پر روحیه ډېر مثبت ثاثیر لري ځکه دا د حکومتي مشرانو له خوا د وطن ساتونکو د وینو ارزښت ته د درنښت ښکارندوی ده.

په دې سفر کې محترم غني له ولایتي چارواکو، ولایتي شورا له غړو او قومي مشرانو سره وکتل، ولس هیله لري چې دولتي چارواکي، د ولایتي شورا غړي، قومي مخور، مدني فعالان او ټول خلک باید سره همږغي او د خپل هیواد بدبختۍ په خپل اتفاق سره له منځه یوسي او د دې ترڅنګ پر حکومتي مشرانو ږغ کوي چې د خپلو ژمنو په عملي کولو، قانون تطبیقولو، فساد له منځه وړلو او پراخې همږغۍ رامنځته کولو کې جدي اوسي.

 د بدلون اوونیزې لېډينګ سټوري/ اداره

بدلون اوونيزه/دوهم کال/۳۰ مه / پرلپسي۸۲ مه ګڼه/چهارشنبه/ جوزا /۱۹/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *