د بشرپه ټول تاریخ کې جنګ وجود درلودلي دي یو واحد علت یې تر اوسه هم نه دي معلوم خو علماؤ د جنګ علتونه په نړۍوال سیسټم کې پردرو برخو ویشلي.
اول: د سیسټم په سطحه کې: د سیسټم په سطحه کې د جنګ علت بیا هم پر درو برخو ویشلي دي، په لومړي قدم کې تحلیل ګران وایې چي په نړۍوال سیسټم کي چي تغیر راسي بعضي قدرتونه د صعود او نزول سره مخامخ شي جنګ پیښیږي لکه اوس چي هندوستان او افغانستان د قدرت د صعود په حال کې دی او پاکستان د انزوا خوا ته روان دي، اوس چي پاکستان جنګ ته لمن وهي علت دادي چي نوموړي د افغانستان څخه خپل Supremacy یا تفوق غواړي. دوهم علت یې پدي ګټګورۍ کې د ریالسټي فلسفي و یوه اصل ته ور ګرځي پدي معني چي ریالیسټان وایې چي جنګ ځکه پیښيږي چي په نړۍواله سطه کې داسي قوت نسته چي دوه متخاصم هیوادونه دی د جنګ څخه راوګرځوي یا هم په نړۍواله سطحه کې انارشیزم موجود دي ددي معني دا چي که پلار په کور کې ؤ نو ماشومان یو له بل سره جنګ نه کوي، خو که نه ؤ بیا نو هغه خبره ده چي ول بابا کور نسته له ادې ډارنشته. دریم اقتصادي فکټور د جنګ علت کیدلای سي مثلا شاید پاکستان دچابهار بندر، یا هم د افغانانو بایکاټ د پاکستاني موادو په وړاندي ددوي غوصه راپارولي وي. دسلما بند دافغانانو نژديتوب دهندوستان سره یو بل علت کیدلای سي.
دوهم ددولت په سطحه د جنګ علت:
ځیني وخت ضعیفه دولتونه چي خپل دملت تر سخت انتقاد لاندي وي خپل داخلي بحران خارجي کوي ترڅو خلګ وغولوي چي دا مشکل د بحر څخه را روان دي، د سیاست د علم پوهان دغه ډول کړنو ته دداخلي بحران خارجی کول وایې، اکثره وخت انقلابي رژیمونه د خپل قدرت د ساتلو لپاره دا کار کوي.
دریم په فردی سطحه د جنګ علتونه:
څیني لیډران جنګي خاصیت لري جنګ يې په خټه کي اخښل سوي وي یعني دا په کرکټر پوري هم اړه لري د کرزی صاحب په وخت کې همدا پاکستان څلور کاله توغندي په جلال اباد باندي وتوغول خو کرزی صیب غوماشي هم نه خوړي زما په نظر نوموړي ارمان ګرا ؤ یعني Idealist سړي ؤ ده تل کوښښ کاوه چي د پاکستان سره زموږ جنګ وه نه شي د سولي ارما ن يې درلودۍ مګر د پاکستان سره په ارمان ژوند نه کیږي چي ته کښیني او وایې ای کاش چي موږ سوله درلولای پاکستان داؤد خان، ډاکټرنجیب الله او ډاکټر غني غوندي خلګ غواړي دشهید ډاکټر نجیب الله په وخت کې پاکستان پر جلال اباد باندي توغندي وتوغولي خو نوموړي بل مثله عمل وکړي سکاټ توغندي یې ور وغورځولي بس هغه یوه ورځ یې سول بیا یې د کرزي صیب تر پاچاهې پوري خوله منډه وه. کله- کله جنګ د ازادۍ لپاره وي ازادې ویني تویولو ته ضرورت لري کږه خوله په سوک سمیږي، راځي پر ځینو فرضیو باندي بحث وکړو اول خو جنګ ښه کار نه دي ګټوونکي هم په تاوان کې روان وي بایلوونکي خو هلته پریږده خود پاکستان سره دنن جون دولسم تاریخ جنګ د ازادي جنګ دي که مو په خپل کور کې په غلامي ووژني ښه دا ده چي دده په کور سړي ور ننوخي او هلته مړشي، دتاریخ څخه هم باید ګټه واخستل شي تاسو ووایاست که چيري کرزي صیب همداسي کړي وای زموږ د جلال اباد او کنړونوخلګ به ولي څلور کاله ددوي توپونه حسابلای کله چي زموږ د ملي اردو په ملي بس باندي په کابل کې حمله کیږي وژل کیږي ښه دا ده چي د کورپه انګړ کي مړه شي چي دوهمه ورځ افغانستان ته د راتګ اراده دځان سره ګور ته یوسي دا باید په یاد ولرو چي جنګ به د یوې سیاسی وسیلې په ډول تل دوام وکړي ځکه چي دا وسیله کار کوي نتیجه ور کوي کله چي یو هیواد بل تهدید کړي ځیني وختونه خپل هدف لاس ته هم راوړي مګر دا فومول په افغانستان کې چا نه دي عملي کړي تل د قبر میلمانه شوي. د وطن دفاع فرض ده وطن د جنګ دي، ځکه وطن ناموس دي، وطن ننک دي ،چي د وطن خیال نه کړي نغه بي ننګ دي.
مننه
نجیب الله علیزی، هندوستان د جواهر لعل نهرو پوهنتون په نړۍوالو اړیکوکې د ماسټرۍ دوهم کال.