تاند: جبارخیل- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ختیځ تورخم دروازه کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ د تیرې شپې وسله والې نښتې په تړاو کابل کې د پاکستان سفیر سیدابرار حسین احضار او  ورته یې کلک اعتراض بیان کړ.

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداي مرستیال نصیراحمد اندیشه له پاکستاني سفیر سره په لیدنه کې وویل، د دواړو هیوادوو ترمنځ په تورخم کې د تاسیساتو جوړیدو په اړه د نړیوالو اصولو پر اساس بحثونو دوام درلود او په اړه یې هوکړه هم شوې وه.

خو د اندیشه په خبره د دغو هوکړو پرخلاف تیر ماښام پاکستان په تورخم کې د تاسیساتو پر جوړولو اقدام کړی چې بیا د پاکستانیو سرحدي ځواکونو له لوري پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اور بل شو.

اندیشه زیاته کړه، د داسې تاوتریخوالو پر برسیره کیدو خواشیني وښوده او ویې ویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خلکو ساتنې په موخه د ورته ځواب ورکولو ته اړ شوي دي.

په دې کتنه کې پاکستاني سفیر ته په ډاګه شوه چې افغانستان تیر هوکړه لیک ته ټینګ ده او پر سوله ییزو لارو چارو ټینګار کوي او له پاکستاني لوري تمه لري څو له دیپلوماتیکو مراجعو له لارې حل کړي.

بلخوا ختیځ ننګرهار کې د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، دوشنبې په مازیګر شاوخوا څلور بجې پاکستاني ملیشو یو وار بيا د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه پيل کړل چې هم مهاله نښته رامنځته شوه چې دا مهال خال خال ډزې اوریدل کیږي.

د دې دویمې نښتې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي خو د تیرې شپې په اړه افغان چارواکي وايي جګړه ۲۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي او افغان لورې ته یو سرحدي پولیس وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

2 thoughts on “د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړ”
  1. دټولو رسنیو څخه هیله کوم چی دافغان لپاره دشهید کلمه وکاروی
    یعنی یو افغان عسکر په شهادت رسیدلی او یویشت پاکیستانیان مردار او مرتدد سوی دی
    الله ج دی ددغه مبارکی روژی په برکت دافغان زلمی شهادت قبول کړی او فامیل محترم ته دی الله ج عوض او جمیل صبر ورکړی

  2. یاره زه خووایم دواړو خواووته پښتانه مري او غدار دوښمن یې غلوي !! ډېر احتيات اونرمي په کار دی ځکه دورور له ورور سره جنګ دی ددې مردار لیکې دواړو خواوته پښتانه قامونه پراته دي !! بل داچې درواغ وېیل ښه ندي د پاکستان سرحدي عسکر زخمي شوي او مړه شوي ندي !!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *