د اتلسمي روژې مازیګرو. د ماښام اذان ته نیم ساعت پاته و. په ښارکي د ملګرو له ډلي څخه جلا سوم یوازي د کور پرلور روان وم. خدای خبر فکر به مي چیرته و، یوچا ږغ راباندي وګړ!

ـ خیرات وکه.

د لويې لاري پرسر د تورډامبر پر چمپ ناستي خیرات ټولوونکې له خیرنې شنې چادرۍ تور ډنګر لاس راته ونیوی. د خیرات غوښتلو خبره یې بیا راته تکرارکړه. ماله جیبه لس روپۍ ورته راویستې په چټکي سره يې تربغرې لاندي کړې. نه پوهېږم . چي څه به يې کېده یوې خیرني کوچنۍ یې پرزنګون سرورایښی و. دموټرانو په دوړو خړ وریښتان ېې دچیري کمیس پرلوڅه وږه تار‎ـ تار پراته ول په توره مربا يې دسپیني کوچنۍ خولې شاوخوا لړلې وه په سپیره مخ کي ېې ګردۍ سترګي داوښکوډکي ښکاریدې. زما ترشا یوسپین کالی سړی راروان و دډاکټرانوغوندي سپینه ګردي خولۍ يې پرسروه. توربوټونه يې په تور رنګ وهلي ول په چاغ سپین لاس یې ژړ ساعت له ورایه ښکاریدی دډېرشتمن شخص څېره یې وه په راسته لاس کي یې دوې لوېې خلطې راخيستې وې په دواړو خلطوکي دخوراک ډېرشیان ول مستې، ترکاري، ام، ګیرینګیچ ، زردالو، مڼې او… کوچنۍ ورپسي منډه کړه په کږه خوله یې ورته وويل:

ـ کاکا وږې یم.

دسپینو کالوخاوند هېڅ ږغ ورته ونه کړ.همداسي روان و.کوچنۍ ماشومي په لڅو پښومنډي ورپسي وهلې سپین چاغ سړی هېڅ هم نه ورته وېل ماشومه ډېره ستړې شوه په خیرونو لاسوېې دکاکا سيینه لمن ونبوله منډي يې ورپسي وهلې ښه ترډېرو ورپسي ځغاسته.دسپینوکالوخاوند سخت خواشینی شوکوچنۍ نجلۍ یې له ځانه وشړله هغې په ستړوقدمونو بیاورپسي منډه کړه په ستړي ږغ یې ورته وويل

ـ کاکا وږې یم یوڅه خوراکړه .

کاکا ماشومي ته په قهروکتل اوبیایې په خوشکه ورته وویل :

ـ داستا له پاره نه دي رانیول شوي تاسودي خدای تبا کړي په دي فرض روژه کي خلک په تکلیفه وئ.

کاکا له خواشینې دسړک چپ لورته واوښتی.دکوچنۍ سترګي له اوښکوډکي شوي ناهیلې دجمپ پرلور روانه شوه په شنه چادري کي دناستي ښځي پرزنګون يې بیرته خیرن له خاوروډک سرکښيښود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *