تاند- پاکستان وايي چې یو جګړن یې له هغو ټپونو ومړ چې د یکشنبې په ورځ /جون۱۲/ په تورخم کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د ډزو په تبادله کې ټپي شوی و.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په تورخم کې د دواړو خواوو په نښتو کې یو افغان سرتېری هم شهید شو او د دواړو خواوو ۱۸ نور ځواکونه ژوبل شول.

پاکستاني رسنۍ بیا وايي چې جګړن جاوید علي چنګېزي له ۹ نورو پاکستاني پوځیانو سره د یکشنبې په ماښام ټپي شوی و. د پاکستاني رسنیو په وینا په دې نښته کې ۶ افغان سرتېري هم ژوبل شوي ول.

د پاکستان پوځ وویل چې جګړن جاوید علي چنګېزي نن سهار/سې شنبه/ مړ شو او مړی به یې سبا په کوټه کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.

وژل شوی پاکستانی جګړن
وژل شوی پاکستانی جګړن

د پاکستان صدراعظم نوازشریف د جاوید خان سرشیندنه ستایلې او ویلي یې دي چې نوموړي د هیواد د دفاع په لاره کې سرقربان کړ.

له بلې خوا د پاکستان (دي نیوز) ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې افغانستان او پاکستان تورخم ته نور ځواکونه لېږلي او د دواړو خواوو ترمنځ د تورخم دروازه بنده ده.

پرون د افغانستان حکومت په کابل کې د پاکستان سفیر او پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافېر د احتجاج لپاره احضار کړل.

پاکستان وايي چې جګړه افغان ځواکونو وروسته له دې پیل کړه چې دوی په تورخم کې د خلکو د تګ راتګ د کنټرولولو لپاره د نوې دروازې پر جوړولو کار پیل کړ.

خو افغانستان وايي چې پاکستان غوښتل چې د د ډیورند کرښې دې خوا (افغانستان) ته پوسته جوړه کړي.

پاکستاني چارواکي او رسنۍ هم کله د پوستې او کله د دروازې خبره کوي خو دا خبره نه تاییدوي چې پوسته یا دروازه یې د افغانستان لور ته جوړوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *