تاند- په تورخم کې د وروستیو شخړو په باب د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا نن /سې شنبه/ بیړنۍ غونډه وکړه او پرېکړه یې وکړه چې لانجه دې له دیپلوماتیکو لارو حل شي.

راپورونه وايي چې په تورخم کې حالات لا هم ترینګلي دي او تر ماښام ناوخته پوري د دواړو خواوو ځواکونو پر یو بل د درنو وسلو خال – خال ډزې کولې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا غړیو په تورخم کې د افغان امنیتي ځواکونو زړه ورتیا او له خاورې څخه دفاع وستایله.

د ملي امنیت شورا غړیو په تورخم کې د پاکستان اقدامات د نړیوالو حقوقو او موازینو خلاف او د اندېښنې وړ وبلل.

د ملي امنیت شورا په غونډه کې په دې تاکید وشو چې دا ډول مسلې باید د جګړې له لارې نه بلکې له دیپلواتیکو لارو هوارې شي.

په همدې حال کې په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال، چې اوس په کابل کې دی، ویلي چې د پاکستان له صدراعظم او لوی درستیز سره یې ټېلفوني خبرې کړي دي.

راپورونه وايي چې پاکستاني پوځیانو نن یو وار بیا هڅه وکړه چې د افغانستان په خاوره کې پوسته جوړه کړي خو د افغان امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول.

One thought on “د افغانستان د ملي امنیت شورا په تورخم کې د افغان ځواکونو زوړه ورتیا وستایله”
  1. نوی چک پستونه مه جوړوی موږ یی ورانوو موږ دغه ځلی اټک سید په ګوته کړی ځانونه وررسو انشا الله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *