د یوې ټولنې په وګړو کې چې سواد، کتابلوستنه، ښونځی، پوهنځي، پوهه، کار، تعلیم او تولید نه وي، پر هغوی باندې هر ډول ناخوالې راتلای شي، دا خلک به داسې کارول کیږي لکه نانځکې. د سواد، زدکړو، پوهې او تولید د نه شتون په صورت کې د هغې ټولنې وګړي په موهوماتو کې ژوند کوي، د تولید په فکر کې نه وي، لاس یې تل نورو ته غځیدلی وي، هر څه سرنوشت او تقدیر ته سپاري. د همدې دلایلو له مخې تل له رنګارنګ نا خوالو سره لاس ګریوان وي، لکه همدا اوس چې زموږ د ټولنې ډیری خلک ور سره لاس ګریوان دي.
ټوله نړۍ په بزنس اخته ده او افغانان هم، خو توپیر یې په دې کې دی چې نور خلک او نوره نړۍ د ژوند له پاره بزنس کوي، موږ افغانان یې د مرګ له پاره کوو. ژوند د خدای لوی نعمت دی، خو تجربې ښودلې ده چې زموږ ځینې وطنوال د دې نعمت پروا نه ساتي او هره ورځ یې په ذهن کې د ژوند منفي اړخونه ګرځي راګرځي، د همدې له پاره په منفي ډول هره ورځ، لا هر ساعت دا پوښتنې مطرح کوي:
ــ څوک مریضان دي چې پوښتنې ته یې ورشو،
ــ څوګ مړه دي چې جنازې ته یې ورشو،
ــ د چا دعا ده چې لاس ور ته پورته کړو،
ــ څوک په سرطان اخته شوي دي،
ــ چیرې بم او چاودنه شوې ده ،
ــ د چا پر لور او ښځې تیری شوی دی،
ــ د چا اولاد تښتول شوی دی او…
ټولنیز روابط ډیر ښه دي، خو نه داسې چې ته هره ورځ پوښتنه کوه چې چیرې مړی شوی او چیرې چاودنه شوې. د یویشتمې پیړۍ د دغه کال(۲۰۱۶) د خدای دغه ټیپ مخلوقاتو یوه ورځ و نه ویل چې:
ــ کوم ښونځی یا کوم پوهنځی تر نورو دا ښه دی چې موږ او زموږ نوی نسل په کې درس پیل کړي،
ــ یوه ورځ یې دا پوښتنه مطرح نه کړه چې د چا زوی یا لور له کوم پوهنځي نه په کومه درجه خلاص شوی،ــ په یوه مجلس کې هم دا پوښتنه و نه شوه چې کوم څه چیرې چا اختراع کړي، ولې یې هغوی کولای شي او موږ یې نه شو کولای؟
ــ هیڅکله یې و نه ویلې چې د خدای له مخلوق نه ژوند اخستل، د خدای مخلوق آزارول څومره لویه او نه بښونکې ګناه ده،
ــ یوه ورځې هم و نه ویل شول چې د نوي نسل روزنه او د تمدن له نوي کاروان سره یې یو ځای کول د اوسني وخت تر ټولو مهمه او لومړنۍ غوښتنه ده او باید موږ یې تر سره کړو،
او یوه ورځ یې هم و نه ویلې چې…
زموږ ګران اسلام یې د ژبې پر سر لیکلی دی، خو اعمالو ته یې چې ګورې ټول یې د اسلام د سپیڅلي دین له اساساتو سره په ضدیت کې دي او د ژوند د اساساتو پر خلاف دي.
ځینې کسان په عام ډول وايي چې کیدای شي د نړۍ خلک په دریو برخو و ویشل شي:
پاسنۍ برخه، منځوۍ برخه او ښکتنۍ برخه:
ــ پاسنۍ طبقه د خپلو ستراتیژیکو موخو د تطبیق له پاره وسلې جوړوي او تر څنګه یې ښې ډیرې پیسې تر لاسه کوي،
ــ منځوۍ طبقه د همدې جوړو شوو وسلو بزنس کوي، خپلوهدفونو ته د رسیدو په خاطر هلې ځلې کوي او دخپلې هوښیارتیا په اندازه شتمني لاسته راوړي،
ــ لاندنۍ یا ټیټه او بې عقله طبقه دغه وسلې د خپلو لاس لرلو شتو په بدل کې اخلي، په بیلابیلو نومونو ځان هم بربادوي او نورو ته هم مرګ ژوبله او ضررونه و خطرونه پیښوي.
زموږ ډیری وطنوال دا شاو خوا څلویښت کاله کیږي چې په دریمه پوړۍ خلکو کې لاس و پښې ښوروي او د یو مبهم څهد تر لاسه کولو په خاطر یې هم ځان تباه کړی، همدا نسلونه او هم یې راتلونکي نسلونه برباد کړي؛ وطن، تاریخ، جغرافیه او هر څه یې د بربادۍ د باد پر وزرو سپاره کړي دي.
د یوه تیز بینه قلموال دا ښکلې او طنزیه جملېمې چیرې له نظره تیرې شوې چې د پاسنیو خبرویو ښه کمیک او ژړاندتصویر کیدای شي:
«د استقلال غوښتنې سریال:
نیمه پیړۍ له امریکا سلاح اخلو چې روسان مات کړو، بله نیمه پیړۍ له روسانو سلاح تر لاسه کوو چې د امریکا پر ضد وجنګیږو.
اوس داسې ښکاري چې موږ د پیل کړې جګړې، د لومړۍ پیړۍ د دویمې نیمايي په پیل کې یو، خو په رښتیا نه شم کولای وړاند وینه وکړم چې نیمه پیړۍ وروسته به له چینایانو نه وسله واخلو که نه.»
پام مو وي چې نړۍ، تکنالوژي او نړیوالې هر اړخیزې اړیکې د بریښنا په څیر منډې وهي او بدلیږي؛ که موږ د منډو توان پیدا نه کړو، لکه چې اوس وروسته پاتې او د تپل شوې جګړې په دام کې نښتي یو، همداسې به نور هم له ستونزو سره لاس ګریوان، ځای پر ځای ولاړ یو؛ او ولاړې اوبه خوسا کیږي.
که د پوهې، ژوند او تمدن کاروان ته د رسیدو په غرض د حرکت او منډو تکل وکړو، نو دا منډې اود پوهې، ژوند او تمدن کاروان ته رسیدل یوازې د تعلیم او پوهې په ارابه کیدای شي.