لیکواله: فصیحه آصف خان –

راضيه د هينداري  مخ ته ولاړه وه او ځان ته به يې له بېلابېلو زاويو څخه کتل. یو وار به یې د اوږدو وېښتانو چوټي یوې او بیا بلي خوا ته واړاوه. اوږده اوږده تور باڼوګان، غټي غټي توري بادامي سترګي، جګه نرۍ پزه، جګه ونه او ګلاب ځواني به يې په ګلابي رنګ کاليو کې نوره هم ګلاب ګلاب ښکاره سوه.

د راضيې  کشري خور ناديې چي به هغه  هينداري ته ولاړه وليده، نو خندا به ورغله، ويل راضيې  بس دی نور په هينداره کي ځان مه ګوره، بيخي ستړې سوې، اخير به لېونۍ سې.  راضيه به په قهر سوه،  ويل په هينداره کي زه ګورم او زه به ستړې کېږم، ته څه مشکل لرې ؟ ناديې ويل چي زه هيڅ مشکل نه لرم، خو وېرېږم چې يوه ورځ به لېونۍ سې او له هيندارې سره به خبري کوې.

راضيې  به په خندا ورته وويل: لېونۍ ته په څه پوهېږې، زه چي هر وار  ځان په هينداره کي ګورم، نو په خپل مخ کي نوې ښکلا وينم او دا ښکلا زما خوبونه پياوړي کوي. د دې خبري په اورېدو به ناديې يو سوړ اسوېلی و ايست او په ناهيلۍ به يې وويل: ای زما ساده خورکۍ!  په ويښه خوبونه مه وينه. د ويښي خوبونه نه رښتيا کېږي. خو راضيې  به ويل چې ما د خپلو خوبونو تعبير ايستلی دی، زه پر خپلو خوبونو پوره باور لرم، دا دی و به يې ګورې، زما خوبونه به خامخا رښتيا کېږي.

د راضيې  پلار  په یوه دولتي  اداره کي عادي مامور  او مور یې د کور مېرمن وه. کورنی اقتصاد یې چندان ښه نه و، بس  ګوزاره يې کېدله. راضيې له خپلي کمبلي سره سمي پښې نه غځولې او نه يې  خپل ژوند او کورني اقتصاد ته  کتله، بس تل به يې په ويښه خوب ليده چي يو شاهزاده به پر آس سپور راځي او دا به له ځان سره د بخت کور ته بيايي.

په دې ورځو کي د راضيې د عمه  واده و. مور يې دا هم له ځان سره بازار  ته بوتله چې د ښادۍ لپاره په خپله خوښه کالي رانیسي. په دې دوکان کي يوې بلي ښځي هم  سودا رانيوله. کله چي يې پر راضيې سترګي ولګېدې، نو کرار کرار يې خواته راغله،  خوږ خوږ يې ورته وکتل او بيا يې د راضيې له مور سره  روغبړ وکړ، تر لږ مجلس وروسته يې يو د بل د کور ادرسونه هم سره واخيستل او رخصت سول.

څو ورځي وروسته  د راضيې  دوی د کور مخ ته يو ډېر قيمتي موټر ودرېد. له موټر څخه هغه ښځه راکښته سوه چي څو ورځي دمخه يې له راضيې  دوی سره په بازار کي ليدلي وه. يوه بله ښځه چي په سرو زرو کي له سر څخه  تر نوکه پوري  بار وه هم راکښته سوله. ښځه روبينه نومېده او ويل چي بله ښځه يې خور ده. روبينې يو ګړی ورووسته وويل:  يو شاهزاده  او ګلالی زوی لرم چي سکندر نومېږي،  شکر  خدای هر څه راکړي دي، خو په کور کي د يوې مږور کمی دی بس، که ستا لور راضيه  زما سکندر ته راکړې، نو دا ارمان به مي هم پوره سي.

د راضيې مور حيرانه سوه چي دې شتمني ښځي د دوی غريبانه کور  هم وليد، خو بيا هم غواړي چي د دې لور خپل زوی ته وغواړي. په دې پسي د سکندر مور څو واره نوره  هم په مرکه راغله ، ويل ستاسي سره مي دوستي زړه غواړي.  که څه هم د ناديې مور زړه نازړه وه، خو د راضيې د  پلار خوښه وه او راضيه  هم خوشاله وه، هغه و چې د راضيه  دسمال يې ورکړ.

په دې وخت کي راضيه  له خوشاليه په کالو کي نه ځايېده. خوشالي يې نه سوای پټولای، په نخرو نخرو خپلي خوني ته ولاړه او هينداري ته ودرېده.  دا وار يې له ځان سره يوه نرۍ سندره هم زمزمله کوله. خور يې خوني ته پسي ورغله. راضيه  موسکۍ سوه،  په داسي حال کي چي په يوه لاس يې خپل اوږده وېښتان يوې خوا ته اړول ناديې ته وويل: خورکۍ څنګه ودي ليده چي زما باور سم وخوت؟  ما خو درته ويلي وه چي زه پر خپلو خوبونو باور لرم، دا دی اوس خو دي زړه ته ولوېده چي په ويښه خوبونه هم رښتيا کېږي، اوس به زما د خوبونو شاهزاده راځي او ما به خپل کور ته بيايي.

څو ورځي وروسته روبينې خاله د سکندر يو يادګاري عکس راضيې دوی ته راواستاوه.  سکندر رښتيا هم لکه شاهزاده ګلالی و، بس لکه راضيې چي غوښت،هماغسي ښايسته هلک و. اوس نو راضيې  يو بل مصروفيت پيدا کړ، ټوله ورځ به يې يا د سکندر له عکس سره خبري کولې او يا به يې په هينداره کي ځان ته  کتل.

دوې مياشتي وروسته د راضيې او سکندر واده په ډېر ډول او درازه سره تېر سو. د سکندر کور  به نو څه و چي   سمه ماڼۍ وه. په دې ښکلي کور کي راضيه  او سکندر رښتيا هم چي د شاهزاده ګانو غوندي ښکارېدل، دا کټ مټ هغه ماڼۍ وه چي راضيې په خوبونو کي ليدلې وه او سکندر هم هماغه شاهزاده و چې دې غوښت.

راضيه  د سکندر له کور سره ډېر ژر عادي سوه.  دا چي د مېړه په کور کي ډېره خوشاله وه، نو د مور کره به هم  ډېره نه تلل. روبینې خاله به د  خپلي مږور  هر ناز  او هره خبره منله او سکندر خو به د راضيې د سترګو په اشارو د هغې هره غوښتنه پر ځای کوله. د واده دوې مياشتي تېري سوي وې، خو راضيې هيڅ کار ته ګوتي نه وې وروړي، ځکه چي ضرورت يې نه و، د کور ټول کارونه مزدورانو کول. راضيه  ډېره خوشاله وه، سهار او ماښام به يې نوي نوي کالي اغوستل او ځان ته به يې د سينګار ډول ډول توکي رانيول، فکر يې کاوه چې د نړۍ ټوله نېکمرغي د دې په برخه  سوې ده.

هر څه سم روان وه، خو راضيې ناڅاپه د سکندر په سترګو کې يو ډول ناهيلي او  پټ غم احساس کړ، دا هغه څه و چې راضيه  يې له ژور خوب څخه راويښه کړه.  يوه شپه ناوخته سکندر د سر له درد  څخه په تکليف سو او چيغو يې ټول کور پر سر واخيست.  ورسره سم  ټول کور په وير ولړل سو. سکندر يې روغتون ته يووړ او سهار يې په کټ کي بي سده کورته راوړ. لکه د کلونو ناروغه چي وي، د مخ پوست يې وچ کلک سوی او تک ژيړ اوښتی و.  کله چي به په سد کې راغی، نو د سر له درد څخه به يې چيغې کړې او ورسره به يې خواګرځی هم شروع سو، نيم ساعت به همداسي و چې بيا به بې سده سو.

د راضيې زړه مات سو او ورځ په ورځ ناهيلې کېده.  اوس يې په اوونیو اوونيو کالي نه بدلول، نه به هينداري ته درېده او نه به يې ځان سينګاراوه. هر څومره چي د سکندر ناروغي اوږدېدله د راضيې اندېښنې هم ورسره ډېرېدلې.  هره ورځ به يې داسي احساس کاوه لکه د خطر زنګ چې يې په غوږو کې ازانګې کوي. روبينې خاله به د راضيې  په مخ کي ځان زړور ښوده، خو له څېرې يې داسي ښکارېده لکه ټوله شپه چې يې ژړلي وي.

د روبينې خاله پټي ژړا راضيې  ته شک ورواچاوه. يوه ورځ  يې په چيغو چيغو ځان د روبينې غېږې ته ورواچاوه، ويل مورې  د خدای پر پار ماته ولي نه وايې؟ په سکندر څه سوي دي؟ ولي داسي ناببره ناروغه سو؟  روبينې خاله که څه هم نه غوښتل راضيې  ته رښتيا ووايي، خو راضيې مجبوره کړه چې هر څه سپين ورته ووايي. ویل زويه زه او ته دواړي بدمرغې سوو.  سکندر  د سرطان ناروغي لري  او ډاکټران وايي چې د يو څو شپو مېلمه دی. بس لوري لوی خدای ته به صبر کوو، بله چاره نه لرو.

د دې خبري په اورېدو د راضيې پر سترګو توره  تياره راغله،  په يوه شيبه کي هر څه بدل سول، له اسمان څخه ځمکې ته راکښته سوه. په دې وخت کي يې د خپلي کشري خور ناديې خبري په غوږ کي ازانګه وکړه چي ويل به يې: (( ای زما ساده خورکۍ!په ويښه خوبونه مه وينه، د ويښي خوبونه نه رښتيا کېږي))

په دې وخت کي د راضيې ژړا له روبينې سره يو ځای سوه او کور يې پر سر واخيست. روبينې خاله د خپل زوی او راضيې د خپل تور بخت له غمه ژړل. راضيې په چيغو چيغو وپوښتل: روبينې خاله تا ولي زما له ژوند سره داسي لوبه وکړه؟ راته ووايه ولي دي داسې وکړه؟  ستا د زوی د ژوند شپې او ورځي خو هسي هم په شمار وې، خو زما ژوند دي ولي  ورسره خاوري کړ؟ روبینی خاله په ژړا ورغبرګه کړه:  دا د يوې مور بې وسي وه چې د خپل زوی اخيري هيله ورپوره کړي.  ما د لومړي ځل لپاره خپل زوی تر واده وروسته خوشاله وليد،  لوري ما وبخښه.  يوې خواته د راضيې  په وجود کې د ژوند هيلو  اخيري سلګۍ وهلې او بلې خوا ته  د سکندر  د  ژوند اخيري سلګۍ وې، خو لږ شيبه وروسته د سکندر وجود  د تل لپاره ارام سو، خو راضيه  يې د تل لپاره په وير کي پرېښووله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *