انسان تښتونه تر ډیره بریده د تورو پيسو پیدا کولو، له تِښتول شویو د غیر مشروع ګټو اخیستلو، جنسی اړیکو، انتحار  او د جګړو لومړیو لیکو لپاره دانسانانو روزلو او استولو په موخه کارول کیږي.

ډیر ماشوم وم اوریدل به مې فلانکې د فلانکي ځوي د خښتو بټۍ کې خرکار دې ( ) دومره کلونه وشول له کوره ورک دی، علت به یی د خښتو د بټۍد خاوند له خوا د نوموړي روږدي کول او یا قرضداري کول و چې په دې توګه به یی آزاد انسان غلام کړ!

په هیواد کې انسان تښتونه کټ مټ د (۹۰) لسیزې د فزیکي پاټکونو پر ځای د روحي پاټک اچونې تکرار دی؟

زموږ دین، کلتور او عقاید په یوه غږ له دې ناروا عمل سره په ټکر کې دي اما انسان تښتونه هاغه مهال په کاروبار بدله شوهچې د قدرت واګې د داسې کسانو لاس ته ورغلی چی له پخوا په قلنګ، باج او په یوه او بل نامه دپیسو اخیستنې عادت یی درلود . چا چییی له فرمانه سرغړونه کوله په دغه ډلګیو یی ګواښوه!

له انسان تښتونکو د ګواښونکې ډلې په توګه کار اخیستنه پیل شول، هرې سیاسي او مافیايې کړۍ د یوه ډلګې د ساتلو او رزولو تابیه وکړه، دا ډلګې کرار کرار په لویو ډلګیو بدلې شوې، د هیواد دننه او بهر یی له نورو ورته ډلګیو سره اړیکې پیدا کړئ، یو څوک یی د هیواد پلازمینه کابل کې اختطاف او په دوبۍ کې یی د پیسو په بدل کې خوشې کړ!!!

د لارو په سر یی د خلکو لوټل شروع کړل، حرفوي اختطافچیان یی وروزل او دومره برلاسي شول چې په سیاسي نظام کې یې د خپل خوندیتوب په موخه چارواکي وګمارل او یا یې په پیسو واخیستل.

هیواد مشره!

 انسان تښتونکو، د مخدره موادو قاچاقبرانو، د لاجوردو کیندونکو او سیاسي مافیایي کړیو لاس یو کړئ، غواړي

دا نیمه ژوندی هیواد له اقتصادي او سیاسيبی ثباتې له ګواښ سره مخ کړي، ورځ تر بلی ملی سرمایه د هیواد له پولو وځي او هر توانمند هیوادوال د کورنۍ د خوندیتوب په موخه له هیواده باسي، کیسه کرار کرار منځنې طبقې ته رارونه ده او بیا به تر کراچي وانه وغځیږي، ډاریږم خدای مکړه د پایتخت کوڅې د وحشت، انسان تښتونې او قتل پر مرکزونو بدلې نشي؟؟؟

هسې نه څوک له ډاره بی وسلې او بی ډلې له کوره د وتلو جراآت ونکړي او یا ماشوم د وسلې په زور تر ښوونځي ورسوي، خدای مکړه هاغه مهال به د ښوونځي دروازه هم تړلې اوسي.

دا هر څه څنګه داسې په اسانې ترسره کیږي، امنیتي ارګانونه ولې دا موضوع سطحي انګیري ، او ولې خلک له هیواده وتلو ته اړیستل کیږي؟؟؟
هیواد مشره فقط د امید سترګې ستاسو پر لور اوړي او بس!!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *