تاند: ابوبکرجبارخیل- ولسمشر محمد اشرف غني سره د چارشنبې په ورځ ارګ کې سیاسي مشرانو د یوې ناستې په ترڅ کې په یوه خوله د تورخم جګړې حل له دیپلوماتیکو لارو وغوښته خو د هيواد د دفاع لپاره یې د حکومت چمتووالی، احضارات او هلې ځلې وستایلې.
ولسمشر غني وروسته له هغې له سیاسي او ملي مشرانو سره یاده ناسته کوي چې په تورخم کې د پاکستان له لوري د تاسیساتو د جوړیدو پرسر د راولاړې شوې جګړه خپلې دریمې ورځې ته غځیدلې او له امله یې داوړو لوریو ته تر دې دمه لسګونه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
په دې ناسته کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، وویل، د افغانستان دولت د جنګ پر ځای له ډيپلوماتیکو لارو په تورخم کې د رامنځته شوې ستونزې سوله ییز حل غواړي.
سیاسي او ملي مشرانو د افغانستان د دولت د دریځ په تائید وویل: (( موږ جنګ نه غواړو، خو د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه او دفاع زموږ حق دی او له ډيپلوماتیکو لارو څخه د مسایلو د حل غوښتونکي یوو، له حکومت څخه مننه کوو، چې د ملي مسایلو پرمهال وخت پر وخت له سیاسي مشرانو سره مشورې کوي.))
یاده دې وي چې په تورخم کې له تېرو دریو ورځو راهیسې د پاکستانيو پوځیانو له خوا په صفري نقطه کې د پوځي تاسیساتو د جوړولو د مخنیوي پر سر د افغان سرحدي ځواکونو له مخالفت سره سم نښتې کیږي چې دواړو لوریو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.