تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر حضرت عمر زاخېلوال او پاکستاني چارواکو ترمنځ پر اوربند له موافقې وروسته نن /چهارشنبه/ ماښام مهال په تورخم کې افغان او پاکستاني ځواکونو اوربند وکړ.
له تورخم څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، د دواړو هیوادونو پوځیانو د دیورند کرښې دواړو خواوو ته د سولې او اوربند په نښه سپین بیرغونه پورته کړل.
څرګنده نه ده چې د افغانستان سفیر له پاکستاني چارواکو سره د کومو شرایطو پر اساس موافقې ته رسېدلی خو پاکستان وايي چې د اوربند له نفاذه وروسته پاکستان پر کرښه د دروازې د جوړولو کار بېرته پیل کړ.
خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر زاخېلوال وايي چې دواړو خواوو موافقه کړې چې د دروازې د جوړولو کار به درول کېږي او وروسته به پرې موضوع خبرې کېږي.
پاکستان همداراز وايي چې تر دې وړاندې نن ورځ پاکستاني پوځیانو د افغانستان لور ته د درنو وسلو ګولۍ وویشتې.
راپورونه وايي چې په تورخم کې د افغانستان او پاکستان سرحدي چارواکو په خپل منځ کې لنډه کتنه وکړه او ورپسې دواړو خواوو سپین بیرغونه پورته کړل.