تاند- په ایران کې یو افغان کارګر چې ۴۰ متره ژور څاه ته لوېدلی و، ژوندی خو ټپي راوایستل شو.

ایراني رسنۍ وايي چې د پنجشنبې په ورځ د تهران د لویزان په سیمه کې یو افغان کارګر په دې خاطر په څاه کې ولېده چې د ختلو په وخت یې پړی پرې شو.

په ایران کې اکثره سخت او له خطره ډک کارونه لکه د ژورو څاه ګانو کیندل، پاکول، تر مځکې لاندې د کانالزیسیون جوړول او نور… افغانان کوي.

په دومره (عکس) کوچني خو ۴۰ متره ژور څاه کې، چې ډېر لږ اکسیجن انسان ته رسېږي، کار کول، په ایران کې د افغانانو د سختیو یوه نمونه ده.

د ایران د اطفاییې د ادارې ویندوی سید جلال ملکي وايي، دغه افغان کارګر، چې عمر یې ۴۵ کاله دی، له څاه څخه د وتلو په ترڅ کې ولوېد ځکه چې هغه پړی پرې شو چې دې پرې له څاه څخه راووت.

د ملکي په وینا افغان کارګر، سخت ژوبل شوی او اوس په روغتون کې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *