په تورخم کې د روانې اونۍ په لړ کې درې ورځې خونړۍ نښتې وشوې، د نښتې پيل هم پاکستان وکړ او پای يي هم د دوی لوري وو په دې نښته کې د افغانستان تلفات درې تنه شهيدان او يولس ټپيان او د پاکستان تلفات بیا د دوو افسرانو په ګډون ۲۵ تنه او ديرش ټپيان وو، البته باید و وايم چې دا په ټول کې ددې نښتې هغه خبري برخه وه خو پوښتنه داده چې ولې نښته؟

ټول په دې خبر دي چې پاکستان په تورخم کې د دروازې د جوړولو تابیا کړې وه، تر دې مخکې ددې دروازې په اړه پاکستان د افغانستان د کورنیو چارو له وزارت، دفاع له وزارت او ملي امنيت شورا سره ګډه ناسته کړې وه او ناسته د افغانستان د درې ګونو ادارو د استاز په شتون کې شوې وه، دا چې پاکستان له هرې خوا تر فشار او انزوا لاندې وو نو يي وړاندیز کړی وو چې له صفري نقطې ډیرش متره لرې به دروازه جوړوي څو له پاکستان څخه افغانستان او له افغانستان څخه پاکستان د تلونکو ټولو خلکو هويت، ويزه، شناختي کارت او نور جزييات دوی ثبت کړي دوی دا کار ځکه وکړ چې له ننه يو کال مخکې همدا کار افغانستان په خپله خاوره کې پيل کړی، مشخصې کامرې لګول شوي او هرڅوک پرته له دې چې پوی شي تر ټرس يا کمپیوټري چک وروسته له تورخمه  را ووت.

2پر همدې پريکړه وشوه چې دا دروازه به پاکستان له صفري ځای څخه ديرش متره شاته د موقتو تاسيساتو په توګه جوړوي خو پاکستان دا نه غوښتل ځکه په هوکړه کې د موقتو تاسيساتو او له صفري نقطې دیرش متره لرې والی دې هیواد ته د منلو نه وو او کوښښ يي کاوو د يو اړو دوړ په شتون کې افغانستان ګرم کړي او را مخې ته شي، دا چې تلفات يي ډير وو،په ټولنیزو پاڼو کې يي د يو مشخص قوم له ادرسه ځينې ويډيويي پيغامونه خپرول يا يي  سرحدي خلک په زوره له پاکستاني پوځ څخه ملاتړ ته اړ ويستل دوه لاملونه وو:

الف: دوی غوښتل په صفري برخه کې ددې دروازې په جوړيدو  سره يو ډول ډيورنډ کرغيړنې نه منل شوې او نارسمي کرښې ته رسميت ورکړي او له همدې امله له افغانستان څخه يو سند واخلي او د ورته سند هڅې په نواپاس د کونړ، ګوشته،انګور اډه او د خوست او پکتیا په ځینو سیمو کې هم شوې وې خو پایله يی نه لرله.

ب: پاکستان اوس ددې  لپاره چې د هرې ورځې په تيريدو سره يي قبايلي سيمې له لاسه په وتلو دي او قبایل د پاکستان قانون نه بلکه هغه د انګریز د وخت منل شوي اصول غواړي کوښښ کوي په ورته نښتو  سره قبایلي سيمې خصوصا هغه چې له افغانستان سره نيږدې دي له قبايليته را وباسي او د خيبرپښتونخواه د صوبې يوه برخه يي کړي او په دې سره کرار کرار ازاد او ياغي قبایل خپل قانون ته يل کړي او پاکستان ددې کار لپاره د قبایلو د ترور، کډه کولو، تورنولو، بمبار کولو او…. هڅې ان لا دوه کاله د مخه پيل کړي دي او په قبایلو خصوصا وزیرستان، کورمه،مومندو او…. کې اوس هم د غرب غصب په نوم تباه کونکي عملیات روان دي چې په لړ کې يي زرګونو قبایل مشران د پښتونخواه ځينو سیمواو د افغانستان خوست، پکتيا او ننګرهار ته را کډه شوي دي.

برنیو څو لاملونو ته په کتو سره پاکستان په پیل شوي شرارت کې ځکه پاتې راغی چې یو لوري ته يي عملا هوکړه کړې وه او بل لوري ته يي پرته له دې چې سرحد معلوم وي پر افغانستان تیری وکړ، ځکه ډيورنډ کله هم د پاکستان رسمي سرحد نه دی او  د افغانستان له لوري کيدونکې کړنې پاکستان نشي کولای په سرحدي سرغړونه کې راولي ځکه که چیرته تورخم رسمي سرحد وی په صفري نقطه کې به نه زموږ پوستې وی او نه به هم د تخنيکی تلاشي برخه بلکه باید افغانستان ته هم معيار  ديرش متره لرې والی وی خو داسې نه ده ځکه افغانستان د خپلې خاورې داعیه په هر حال ژوندۍ ساتلې او بله خبره داده چې پاکستان په هره هوکړه کې له افغانستان سره د سرغړونې اوږد تاریخ لري نو دوی فکر کړی وو چې راځه دا به هم د تیرو ټرانیزيتي،سوداګریزو ياهمکاریو د هوکړ په څير  ماته کړي او خپله ګټه به پکې وکړي او افغانستان به يوازې ګيلې وکړې خو د پاکستان دا وړاندوينه هغه وخت غلطه ثابته شوه چې له کابله په تورخم کې افغان سرتیرو ته د جنګ او خپلې خاورې د ساتنې لارښونه وشوه او ډير سرتیري په کمکي شکل تورخم ته ولاړل.

اوس اوس پاکستان وروسته له دې چې يو ډول د افغان حکومت د جدي سياسي غبرګون تر څنګ له نظامي برخورد سره هم مخ شو نو بیرته يي په هغه پخواني ټاکل شوي ځای کې د تاسيساتو جوړه ولو ته زړه ښه کړی دی خو هغه هم په داسې شکل چې ورته کيدونکي تبلیغات يي تر ډيره داسې کړي چي ګواکې میدان دوی ګټلی دی او په افغانستان کې يي هم ځینو مشخصو استخباراتي کړيو ته دنده ورکړې څو  په دې اړه تبلیغ وکړي او يو ډول پر ځان شته فشار کم کړي او افغان حکومت هم له ورته یوې ستونزې سره مخ کړي ځکه پاکستان تل غچ اخلي او دا چې اوس په ټولنیزو پاڼو کې ځينې عقده من او افسانوي څيرې کوښښ کوي تبلیغات وکړي او ځانونه د ډيورنډ له غمه مړه وبولی دا هغه څوک دي چې دوی ډير مخکې د ډيورنډ باید ومنل شي نارې وهلي او تل يي مشخص قوم ته سپکې سپورې کړي دي.

د همدې هوکړې يوه کاپي ما هم تر لاسه کړې هغه څه چې پاکستان پرون وکړل او نن يي کوي د شوې هوکړې پر خلاف وه که چیرته پاکستان پرون په ارامه په ټاکل شوي ځای کې موقتي تاسيسات جوړ کړي وی نو نن به نه نښته کیده نه به يي ۲۵ تنه سرتیری يا افسران وژل کیدل خو پاکستان چې اوس په سیمه کې يي د ليوني سپي عادت خپل کړی دی کوښښ کوي په هر ډول شر کې خير ولټوي خو لکه څنګه يي چې طالباني پروژه له لاسه و وتله، لکه څنګه چې د بوټو اونصیر الله بابر  د لاس ايښودل شوی نیالګی طالب ټوټه شو نو دا يي درک کړې چې د هرې ورځې په تیریدو سره يي حالت خرابيږي.

پاکستان په رواني جګړه کې ډير مخکې دی د نښتې له پيل سره سم يي چې کله علي چنګيزي ورته افغان ځواکونو وغځاوو دستي يي هغه په لندن کې ميشت هزاره افغاني الاصله انګریز جعفر عطايي کوم چې د ټوټاپ او…. په نوم يي ولسمشر ته د يو قوم له ادرسه توهين وکړ او په لندن کې يي نړۍ والو ته له پاکستان څخه د شکايت په خاطر د ولسمشر ناسته ور اخلال کړه را پيدا کړ او د تورخم نښتې ته يي قومي بڼه ورکړه، هلته يي ډير لرې لطيف پدرام ته هم د يو څه په ورکولو سره له هغه وغوښتل څو د ولسي احساساتو د کابو کيدو په خاطر دې نښتې ته قومي بڼه ورکړي ځکه پاکستان ډاریده چې افغان ولس که يو وار  تورخم ته مخه کړه بیا به ناشوني وي چې دوی دې ورته ټينګ شي او همدا احساس دوی درک کړی وو چې له تلفاتو سره سره  يي ځواب او غبرګون ډير جدی نه وو.

اوس نو پاکستان يو وار بیا د ځینو کړيو پر مټ د تبلیغاتو او شته لاسته راوړنو د مخنيوی او خپلې انزوا د لږ ښودلو په خاطر کوښښ کوي د  تبليغاتي جګړې نوی ماډل نندارې ته وړاندې کوي چې ولس باید ډير زیات ورته متوجې وي، ولس باید پوی شي چې دلته ډيری د افغانيت اوانسانيت په نوم مبارزین ددې وطن اصلی دښمنان دي او له همدې لارې خو له دې باندې پيسې او پروژې تر لاسه کوي.

3 thoughts on “د تورخم نښته او د پاکستان ماتې (پټ راز او ډيرې خبرې):اکرام الله اتل”
  1. دالله،ج، په نامه
    سلامونه اواحترامات،،
    که غواړو چي وطن جوړ کړو نو اول بايد دافغانستان حکومت په دسي يوي قوئ کار وکړي چي هغه دافغان نوم ته ژمن وي،دهغي قوې
    کار بايد داوي چي هرهغه سوک فردي غلام وي بيغير له محکمي له سحني لري کړي او مردار يى کړي ،نوهلته مونږ کولي شو چي دښمن ته ماتي ورکړو ،وسلام

  2. کاملا همداسې ده ، د تورخم تاریخې پېښې باندی باید ډیر تاءمل وکړو، دا موضوع باید هراړخیزه وڅیړل شی. د افغانستان د وسله والو قواو شهامت ، تجربه ، کارې وړتیا، د ولس پراخه ملاتړ او په داوطلبانه توګه د ځوانانو تیاری د پاکستان پرضد د رزم او جنګ تیاری ، د زبون دښمن په مقابل کې د افغانستان د ټولو قومونو ،سیاسی ګوندونو او مشرانو اتحاد او یوالی، د هر غلیم پرضد د مسلحانه قیام ته تیاری ، دښمن ته ځانی ، مالی، اقتصادی او اخلاقی ماتی ورکول ، د دښمن د 40 کلونو سیاسی – نظامی – اقتصادی سرمایه ګذاری خنثی کول او …. دا ټول هغه څه دی چې افغانی لوری د دریو ځوانانو د قربانی په بدل کې د دری ورځني جګړې په جریان کې ترلاسه کړل .

  3. د تورخم تاریخې پېښې باندی باید ډیر تاءمل وکړو، دا موضوع باید هراړخیزه وڅیړل شی. د افغانستان د وسله والو قواو شهامت ، تجربه ، کارې وړتیا، د ولس پراخه ملاتړ او په داوطلبانه توګه د ځوانانو تیاری د پاکستان پرضد د رزم او جنګ تیاری ، د زبون دښمن په مقابل کې د افغانستان د ټولو قومونو ،سیاسی ګوندونو او مشرانو اتحاد او یوالی، د هر غلیم پرضد د مسلحانه قیام ته تیاری ، دښمن ته ځانی ، مالی، اقتصادی او اخلاقی ماتی ورکول ، د دښمن د 40 کلونو سیاسی – نظامی – اقتصادی سرمایه ګذاری خنثی کول او …. دا ټول هغه څه دی چې افغانی لوری د دریو ځوانانو د قربانی په بدل کې د دری ورځني جګړې په جریان کې ترلاسه کړل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *