عربو کره کتونکو به ویل چې ماناوې په لارو کې پرتې دي. خو مانا داسې شی نه دی چې په لارو کې دې هر څوک ومومي. هر شی یوه مانا لري. حتا هره کلمه د یوې مانا لپاره وي. خو په شاعرۍ کې د کلمو مانا وې داسې نه دي. موږ ممکن فکر وکړو که ګل یاد شي؛ نو وصفي مانا به یې ښایسته بارخو وي. که چنار یاد شي؛ نو وصفي مانا یې لوړوالی دی. خو شاعري د کلمو په وصفي ماناو کې، داسې اعتراف نه کوي. د شاعر لپاره د مانا جوړښت د لفظونو ترمنځ تناسب دی.

فضل ولي ناګار
فضل ولي ناګار

 شاعري د مانا په جوړښت کې  یوه داسې تله لري چې نثري منطق ماتوي. نثري منطق په شاعرۍ کې د مانا فراواني له منځه وړي. په دې مانا چې شاعري د نثرپه څېر دکلمو په عادي ماناو روږدې نه وي. بلکې شاعري خپله کلمو ته ماناوې ټاکي. اوپه هر شی کې دا قدرت وي چې  په بېلا بېلولیدلورو، وتلل شي. دغه مانا را اخستل شاعرانه منطق غواړي. دغه منطق باید داسې اوډون شوی وي. چې لوستونکی دمانا په کیفیت کې غرق کړي. او خپله د کلمود ارواحو څخه د مانا  درک وکړي.

نثري منطق دا دی چې که د یو چا په توصیف کې که ووایو چې ستا ځواني لکه چنار ده. دا خبره به شاعرانه سیوری ولري.مګر کیفیت یې د نثر دی.منطق یې د نثر دی. ځکه موږ پوهیږو چې چنار د جګوالي توصیف لري. خود استاد ناګار په لاندې بیت کې د دچنار د مانا لپاره یو بل توصیف جوړ شوی دی، چې ممکن د چنار په خواصو کې تر ټولو کم وي. ولې استاد ناګار په لوړه پرایه ارایه کړی دی.

چې د پت د پګړۍ مینه پرې ماتیږي

شنې شنې پاڼې دې غونچه ساته چناره

او یا داچې:

له عمره پکې لامبي د ګودر اوبو وې نه وړل

درانه دي د چنار، سنځلو سیوري په رنګ  رنګ

(استاد ناګار)

 په پورته دواړو بیتونو کې د چنار لپاره نوې مانا په لومړي بیت کې ( پت) او( پګړۍ) او په دوهم بیت کې د( درانه) کلمو جوړه کړې ده. په لومړي بیت کې اصل هم پت او عزت دی. په ژمې کې ټولې ونې بربنډې شوې وي.او ونې چې ښکلې دي په پاڼو ښکلې شوې دي. په  بربنډ حسن کې هغه کیفیت نه وي چې تلوسه مو راوپاروي. او پګړي د هغه چا په سر خوند کوي چې پت ساتونکې او عزت ساتونکی وي. څوک چې حسن نه بربنډوي د دستار سړی وي. هغه خوشال بابا خو لا پخوا ویلي و: چې دستارتړي هزار دي. د دستار سړي په شمار دي. او استاد ناګار په داسې انداز حسن ته خطاب کوي چې ماناوې یې فرواني لري. ماناوې یې متعددې دي. نو چنار ته خو ځکه وایي چې ستا ښکلا په پاڼو کې ده. او د پګړۍ تړل په عزت کې خوند کوي.

ځینې کره کتونکې وایي چې د شعر مانا د شاعر سره وي. نو بیا خو تحقیق او کره کتنه کول هسې خبره ده. مګر دا خبره سمه نه ده چې د شعر مانا د شاعر سره وي. د شعر مانا په لفظونو کې وي. او لفظونه د مانا په لحاظ سره اوډون شوي وي. نو څوک چې ددغو لفظونو د مانا تشخیص نه شي کولای؛ نو همدا خبره کوي. خو دوی له شاعري څخه هم خوند نه شي اخیستی. ځکه چې د شعر په مانا نه پوهیږي. شاعري د مسرو د کلمو ترمنځ یوه ومانا شیندي.او بیا ددې مانا لپاره د کلمو ارواوې سره تړي. همداشی په مانا کې فراواني راولي. همدا شی د بیت مانا پراخوي او زیاتې ماناوې تر راوځي. همدا مانا فراواني ده. تاسې داستاد ناګار هغه  پورتنی دوهم بیت ولیدو چې د ګودر، اوبه ، لامبو باندې یې یو شاعرانه منطق وړاندې کړی دی. دا خو فطري خبره ده چې هر ډول ونې په ځای ولاړې وي او لویږي. که د زمانې هر ډول سیلاب پرې راشي دوی قایم المقام وي. نو اوبه به ددوی سیوري څنګه یوسي. او درانه خلک د چنارونو غوندې په هر حالت کې ولاړ وي. شکوه، درد، فریاد، دوکه… ددوی په خویونو کې نه وي. او د دا، وړ خلکو، د سیوري نه هم خلک حیا کوي. نو اوبه به څنګه د چنار او سینځلو سیوري یوشي.

دا خبرې په نثر منطق کې خوند نه کوي. ځکه چې نثري منطق دې خپل داخل ته نه پریږدي. او تر څوبه ور سره وې چې ټولې خبرې  یې نه وي درته کړې. خو شاعري داسې نه کوي. په پورتنیو دواړو بیتونو کې چنارونه داسې استعاري دي چې تصویري بیان یې زیږولی دی.همدغه تصویري بیان په شعر کې نثري منطق له منځه وړي. په نثر کې ټول دلیل د خبرو وي. خو تصویري بیان، خبرې نه کوي. یو عمل در ښکاره کوي. او لوستونکي په اسانه د بیت تل ته ورکوزیږي.

همدغه پت، پګړۍ او درانه داسې قرینې  دي چې د چنار اصلي مانا یې په غیږ کې نیولې ده. په همدغه کلمو کې د مانا فراواني پرته ده چې له خپلو اصلي وصفونه یې پرېښودلي دي او نور وصفونه یې پیدا کړي دي. همدا د مانا نازک خیالي ده. چې مانا فراواني پیدا کوي. یانې ددې کلمو په واسطه مو زیاتې ماناوې په بیت کې پیدا کړې دي. کله چې د بیت دکلمونه زیاتې ماناوې را وباسل شي مانا فراواني ده. مانا فراواني د مانا د زیاتوالي په مانا ده.

د کلمو وصفونو ته تغیر ورکول د ناګار د شاعرۍ مزاج دی. ددې نه لویه جګړه د لفظ او مانا څنګه وي.او همدې شي د ناګار په شاعرۍ کې د مانا فارواني رامنځ ته کړې ده.

 استاد ناګار د مانا یو داسې استاد شاعردی چې مړه او بې مانا کلمو ته به ماناوې  ورکوي.ځینې کلمې داسې وي چې خپله یو ډول د مانا تعدد لري. لکه ګودر، مازدیګر، مینه، درد، عشق، او … دا هغه کلمې دي چې د مانا په جوړښت کې د شاعر سره مرسته کولای شي. خو ځینې کلمې د مانا په جوړښت کې ذاتي کردار نه لري. دوی د ستربلونو او اوستربلونو غوندې خاصیت لري. ددغو کلمو ګونګوالی  له منځه وړل یو هنري تجربه غواړي. چې د نورو کلمو په واسطه د مانا په جوړښت کې تعدد خاصیت پیدا کړي. دغو کلمو ته د مانا و راوستل یو هنري تړون غواړي. ګورئ یو خو هره کلمه د یوې خاصې مانا لپاره ټاکل شوې ده. چې مفروضي مانا ګڼل کیږي. مګر ځینې کلمې د خپل لطافت له مخې یوه خیالي مانا هم لري، چې شاعري پرې ولاړه ده تاسې د استاد ناګار بیت وګورئ:

شیخ شکې په زمزمو شو، کړنګ یې وکه چې جام پریوت

نه هوجرې د پښتنو دي په کې شور د ننګ ونام دی

(ناګار)

کړنګ او شور داسې کلمې دي، چې یوازې یوه فعلي صحنه مو سترګو ته دروي. دا دوې کلمې د هغو برنیو کلمو غوندې نه دي چې موږ ته دې متعددې ماناوې را کړي. د ګودر د ګلمې سره د جینیو تصویر تړلی وي. خو د ګړنګ کلمه  یوازې د یوې فزیکې مانا ذهنیت راکوي. او شور هم د ګړنک غوندې خواص لري. خو استاد ناګار په کړنګ او شور کې د مسرو د نورو کلمو په واسطه د مانا فراواني او یا تعدد را وستی دی. ځکه چې کړنګ یو صوتي اسم دی. چې د زمزمو او جام پریوتو دواړو کې شتون لري.نو اوس د جام پریو تل یو بل کیفیت راکوي. ځکه جام پریوتل، ممکن ورخطایي وي. او دا ورخطایي کیدای شې د دلبر د نظرپریواته وي. او د زمزمو کړنګ هم یوبل تصور مو سترګو ته دروي.

او بیا د هجرې کلمه د شور سره ډېره په تناسب کې ده. د پښتنو هجرې د میلمنو نه خالي نه وي. په دغو هجرو کې د ځوانانو مستي، د پیغلو سوردوونه، یو خاص شور لري چې د شور د کلمې هم نور تصویرونه ذهن ته  را  تداعي کړل. او دغه هر تصویر د مانا یو بیل کیفیت لري. او ددغو ټولو کلمو تر منځ یو شریک تړون هم شته چې په بیت کې یې ننګ راوستی دی. او همدا د ننګ کلمه هم د همدې کلمو د اتفاق نه را ټوکیدلې ده. همدا د مانا فراواني ده چې د ناګار شاعري یې ژوره کړې ده. خو دغه ابهام خوندور هنري کیفیت لري. ددې بیت مانا د کلمو له مخې دا ده چې: شیخ ته خو ساقي خانه هوس ښکارېده او د هوس ځایونه په مادي ګټو سمبال وي. نو کله چې  جام  پریوت د ساقي عمل داسې و: لکه د یوه پښتون په هجره کې، چې د میلمه نه، پیالې ماتې شي. نو د پښتون عمل د ننګ ونام وي، هېڅ وخت په دغه ننګ ونام، په مادي شیانو خراب نه کړي.نو شیخ  د ساقي په دغه عمل شکي کیږي.خو دا بیت په اصل کې یوه صوفیانه مضمون هم لري. تاسې یې دا بیت هم وګورۍ:

شومه دم به ستوري واړه د بدرۍ چینه کې لامبي

مست خمار د وړانګو څکلی په پیالو پیالو ماښام دی

(استاد ناګار)


د ښاغلي تونیر نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *