تاند- په امریکا کې د تکنالوژیکي څېړنو یوه مرکز د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې ۱۴ اعشاریه ۵ ګیګاواټه برېښنا تولید کړه چې یو ریکارد بلل شوې ده.

د امریکا د زرغونې تکنالوژۍ د تحقیقاتو مرکز جي ټي ایم اټکل کړی چې د سږ کال تر پایه به د دې ډول انرژۍ تولید او مصرف دوه برابره شي.

جي ټي ایم د پنجشنبې په ورځ وویل چې په متحدو ایالتونو کې د سږ کال په لومړیو درو میاشتو کې د لمریزې انرژۍ  تولیدوونکي ماشینونه په سلو کې ۲۴ زیات نصب شوي او د امریکا په بازارونو کې یې دا ډول ۱۴ اعشاریه ۵ ګیګابایټه انرژي تولید او عرضه کړې ده.

جي ټي ایم موسسه وايي، په تولید شوې لمریزه انرژي کې په سلو کې ۳۴ کورونو او په سلو کې ۳۶ صنعتي یونټونو مصرف کړې ده.

د دې راپور پر اساس تر ټولو زیاته لمریزه انرژي په کلیفورنیا ایالت کې کارول شوې، ورپسې په شمالي کارولینا، ماساچوسیت، ناوادا او نیویارک ایالتونو کې زیاته لمریزه انرژي مصرف شوې ده.

ویل کېږي چې افغانستان تر ډېرو نورو هیوادونو د لمریزې انرژۍ د تولید زیات امکانات لري. اوس هم د دولت له لوري او هم په شخصي ډول له لمریزې انرژۍ استفاده کېږي خو دا تر هغه څه چې افغانستان یې ظرفیت لري، خورا لږه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *