تاند- د امریکا د فضايي تحقیقاتو د ادارې پرمختللي ټیلسکوپ (کیپلر) د (Kepler-1647b) په نوم یوه سیاره کشف کړې چې د دوو ستورو په مدار کې حرکت کوي او تر ټولو ستره سیاره ده.
د دوو ستورو په مدار کې د یوې سیارې حرکت کومه نوې خبره نه ده خو په دې کشف کې نوې خبره دا ده چې دا د دوو ستورو په مدار کې تر ټولو ستره سیاره ده چې تر اوسه پوري موندل کېږي.
د دې سیارې اندازه د مشتري هومره دی او عمر یې ۴ ملیارده او ۴۰۰ ملیون کاله دی.
دا سیاره د خپلو دوو ستورو په مدار کې په ۱۱۰۷ ورځو کې راڅرخي.
ستورپېژاندي په دې سیارې کې د ژوند د موجودیت په اړه شک لري خو له دې کبله چې لویې سپوږمۍ لري، د ژوو شتون پکې ممکن بولي.
خو له دې سره سره د ناسا ساینسپوهان وايي چې په دې سیاره کې د ژوند امکان ډېر لږ دی.