تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د تورکیې(ترکیې) له بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره په کتنه کې وویل، د مولانا جلال الدین محمد بلخي (مثنوي) باید په نړۍ کې د افغانستان او تورکیې د ګډ کلتوري میراث په توګه ثبت شي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر، چې کابل ته په سفر راغلی د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، اجرايي ريیس عبدالله عبدالله او نورو چارواکو سره هم ولیدل.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم ولسمشر غني د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر ته وویل «مولانا جلالدین محمد بلخي د افغانستان او ترکیې ګډ او لوی ویاړ وباله او وې وویل، موږ دېته تیار یوو چې په نړیواله کچه د مولانا مثنوي او نور اثار د افغانستان او ترکیې د ګډ میراث په توګه ثبت کړو.»
اوغلو، چې هیواد یې له پاکستان سره هم ژورې اړیکې لري، په داسي حال کې افغانستان ته راغلی چې د افغانستان او پاکستان اړیکې تر سرحدی نښتو پوري ترینګلي شوي دي.
که څه هم د افغانستان او تورکیې دولتي سرچینو د افغانستان او پاکستان له وروستیو شخړو سره د ښاغلي اوغلو د سفر د ارتباط په اړه څه نه دي ویلي خو باور کېږي چې د نوموړي سفر له دې قضیې سره بې ارتباطه نه وي.
د افغانستان ولسمشر له خپل هیواد سره د تورکیې د مرستو مننه وکړه.
تورکیه یو له هغو هیوادونو څخه دی چې تل یې له افغانستان سره مرسته کړې او د افغانستان خوښي یې خپله بللې ده.
د تورکیې د باندنیو چارو وزیر وویل چې هیواد یې له افغانستان سره په اقتصادي، ظرفیت جوړولو او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په برخو کې مرستې زیاتوي.
ده افغان چارواکو ته ډاډ ورکړ چې هیواد به یې د ناټو د غړي په توګه د وارسا او بروکسل په غونډو کې د افغانستان د دریځ ملاتړ وکړي.
په راتلونکې جولای میاشت کې د پولنډ د وارسا سرمشریزه او په اکتوبر کې د بروکسل سرمشریزه د افغانستان لپاره خورا مهمې بلل کېږي.
تورکیه وايي چې تر ټولو زیاتې بهرنۍ مرستې یې افغانستان ته ځانګړي کړي دي.
دغه هیواد په افغانستان کې د یو ملیارد ډالرو په ارزښت ۸۵۰ پروژې اجرا کړي دي.