د ناخوالو، ناانډوليو، فساد، غصب او د قانون ماتوونکو په وړاندې مبارزه د هر شخص فرېضه ده، چې د خپل حق غوښتنې لپاره هڅې او هاند وکړي، د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو په مبارزه کې باید تر هغو پورې عسکر و اوسې، تر څو چې خپلې هيلې او منزل ته رسېدلی نه وي.
په نړۍ کې عجيب خلک شتون لري، څوک په فساد کې ښکېل دي، ډېر نور بیا د تښتونو او وژنو ښاغلي وي، ځينې نورو بیا مخدره توکو قاچاق ته کار ويلی وي، ډېری نور يې بیا د انساني قاچاق کار ته کار ويلی وي.
ځينې نور بیا د پرديو په نغوته د تيارو کفن واغوندي، د خپل کور رڼا ووژني، ښوونځيو اور پورې کړي، يو شمېر نور يې بیا په ټولنه کې د عزت او لوړاوي لپاره وسلې ته لاس ورکوي.
د افغانستان څلوېښت کلنو بدبختيو وښوده، چې جنګ جګړه د حل لاره نه ده، بې له دې چې زموږ هيوادوال په نورو هيوادونو کې د امن او ډاډ په نوم ځغلي.
همدارنګه کورنۍ جګړې ګاونډيان هم سور سترګي کړل، زموږ کلي او کور ته يې خپل تور لاسونه را اوږده کړل، ټولګټې پروژې يې له منځه يووړې، د خبرې او عمل سړي يې په شهادت ورسول او دا روانه بدبختۍ لا روانه ده، چې تر کومه به دوام کوي.
د پولې پورې غاړه سامراجي فوځ هم زموږ وروڼه په خپلو خټينو جونګړو کې ارام پرېنښودل، هغوی يې وځورل، د طالب او القاعدې په تور يې ډېر پښتانه ځوانان د زندان تورو دروازو شاته واچول.
په اشغال شوې پښتونخوا او بلوچستان ولایتونو کې زموږ وروڼه له ګڼ شمېر ستونزو او ننګونو سره مخ دي، پنجاب او ستميان په ګډه سره هلې ځلې کوي، چې پښتانه په ډلو ټپلو ووېشي، تر څو د دوی دوام یقينی شي.
وړاندې مې د چوروالو، زورواکو، مفسدينو، غاصبينو، تښتوونکو په اړه چې هيواد يې د کوما حالت ته رسولی دی، د هغوی په اړه مې يو څه ټکي وليکل.
خو ددغه بدبختيو د لمن ټولونې لپاره يو شمېر افغانانو هوډ کړی دی، چې روانو بدبختيو ته د عدم تشدد د لارې پر مټ د پای ټکی کېږدي،مورني خاوره کې يې د قانون حاکميت او د قانون د څارنې لپاره هلې ځلې کوي، تر څو په راتلونکې بیا زموږ په رایو غاصبين او متعصبین د ولسي جرګې او ولايتي شورا ګانو ته لار ونه مومي، له دې امله دوی هوډ کړی دی، چې د قانو ن څخه د خلکو خبراوي هڅې ګړندۍ کړې دي.
د مدني ټولنو، ژورناليستانو، قومي مخورو او علما کرامو سره دوی په ګډه کار کوي، تر څو په هيواد کې د قانون تطبیق لپاره زمينه برابره شي، هسې نه چې د اساسي قانون مادې د کاغذ پر مخ د مامورينو په الماريو کې زړې شي.
له نېکه مرغه په دغه برخه کې زیات پرمختګ شوی دی، چې د قانون په اړه د خلکو او په تېره بیا د ځوان قشر پوهاوی ډېر شوی دی.
په غزني کې د ولسمشر د حکم په تطبیق د خلکو راوتل او د قانون تطبیق چيغې وهل دومره اسانه کار نه و، چې په يوه ورځ په زرګونو خلک سړکونو ته راوځي او د دولت په ننګه د قانون په ملاتړ لاریون تر سره کوي، دې لاریون وښودله، چې په خلکو کې د قانون څخه خبراوی ډېر شوی دی، په یوه غږ د قومي شوراګانو، مدني ټولنو، ولايتی شورا د غړو سره يو ځای په زرګونه خلک د قانون حاکميت چيغې وهي.
که په غزني کې قانون د حاکميت په ملاتړ لاريون راوځي، نو په چارسده کې هم د باچا خان پوهنتون د ترهګريز بريد د غندنې په موخه د خلکو راوتل او د ظالم په وړاندې غږ پورته کول يوې سالمې رهبرۍ او ټينګې ارادې ته اړتيا لري.
له غزني څخه که د قانون حاکميت غږ بدرګه کېږي، په مقبوضه پښتونخوا کې د ترهګريزو بريدونو په غبرګون کې د لاریون راوتل سړي ته ددې هيلې پيدا کوي چې موږپه سم لوري روان يوو، اوس په لاریونونو کې د جنګي مجرمينو په ملاتړ نه بلکې د هغوی خلاف شعارونه ورکول کېږي.
ددې لپاره چې د قانون د حاکميت هڅې لا ګړندۍ او چټکې شي، ددې لپاره چې د لوی افغانستان د جوړېدو لپاره عملا مټې رابډوهو، نو اړينه ده چې موږ نور هم د قانون د حاکميت لپاره هلې ځلې وکړو، ددې لپاره چې د لر او بر توپير ورک شي، نو موږ باید له يو بل سره نژدې پاتې او د ډيورنډ منفوره کرښه له منځه يوسو.
د لوی افغانستان مبارز شخصیتونه تل د هيواد د سوکالي او امن په تمه دي، هغوی د جنګياليو له لاسونو څخه وسلې اخلي او ګلونه ورکوي د مينې په چم يې پوهوي.
د استراليا په سيډني ښار کې د لوی افغانستان تحريک په فعاليت پيل کړی دی، د لوی افغانستان تحريک يواځنۍ موخه مقبوضه پښتونخوا او بلوچستان چې د مورنۍ خاورې نه بېلېدونکې خاوره ده، د هغې د لاسته راوړلو لپاره مبارزه کوي.
لوی افغانستان تحريک مبارز شخصیتونه، چې له ډلې څخه يې سیار دهسبزی دی، د قانون د حاکميت او لویې خاورې خپلول يواځينۍ هيله او ارزو ګڼي، ښاغلي دهسبزي تر دې دمه پورې د محکومې پښتونخواو او بلوچستان ولايتونو د خپلولو لپاره ډېرې ښې طرحې او پلانونه لري.
ښاغلي دهسبزي پر دې توانېدلی چې ددغه سپېڅلې مبارزې لپاره يو وايبر ګروپ د افغان په نوم جوړکړی دی، چې په سلګونو افغانان د نړۍ له بېلا، بېلو سیمو څخه پکې اندونه او نظرونه وړاندې کوي.
همدارنګه په فيسبوک کې د افغان په نوم فيسبوک پاڼه هم لري، چې تر ډېره د لوی افغانستان اړوند مقالې او ليکنې پکې خپرېږي.
په دغه تحريک کې يواځې سیار دهسبزی نه دی، چې دغه تحريک يې په پښو درولی دی، بلکې ددغه تحريک په اډانه کې ډېرې علمي سټي او مبارز ملګري راټول شوي دي.
محمد اصف بارز په سيډني ښار کې د لوی افغانستان تحريک وياند او د نړيوالو اړيکو مسوول دی، اصف بارز هم د مبارزو ملګرو له ډلې څخه دی، چې تل يې خپله مورنۍ خاوره کې د قانون د حاکميت لپاره هلې ځلې کړې دي او تر څنګ يې د لوی افغانستان د رامنځ ته کېدو لپاره ډېرې ښې علمي او عملي طرحې تر لاس لاندې لري، ننګيال صاحب هم ددغه تحريک مخکښه څېره ده، چې تر ډېره په افغان فوروم کې ډېر پر ځای او مهمې طرحې له ملګرو سره شريکوي، دليل خټک هم د محکومې پښتونخوا استوګن دی، چې دا مهال په سيډني ښار کې د ياد تحريک وتلې څېره ده، هڅې او هاند به انشاالله په نژدې راتلونکې نتېجه راوړي.
زین ديلزاک، ډاکتر ايمل، زرغون، لطيف جان او ذبيح الله ابراهيمې ددغه تحريک غړي دي، چې تر ډېره يې هلو ځلو نتېجه ورکړې ده، په مورنۍ خاوره او محکومه پښتونخوا کې دفترونه لري، تر څو له همدې لارې وکولای شي، چې د لوی افغانستان د رامنځ ته کېدو جوګه وګرځي او د لوی افغانستان له سرحدونو څخه زموږ پر غوښو چاغه شوې د جګړې بلا وشړي، د هغې ورځې په تمه چې نه د لر او نه د بر نوم نوم مې تر غوږونو راشي، فقط د لوی افغانستان تر نامه لاندې د لر او بر توپير ورک شوی وی، له امو، تر اباسین پورې ټول يو افغان يادېږي.
په درنښت