د چابهار بندر

دا په حقیقت کې داسې ده لکه د اوبو پر سر چې د یخ پر یوه لویه ټوټه مزل کوې. دا د پیښیدونکي ساړه جنګ نوی پیل دی. په حقیقي جګړه کې د اصلحې څخه ګټه نه اخیستل کیږي. دا په مالي ډول په داسې شان سره پیلیږي چې دیپلوماسي د یوې اصحلحې په توګه ورکې کارول کیږي. دا په حقیقت کې هغه ډول جګړه نه ده چې خلک په ریښتینې ډول په کې وژل کیږي، دا د جګړې څخه ویره ده چې هره ورځ خلک ورو، ورو وژني. ددې لپاره چې حقیقي جګړه صورت ونه نیسې، مونږ هر وخت ساړې جګړي ته اړتیا لرو. په تیرو کالونو کې د 1959 څخه تر 1990م کالونو په موده کې هغه سوړ جنګ چې د روسيي او امریکا تر منځ و، ټول يې شاهدان یو. ساړې جګړې یوازې د کوچنیو هیوادونو د ویرولو او خاموشولو لپاره پلان کیږي او د پلان کوونکو لوبغاړو لپاره کوم مستقیم خطر نه شي پیښولی. تر هغه وخته چې په مالي امکاناتو سره حالات تر کنټرول لاندې راتلای شي، دوی به هیڅ کله هم د اصلحې کارولو ته لاس ور اوږد نه کړي. ټول دا ډول کارونه ددې لپاره ترسره کیږي چې جنګ پرته د کومې شخړې رامنځ ته کولو په داسې ډول سره وګټي چې خلک حتی پرې پوی هم نه شي. چابهار بندر د هندوستان او چین هیوادونو تر منځ نوی پیلیدونکي سوړ جنګ دی. دا جنګ ممکن تر 2050 م کال پورې وغزیږي.

2لکه وړاندې مې چې یادونه وکړه، دا ساړه جګړه کومه نوي مفکوره نه ده، مګر ددې جګرې په ستراتیژي کې یوه اندازه لږبدلونونه لیدل کیږي. که څه هم بنیادي عناصرو لکه ټولنیز او کلتوري، جغرافیوي سیاسي اختلافاف او اقتصادي فکتورونه په خپل حال پاتې کیږي، ولې بیا هم په دې جګړه کې تکتیکونه په ټوله مانا سره نوي دي. نړی شاید دې مسلې ته داسې وګوري لکه ښامار د زمري پر وړاندې. ددې جګړې عمده توپیر نه یوازې په دې کی دی چې په  دې جګړه کې به فضا او هستوي بمونه د اصلحې په حیث کارول کیږي، مګر دې دواړو تر منځ به پر تولیدي وسایلو او تجارت باندې هم رقابتونه رامنځ ته کیږي. دا دوه داسې ملتونه دي چې د اوږدې مودې (8000) کالونو راهیسې  یو د بل سره پرته د کوم جنګ او جګړې کولو ژوند تیروي. په دې مقاله کې زمونږعمده بحث د چین او هندوستان تر منځ اړونده چارو باندې نه دی، بلکې د دې مقالې محوري موضوع د چابهار بندر ته ځانګړي شوي ده.

دلته یو داسې څه چې پاکستان يې باید ومني، دا دي چې نه پخوا، نه اوس او نه به په راتلونکي کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د کوم څه په هکله سیالي رامنځ ته کیږي. د هندوستان سیالي د چین سره ده او هغه څه چې پاکستان باید ورته اندیښمن شي هغه ایران دی او دې دوی سیالي له ایران سره ده. حقیقت دا دی چې ایران په تمامه مانا د پاکستان سره په هره برخه لکه تعلیم، ساینس، ټکنالوژي، دفاعي سستم او تر ټولو مهمه يې دا چې د مذهب له اړخه  سیالي کولای شي. نو حقیقت دا دی چې دا سړه جګړه به د ځانه سره د یوه ماشوم په څیر کوچنی سړه جګړه د ایران او پاکستان تر منځ هم په خپله غیږه کې یوسي. چابهار ددې سړې جګړې لومړی پیل کیدونکي قدم دی. په دې مقاله کې راځی پر دې وغږیږو چې افغانستان به د چابهار بندر څخه کومې ګټې تر لاسه کړي؟

لومړی به پر دې وغږیږم چې افغانستان ددې ساړې جګړې یوازې یوه وسیله نه ده، افغانستان حتی ددې ساړې جګړې د دوه لویو او دوه کوچنیو لوبغاړو ترمنځ هیڅ ډول سیالي او رقابت هم نه لري. د زیاتره خلکو بحث د پاکستان او چین پر وړاندې افغانستان، هندوستان او ایران باندې دی، ولې حقیقت دا دی چې دا یوه ناسمه مفکوره او حیالي فکرونه دي چې د افغنستان وده، پرمختګ او سوله به تر ګواښ لاندې راشي. افغانستان د ودې پرحال کې یو ملت دی; افغانستان دې ته اړیتا لري چې هر هغه څه چې د تیرو دیرشو کالونو په جریان کې يې له لاسه ورکړي دي، له سره يې بیا جوړ کړي او په داسې یوه حالت کې نه دی چې د کومې ساړې جګړې برخه وګرځي.چابهاربندر د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د هندوستان هیواد له لوري یوه تحفه ده.

د دې بندر په وجه به افغانستان د نړی پر سر د هغه هیوادنو له جملې څخه چې په وچه کې ایسار دي، یوازینی هیواد شي چې خپل سمندري بندر لري. دا په خپله یوه ډیره لویه لاسته راوړنه ده. دا کیدای شي د افغانستان د کړکیچ د هواري تر ټولو ښه لاره شي. افغانستان نوره اړ نه دی چې پر پاکستان باندې د هغه اړینو توکو د صادراتو او وارداتو په سر اتکا ولري چې ورته اړتیا يې ده. پاکستان د افغانستان تر ټولو لوی ملګری وو، مګر دا ملګرتیا ددې لپاره وه چې په تمامه مانا سره افغانستان تر خپل کنټرول او واک لاندې وساتي. کله به چې د افغانستان له لوري پاکستان ته صادریدونکي مالونه د پاکستان د خوښې وړ نه و، نو دوی به د افغانانو د زورولو لپاره د افغانستان سره پرتې پولې بندولې. دوی دا کار ددې لپاره هم کولو چې د افغانانو د زورولو پر وجه د افغانستان په حکومت فشار راوړي، تر څو افغان دولت د دوی پر خوښه کارونه ترسره کړي. په دې ډول پاکستان تل هڅه کوله چې د افغانستان داخلي او خارجي پالیسي تر کنټرول لاندې راولي. دا کار حتی د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته هم تر سره کیدو. دا یو څرکند حقیقت دی چې پاکستان هر وخت دا غوښتل چې افغانستان ددوی د لاس لاندې د حیوان په څیر د غلامی ژوند تیر کړي.

په مالي ډول غښتلی، په ټولنیز ډول باثباته، په اقتصادي ډول بریالی او په کلتوري ډول خپلواک افغانستان د پاکستان وروستی هیله ده. دوی د کالونو راهیسې هڅه کوي چې افغانستان د ټروریزم په یوه میدان بدل کړي او غوښتل يې چې د تل لپاره دې دا ډول یو میدان په حیث ور څخه ګته پورته کړي، مګر خالاتو داسې تغیر وکړ چې هر څه د دوی د توقع خلاف شول. همدې خالاتو د پاکستان غوسه راوپاروله. دوی د مسلماني وروری په نوم د اوږدې مودې راهیسې د افغانانو سره لوبه پیل کړي ده. دوی دا فکر کولو چې همدا د مسلماني وروری په نوم يې اوس هم غولولای شو، مګر د بشر لپاره تریاک یوازې د تریاکو تولید نه دی، بلکې باثباته ټولنیز او اقتصادي پرمختګ او سوله هم د بشر د غوښتنو څخه ده. افغانانو اوس د هغه تریاکو خوند څکلی دی. اوس به دوی هیڅکله هم نه غواړي چې یو ځل بیا پخواني خالت ته لاړ شي. دا هغه څه دي چې پاکستان پرې پوهیږي او د دوی خپګان او غوسه هم د همدې ځایه پیلیږي. دا داسې یو وخت دی چې د پخوا په شان، جهاد هم دیوېوسیلې په حیث کار نه ورکوي. پاکستان فکر کولو چې ددې توان لري چې د پولې دواړو لورو ته پښتانه د خپلو موخو د لاسته راوړلو په خاطر استعمال کړي. دوی فکر کولو چې 70 کاله وړاندې باچاه خان د مذهب په نوم د جناح په لاس کې شو، نو اوس هم همغه لوبې ته ادامه ورکولای شي. مګر په دا تیرو څوارلسو کالونو کې هر څه بدلون موندلی دی. ختی د غني په راتګ سره هم دوی فکر کولو چې هر څه به بیرته لاسته راوړي، لکه څرنګه چې غني د اړیکو د ښه کولو لپاره دوی ته موقع ورکړه، مګر دوی بیا هم د خپل ضعف په وجه دا تیروتنه وکړه او خپل اعتماد يې له لاسه ورکړ.

د پاکستان لومړی دردونکی خوب د مودي واک ته رسیدل و. په ابتدا کې دوی هڅه وکړه چې د مودي نوم بد کړي، مګر دا مسله اوس د دوی له واک او اختیار څخه وتلي ده. دوهم دا چې دوی هیڅکله دا فکر نه کولو چې ګویا مودي دې د افغنستان په وده او پرمختګ کې دومره ډیره علاقمندي وښايي. دوی فکر کولو چې مودي به د داسې اسلامي هیوادونو سره ښې اړیکې ولري چې ډیر اجتماعي او په کلتوري ډول لیبرال وي، نه دا چې د محافظه کارو سره. په دریم قدم کې دوی اوس هم په شک کې دي چې دا څنګه کیدای شي د امریکا متحده ایالات دې پر دوی باندې بندیزونه ډیر او په ایران باندې کم کړي. دا د دوی د هر پخواني پلان لپاره چې دوی جوړ کړی وو، یوه لویه ضربه وه. په څلورم قدم کې دوی فکر کولو چې متحده عربي امارات او سعودي عربستان به د دوی سره د پخوا په شان په هر کار کې ملګري پاتي شي، مګر داسې ونه شول. د متحده عربي اماراتو بادشاه د مودي د هیلو په خاطر هندو مذهبه عبادت ځایونه جوړوي. د سعودي عربستان بادشاه مودي ته د ملکي وګړو تر ټولو لویه جایزه ورکړه. په پنځم قدم کې دوی فکر کولو چې د هندوستان نیږدیوالی له امریکا سره او د روسيې هیواد څخه د څو اصلاحاوو په پیرودلو سره به د روسیې زړه لاسته راوړي، مګر په دې لوبه کې هم دوی پر دې وپوهیدل چې روسیه د هندوستان پیاوړي اقتصادي وضعیت ته په کتو سره، له دې مسالې تیریږي. هغه وو چې دلته هم پاتې راغلل. په شپږم قدم کې دوی پر دې نه پوهیږي چې څنګه او ولې د چین هیواد چې پخوا يې پر خپلو تولیدي توکو د نړی مارکیټ تر پوښښ لاندې راوستی و، اوس په تدریجي ډول سره همغه مارکیټ ته هندوستان، روسیه، برازیل او مکسیکو هیوادونو هم لاره موندلي ده.

د چین هیواد په ناڅاپي ډول پوهیږي چې د ایران هیواد په اوږده موده کې د دوی ملاتړ نه کوي. په هغه وخت کې چې پر ایران باندې د امریکا له لوري اقتصادي بندیزونه و، د چین هیواد ډیرې هلې ځلې تر سره کړې، تر څو ایران ددوی یو متحد هیواد شي، مګر ډیر ژر پر دې وپوهیدل چې ایران هیواد ډیر ماهر او پرمختللی دی او ددې برعلاوه ایران سره د تیلو طاقت هم شته چې کولای شي ورڅخه ګټه پورته کړي. په همدا وجه پاکستان يې د خوښې وړ هیواد وګرځیدو. د چین هیواد فکر کولو چې د پاکستان د ناکامه او بې ثباته اقتصادي حالت څخه په ګټه اخیستو، په اسانی سره پاکستان په خپله ګټه استعمالولی شي. په همدا وجه د چین هیواد فکر کولو چې ګوادر به د اوږدې مودې لپاره یوه ښه پانګه اچونه وي او د دواړو هیوادونو (پاکستان او چین) په ګته به وي. علاوه پردې د چین هیواد د عربو په سمندرګي کې د هندوستان هیواد د پوځي شتون په اړه هم اندیښمن و.

د ګوادر بندر په شمول د چین هیواد هغه پلان چې له امله به يې پاکستان اقتصادي ځواکمنتیا مومي، هغه وخت وروستی بڼه اختیار کړه چې Xi Jinping په هندوستان کې له مودي سره لیدنه تر سره کړه.Jinping فکر کولو چې مودي یو تجار غوندې سیاسي شحصیت دی، نو د هندوستان او چین هیواد تر منځ سترو اقتصادي تړونونو په سر به د هندوستان هیواد د تبت (Tibet) له دعوې څخه تیر شي، مګر کله چې داسې کوم څه تر سره نه شول، د چین هیواد پر دې وپوهیدو چې پاکستان يې یوازینی دوتلو لار ده. د چین هیواد دې پایلې ته ورسیدو چې په اقتصادي ډول سره د پاکستان هیواد باثباته کول به د دې سبب شي، چې ISI او د دوی د حکومت له لوري حمایه کیدونکي سخت دریزې ډلې یو ځل بیا په پښو ودریږي. په دې کار سره به سیمه نوره هم بې ثباته شي او دا کار به امریکا او د هغوی متحدینو لپاره د اسلام پلوه سخت دریزو ډلو کنټرول ستونزمن کړي. که څه هم د چین هیواد هر کال روژه او نوره اسلامي جشنونه د اسلام پلوه سخت دریزو د کنټرول په موخه بندوي، ولې بیا هم د خپل هیواد څخه بهر د اسلامي هیوادونو لکه پاکستان سره په ګډه د اسلام پلوه سخت دریزو په روزنه کې همکاري کوي. دا هغه څه دي چې په اوسنيو وختونو کې هر افغان ته څرګند دي.

هندوستان په داسې حال کې چې د هر هیواد سره د دوستانه اړیکو پر جوړولو بوخت و: یو لوري ته يې د ایران څخه تیل رانیول او بل لوري ته د اسرایلو څخه اصلحې. که څه هم د روسيي د یرغل په وخت کې هندوستان هیواد  د روسیې ملاتړی و، ولې دوی هیڅ ډول عکسل العمل په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې نه دی تر سره کړی. د طالبانو د رژیم رانسکوریدو وروسته د هندوستان هیواد په تمامه مانا د افغانستان ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ته ژمن دی. سره ددې چې هندوستان هیواد په افغانستان کې په بیلیونونو ډالره مصرف کړل، ولې یوازې یو میلیون يې هم د غیر مسلم لپاره نه دي ځانګړي کړي. د هندوستان هیواد پرمختیايي بودیجه د ټولو افغانانو لپاره په مصرف رسیدلي ده. که څه هم ډیری هندي وګړو په افغانستان کې د ISI او پاکستاني طالبانو لخوا په پلان شوو حملو کې خپل ژوند له لاسه ورکړو، ولې بیا هم تر دې دمه هیڅ هم په ټپه نه دي دریدلي او همداسې به ادامه لري.

پاکستان  فکر کولو چې د هندي مسلمانانو څخه په ګټه اخیستو سره به پر دې وتوانیږي چې د هندوستان په هیواد کې تروریزم خپور کړي، خو بریالي نه شول. له دې وروسته چې چابهار بندر ګتې اخیستو ته اماده شي، دوی به نوره هم خپلې هڅي ګړندی کړي، ځکه چې ددې بندر په وجه ددې امکان شته چې پاکستان هر کال 2.1 $ بیلیونه ډالره له لاسه ورکړي. هغه هندوان چې په افغانستان کې کارونه ترسره کوي، ددوی ژوند به هم د پخوا په پرتله ډیر د ګواښ سره مخ شي. تر دې مهاله د هندوستان هیواد خپله ټوله هڅه د افغانستان د باثباته کولو او پرمختګ او پایښت لرونکي ودې لپاره کوي. پاکستان به ددې هڅه هم کوي چې بندر ته نقلیدونکي او راتلونکي مالونه د ګواښ سره مخ کړي، ختی د چین هیواد ته به هم په زاریو ستړي شي، تر څو د هغو بیړیو پر وړاندې خندونه رامنځ ته کړي چې د بندر څخه تیریږي او دا امکان هم شته چې د چین له لوري ځینې خنډونه رامنځ ته شي. ددې لپاره چې نوره په وچه کې ایسار هیوادونه د چابهار له لارې مالونه انتقال نه کړي، پاکستان کیدای شي چې د ګوادر بندر ځینې برخې ددوی لپاره وړیا په واک کې ورکړي. په هر صورت دا راتلونکي پیښیدونکې خنډونه دي، چې په هغه وخت کې به انشاالله د حل لارې هم ورته پیدا شي.

افغانستان له ډیرو خطرونو سره مخ دی. په هغه صورت کې چې افغانستان خپله ټوله اتکا پر هندوستان هیواد باندې وکړي، کیدای شي چې هغه دوه میلیونه افغانان چې  تر اوسه په پاکستان کې د مهاجرو په ډول اوسیږي، د خطر له ګواښ سره مخ شي. په داخل د افغانستان کې به پر ملکي وګړو حملې زیاتې شي او هغه دهشت اچوونکي چې دوی په پاکستان کې روزلي دي، په اسانی سره کولای شي د تورخم له لارې افغانستان ته ولیږي. ښه خبره دا ده چې چابهار بندر په ایران هیواد کې دی، نو د ایران د سرحد څخه تر بندر پورې به کوم ټروریسټي فعالیت نه تر سترګو کیږي. علاوه پر دې د بندرونو نړیوال قوانین هم ددې اجازه نه ورکوي چې بیړی له خطر سره مخ شي.

چین، روسیه، ایران  او هندوستان تر منځ یو شی چې مشترک دی، هغه دا دی چې یو هم دا نه غواړي چې د اسلام په نوم سخت دریزې ډلې د دوی په هیوادونو کې د بهر څخه راپورته شي. دوی پر دې هم پوهیږي چې که پاکستان ته اجازه ورکړل شي، یو ځل بیا به د پخوا په څیر د افغانانو څخه ناوړه ګټه پورته کړي. همدا وجه ده چې پورته ټول هیوادونه هوډ لري چې افغانستان په اقتصادي ډول وده وکړي. د افغانستان دولت باید دا زده کړي چې څنګه د سلما بند د اوبو څخه اعظمي ګټه پورته کړي تر څو د یو کال په جریان کې د زغفرانو تولید شل برابره لوړ کړي. په دې طریقه سره دوی کولای شي چې کم تر کم د نړیوالو تولیداتو یو قلم په اسانی سره کنټرول کړي. علاوه پر دې افغان دولت کولای شي چې د نورو کرینزو توکو لکه غنم، وریجې او لوبیا او وچې میوې تولیدات هم لوړ کړي. افغانستان کولای شي چې د چابهار بندر له لارې  خپل تولیدات د نړی هر ګوټ ورسوي. په همدې ترتیب سره که د غالۍ اوبدلو صنعت بیا احياء شي او همدا شان نوره کوچنیو تصدیو ته په لویه کچه پراختیا ورکړل شي، لیرې نه ده چې په نیږدې راتلونکي کې به یو لوی پرمختګ رامنځ ته شي.

د هندوستان هیواد د اورګاډي پټلی جوړوي. دا پټلی به چابهار له حاجي ګک سره وصل کړي. دا پټلی چې 1700 Km  کیلو متره اوږدوالی لري، د 400 $ میلیون ډالرو په لګښت سره به جوړیږي. دا لګښتونه د چابهار بندر د لګښتونو څخه 100 $ میلیونه ډالره ډیر دي. ددې کار 400 Km کیلو متره کار ترسره شوی دی. هندوستان په حاجي ګک کې 11 $ بیلیونه ډالرو په ارزښت د پولادو یوه داسې فابریکه جوړي چې له مخې به يې 75,000 کارکونکو ته د کار زمینه برابره شي. افغانستان به ددې جوګه شي چې د نړی هر ځای ته اوسپنه او پولاد صادر کړي. د میسو عینک د کان څخه د 17 $ بیلیونه ډالرو په ارزښت فابریکه چې قرارداد يې د چین هیواد سره لاسلیک شوی دی، د اورګاډي د کمو مصارفو په وجه کولای شي د چابهار څخه ګټه پورته کړي. د پنځو ساعتونو په موده کې به د دوبی څخه افغانستان او له افغانستانه دوبی ته د هر ډول توکو انتقال شونی دی. د توکو د انتقال څخه علاوه، کچیرې یو اورګاډی د خلکو د سفر لپاره په پام کې ونیول شي، نو مسافر به تر ایرانه پورې په ډیرو کمو مصارفو ځي او له هغه ځایه د بیړی له لارې دوبی ته سفر کولای شي. دبیړی له لارې به مسافر د کارګو الوتکو په پرتله ډیر توکي په کمه بیه له دوبی څخه افغانستان ته له ځانه سره راوړي. په همدې ترتیب افغاني او ایراني تجار کولای شي یو د بل سره په ګډه خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې ترسره کړي او په ګده خپل صادرات په ډیره کمه بیه د بیړی له لارې صادر کړي. افغانان د هندوستان او نورو هیوادونو سره نه یوازې دا چې په اسانی سره کولای شي د تفریح، درملنې او تعلیم لپاره سفر وکړي، بلکې یو د بل سره تجارت هم کولای شي.

د چابهار نړیوال هوايي میدان چې د کوناراک په نوم سره یادیږي، دا نوم ورته د هندوستان د معبد د ښار (Temple City) څخه وروسته ورکړل شوی دی. دا د پخواني چابهار بندر ژوندی ثبوت دی چې دا بندر د الکساندر د وختونو څخه هم پخوانی دی. د یاد شوي هوايي میدان څخه به هره ورځ د ممبای او کابل تر منځ او په اونی کې یو ځل نورو ښارونو ته مستقیم پروازونه صورت نیسي. هندوستان، ایران او افغانستان کولای شي په ګډه سره د چابهار له لارې د سیاحت سکتور ته پراختیا ورکړي. د ایران دولت د افغاني سوداګرو لپاره ددې په خاطر یو کیلو متر مربع (1 km X 1 km)  ځمکه په واک کې ورکوي چې افغاني تجار خپل مالونه د یوې مودې لپاره زیرمه کړي. ددې لپاره چې افغانستان ته په تر ټولو ټیټه بیه لوړ کیفیت لرونکي او ذاتي تولیدات وارد شي، د ځینو قوانینو منځ ته راتګ حتمي دی. ټول هغه جعلي توکي چې افغانستان ته د تورخم له لارې واردیږي، هملته به رد کیږي. ددې لپاره چې د جعلي توکو مخه ونیول شي، افغاني تجار به په پاکستان هیواد کې یوازې هغه توکي رانیسي چې د تولیدونکي له لوري د کیفیت تضمین پرې لګول شوی وي او له تضمین شوو کمپنیو څخه به افغاني تجار خپل توکي رانیسي. په دې طریقه سره نظر د توکي ډول او قیمت ته په کتو سره افغانستان د دواړو لارو څخه ګټه اخیستی شي.

افغانان باید له دې ونه ویریږي چې ګویا بندر په افغانستان پورې تړوا نه لري، بلکې په ایران مربوط دی. هندوستان هیواد د ایران د تیلو تر ټولو لوی واردونکی هیواد دی او هندوستان په ایران کې د تیلو استخراج لپاره 20 $ بیلیونه ډالره پانګه اچونه کوي. د سمندر لاندې په مستقیم ډول د ګازو د نل لیکې غځیدل او د ډیرو لویو فابریکو ایجادول به تر 2020م کال پور تر سره شي. ددې لپاره چې د پاکستان له لوري په چابهار بندر کې کومې امنیتي ستونزې رامنځ ته نه شي، د هندوستان هیواد پوځ به هم په چابهار کې میشت وي. تر ټولو اړینه دا ده چې د پولادو فابریکي او د اوسپنې معدن د استخراج په منظور به ډول ډول کارونه تر سره کیږي. دغرونو ماتولو لپاره د دینامیت په نوم چاودونکو موادو کارول او بیا په خوندي ډول ددې کاني موادو لیږدول به له لومړیتوبونو څخه وي. دا د یو نوي سفر پیل دی، دا سفر به جغرافيي ته بدلون ورکړي او دا به تر سلو کالو وروسته هم په یاد وساتل شي.

یادونه: پورته لیکنه هندي لیکوال PrithwiTilak Banerjee لیکلي او ما ایمل ولي پښتو ته ژباړلي ده

2 thoughts on “هغه بندر چې هر څه ته يې بدلون ورکړ/ ژباړه: ایمل ولي”
  1. To Afghan Tribune
    Communication Dept

    Due to the mass use of the article, everyone knows that it was published in Afghan Tribune, only the writer name was referenced at the bottom of the article.

    Again, apology for being not referenced correctly. Next time this type of copy right things will be considered.

    Thank you for reminding,

    Emal Wali

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *