تاند- ناټو وايي چې د خپلو درو پوځیانو درملنه یې وروسته له دې وکړه چې د افغانستان په بګرام ولسوالي کې برسېرن ژوبل شول.

د ناټو چارواکو نن /جمعه- جون۱۷مه/ وویل چې د دوی د ځواکونو په لاره کې د چهارشنبې په ورځ – جون۱۴مه/ چاودېدونکې وسیله د بګرام هوايي اډې ته نژدې وچاودېده.

دغه چارواکي د ټپي شویو ناټو پوځیانو د ملیت او هویت په اړه څه ونه ویل.

له کله چې د ناټو ځواکونو په افغانستان کې جنګي ماموریت افغان ځواکونو ته سپارلی، د دغو ځواکونو مرګ ژوبلې ډېرې کمې شوي دي.

په تېرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د ناټو ټولټال ۳۵۱۷ پوځیان وژل شوي چې د هغو په منخ کې ۲۳۸۱ یې امریکایان دي.

تېر کال په افغانستان کې د ناټو ټولټال ۲۷ سرتېري ووژل شول خو سږ کال تراوسه پوري ۵ تنه وژل شوي دي.

د کژولټي ویبپاڼې په لاندې جدول کې، چې د ناټو ځواکونو د مرګ ژوبلو شمېرې خپروي، د دغو ځواکونو د تلفاتو شمېر څرګند شوی دی.

2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *