تاند- د واټرپولو نړیوال روزونکي به له دې لوبې سره د افغانانو د بلدولو لپاره په کابل کې یو میاشتنی کورس جوړ کړي.

د دې کورس یا ورکشاپ هدف په افغانستان کې د واټرپولو لوبې رواجول بلل شوی دي.

د دې روزنیز ورکشاپ په پای کې به دیارلس تنه غوره شي چې د امریکا کلیفورنیا ته ولېږل شي او هلته مسلکي واټر پولو زده کړي.

افغانستان د امکاناتو د نه لرلو له کبله له ډېرو لوبو بې برخې دی خو که امکانات برابر شي په نړیوالو سیالیو کې به د افغانستان د میډالونو له زیاتېدو سره مرسته وشي.

دې ته په پام سره چې واټر پولو پر له پسې او زیات تمرین ته اړتیا لري په یوه میاشت کې د لوبغاړو روزل اسانه کار نه دی خو روزونکو ته موقع ورکوي چې د لوبغاړو په منځ کې استعدادونه وپېژني.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې تېر کال د واټرپولو فدرېشن جوړ کړ. له هماغه مهاله یې د واټرپولو لوبې تمرینونه پیل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *