نجیب الله آزاد

ګلبدين حکمتيار د مسعود او رباني ترڅنګ يو له هغو لومړنيو څېرو څخه دی چې د يوه ارام او سوکاله افغانستان په وړاندې يې توپک راواخيست. په دې کې هيڅ شک نسته چې د هغه مهال په مجاهدين او نن په توپکسالارانو مشهورو کسانو شمېر بېخي ډېر دی، اما د پاکستان په ځانګړي لمسون او مرستې د افغانستان په بربادۍ کې تر ټولو ستر او پراخ رول ګلبدين حکمتيار، برهان الدين رباني، احمدشاه مسعود او عبد رب الرسول سياف درلود. اوس چې ښاغلی حکمتيار د افغانستان له دولت او ولس سره سولې ته غاړه ايښې دا د نوموړي احسان نه بلکې د افغانستان د ولس احسان دی چې نوموړی هم د نورو توپکسالارانو او د افغانستان د خلکو د دوښمنانو په څېر بښي. څرنګه چې په دې هېواد کې هېڅکله انتقالي عدالت نه دی پلي شوی نو ولس پرته له دې چې د خپل هېواد، بچيانو او مشرانو قاتلين وبښي نه بل وس لري او نه هم چاره.

دا چې ښاغلي حکمتيار په تېرو پينځه لسو کالونو کې د افغانستان دولت او يا هم ولس ته هېڅ ډول تمايل نه دی ښودلی ښکاره، څرګند او واحد لامل يې نوموړي ته د بُن په ناسته کې ونډه نه ورکول و. طالبانو د نظام په وړاندې د شمالي ټلوالې او هزارګانو پر پرتله اسلامي حزب ډېر وجنګېد نو ويلی شو چې د دوی ټولو تګلاره او موخه يوه وه او هغه د طالبانو په وړاندې جګړه او د هغو نظام نسکوره ول و چې دا کار د بي ۵۲ په مرسته ترسره شو. خو د ځانغوښتنې او عقديي طبېعت د لرلو له کبله ښاغلی حکمتيار هېڅکله د شمالي ټلوالې په څېر ځېرک و نه خوت او و نه توانېد چې پر طالبانو له بريد وړاندې له ايالاتو سره ډېپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي او بل دا چې امريکا هم په نوموړي کې انعطاف د نه شتون له کبله نوموړی له پامه وغورځاوه چې دې کار نوموړی په افغانستان کې د اضمحلال په لور منتهی کړ.

خو څرنګه چې ټول تنظيمي مشران ورته خويونه لري نوموړی هم د همدغه خويونو او تګلارو پر بنسټ هم دننه په نظام کې او هم د نظام د وسلوال اپوزېسون په توګه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړ. شمالي ټلواله او هزارګان به ۷۰٪ په حکومت کې ۶۰٪ اجرايه قووا د اپوزيسيون په توګه په پارلمان کې او پاته ټول نور دباندې د هر هغې پرېکړې اپوزيسيون وو چې د دوی ګټې به نه وې پکښې خوندي او پرېکړه به هم د پښتون مشر (کرزي) له لوري سهواً شوې وه. همدا ډول د اسلامي حزب ډېری کليدي ملګري لکه عبدالجبار ثابت، فاروق وردک، ارغنديوال، جمعه خان همدرد، عبدالرووف ابراهيمي، هلال، وقاد، الماس، ګذر او لسګونه نور واليان، قومندانان، ولسوالان او د کابينې غړي په نظام کې ونډه درلوده او لا يې هم لري، او که چېرې دوی د اسلامي حزب استازيتوب نه کاوه نو نن د نوموړي د راتګ له غږ سره سم ولې دوی ځان د حزب برجسته غړي بولي او په ورته وخت کې د ښاغلي حکمتيار زوی، وياند او ځانګړی استازی حبيب الرحمان حکمتيار دوی ټول خپل بولي؟

بې له شکه چې ژوند او مرګ د لوی ذات په لاس کې دی اما که چېرې د ژوند حقيقت او د کايناتو قانون ته وکتل شي نو ښاغلی حکمتيار اوس د ژوند هغه پړاو ته رسېدلی چې ممکن ژر يې ډېوه مړه شي. همدې حقيقت او نورو تنظيمي مشرانو او په نظام کې خپلو ملګرو ته په کتو نوموړی دې پرېکړې ته رسېدلی چې بايد خپلو اولادونو ته يو عزتمند او شمتن راتلونکی پرېږدي. که چېرې ځير شو نو اوس د دغو ټولو تنظيمي مشرانو او توپکسالارانو زامن (د رباني، فهيم، مسعود، ضياء، دوستم، همدرد، صالح، شېرزی، قدير، توخی، د پارلمان د توپکيانو او د جمعو زامن)  ځانونه د افغانستان د راتلونکي څېښتنان بولي، يو او نيم خلک په دې باور هم دي چې ځه دا نوی باسواده نسل دی فلهذا د افغانستان راتلونکی به په ځواکمنو او مخلصولاسونو کې وي حال دا چې داسې نه ده، ځکه د دغو ټولو زامنو لپاره خپل پلورونه اتلان او ايډييل دي نو طبعي خبره ده دوی به د خپلو پلرونو پر پلونو ګامونه ږدي. په هرحال اوس ښاغلی حکمتيار هم بايد نور د بايلې په تله کې و نه تلل شي او د راتلونکي سيالیو په سر کې ځان او خپل اولاد وويني.

افغان ولس د لسيزو کړاوونو او ځور وروسته د نوموړي راتګ ته ځکه هم ډېر خوښ دی چې يو خو به لږ تر لږه د يوه افغان د وينې تويدو او بل به د دا موجوده توپکيانو څه نا څه مخه ونيل شي حال دا چې يو جمع یو په هر حالت کې دوه وي.

اوس دې خدای ښاغلی حکمتيار راولي اما دا چې په تفاهمليک کې پغمان د ماڼۍ غوښتنه ور اضافه کېږي نو زما په اند د ښاغلي حکمتيار نيت له اوسه لا ملي او نه هم پر ملي ګټو ولاړ نيت دی بلکې همغه شخصي ګټې دي چې د خپلو بچو لپاره بايد يو شتمن راتلونکی پرېږدي. د پغمان ماڼۍ بيت المال دی او که څرنګه چې ښاغلي حکمتيار همدې ماڼۍ ته نيت خراب کړی دی نو دې د نورو تنظيمي مشرانو او توپکيانو په څېر غصب کړي. تر دې وړاندې هم دا نورو ته چا د تفاهمليک او يا هم قانوني تړونليک له مخې ميلياردونه ملکيتونه ورکړي خو دوی هم د خوار،غريب او بيت المال ملکيتونه چور او غصب کړل. او بل دا چې د نوموړي دغه پورته ياد شوي يارانو او استازو په ميلياردونو ډالر او ملکيتونه ترلاسه کړل اوس نو دوی ته پکار ده چې هر یو خپل امير ته د هغه د برخې ونډه ورکړي. دا به سبا طالب هم راځي سوله به کوي او ملا هيبت الله به د دارالامان ماڼۍ غواړي، او دا نور به بيا غره ته (به کوه بالا ميشيم) خېږي او بيا به د سولې په نامه نورې ودانۍ او ځانګړي امتيازات غواړي. نو ښاغلی حکمتيار دې نور له پاکستانه په عزت خپل هېواد او خلکو ته راشي، له خپلو ملګرو دې خپله ونډه واخلي او په نره دې ځان ولسي جرګې او له برياليکېدو وروسته د ولسي جرګې رياست ته ځان نوماند کړي زه ډاډمن يم چې هم به د هېواد دوهم سياسي موقف خپل کړي، هم موجوده او راتلونکې ونډه او هم د ولس د زړه يو کونج.

د سرلوړي او سوکاله افغانستان په هيله…

7 thoughts on “حمکتيار او د پغمان ماڼۍ/ نجيب الله آزاد”
  1. زه فکر کوم چې د پورته لیکنې لیکوال هم یا یې ماغزه له لاسه ورکړي دي یا هم د بل چا لخوا دیکته شوی دی، ځکه چې لیکنه یې بلکل توازن نه لري حتی حقیقت هم نه لري. لومړی داچې حزب اسلامي افغانستان په هېڅ سنګر کې د طالبانو په مقابل کې نه دی جنګیدلی بلکې ټول هرڅه یې طالبانو ته همداسې ورپریښي دي او دوی ورڅخه تللي دي نو ته بیا څنګه ادعا کوې چې حزب اسلامی د نورو ډلو په پرتله له طالبانو سره زیات جنګیدلی دی!! دوهم داچې حزب اسلامي هیڅکله په هیڅ ځای کې لومړی جنګ نه دی پیل کړی بلکې جنګ ورباندې تحمیل شوی دی. دریم: دلته یوازې د حکمتیار موضوع مطرح نه ده او نه حکمتیار یوازې حزب اسلامی دی بلکې حزب اسلامي یو لوی افغانستان شموله جریان دی. هر انسان له دې دنیا څخه سترګې پټوي، ته فکر کوې چې البته ته نه مرې حتما یوه ورځ مرې او د الله په حضور کې به درېږې او د ذرې ذرې حساب به درسره کیږي د همدغې پورتنۍ لیکنې پوښتنه به هم درڅخه کیږي، چې تا پکې بې طرفي نه ده حفظ کړې پداسې حال کې څوک ځانته لیکوال وايي او لیکوالي کوي هغه باید بې طرفه وي. څلورم: حکمتیار که چېرې د ماڼیو لېوال او غوښتونکی وای نو نن به د حکومت رئیس وای یوه ماڼۍ نه چې ماڼۍ ګانې به یې درلودلای. له حکمتیار څخه د ډاکټر نجیب الله پر وخت چې ستا پير دی غوښتنه وشوه چې راشه له ما سره یو شه لس وزارتونه په خپله خوښه انتخاب کړه مګر حکمتیار و نه منل نو که هغه د مادیاتو لېوال وای نو هماغه وخت به یې ستا له پیر سره تفاهم کړی وای! وروره لږ له الله څخه وډار شه بې ځایه پروپاګند مه کوه پرېږده چې ولس د سولې تږی دی سولې ته ورسیږي له ګېډې څخه لګیا یې او وایې چې حکمتیار د پغمان ماڼۍ غوښتې ده، د خلکو ذهنیت بدلوې او خلک پاروې. د دښمن په ګټه کار مه کوه د هېواد، سولې او ولس دښمنه

  2. سلامونه
    آزاد صاحب په قلم او لیکنو دې برکت شه!
    کاشکې دې ښاغلي هاغه د مولوي خالص بابا خبره :” د شمشتو څخه خپل د هور پرتوګ ..”د طورخم د جنګ په شیبو کې خورولی وای!
    پاتې شوه د پغمان ماڼۍ! څه فکر کوئ چې شیخ عبدالرب ، عبد رسول سییاف چې د ټلوالې ویاند دی!، د خپلې غصب کړې ساحې کې به ده ته وڼډه ورکړي؟؟؟ . په درنښت.

  3. ښاغلې ساحل دریا:
    سلامونه او نېکې هيلې، لومړی خو به دا درته ووایم زه چې هر څه لیکم په خپل نوم او ادرس یې لیکم او د یوه باسواده شخص لپاره همدا کافي ده چې زما په بې طرفۍ، ماغزه خرابی او یا هم د چا لمڅون توجیهه کړي، البته نه لکه تاسو چې په پټ نوم له پټه غاره بې ځایه، بې منطقه او له وېرې ډک پیغام او یا هم ناقصه دفاع کوئ..
    دوهم دا چې زما په لیکنه کې پوره توازن ساتل شوی دی، ستا د پیر سره مې په پښتني جرا‌ءت د نورو غلو او قاتلیونو د پيرانو نومونه هم اخییستي (په خپل نوم او ادرس) نه لکه ته چې مطلق حزبی شوی یې او ټول اسلام او افغانتسان درته حزب او حکمتیار ښکالري. دریمه خبره دا چې یوه ورځ زه هم مرم له دې څخه څوک انکار کولی شي؟ پرته د حزبیانو چې یو وخت دوی فکر کاوه چې د انسانانو د ژوند برخليک د دوی او یا هم د دوی د ملګرو (لکه زرداد، قلم او چمن) په لاسونو کې دی. څلورمه خبره دا چې، د طالبانو سره حزب جنګېدلی او که نه ډېره ښکاره ده، طالبان څرنګه چې له کندهاره را اوچت شول، سرکاتب (د حزب اسلامي قومندان) لومړی کس و چې د دوی سره يې جګړه وکړه، همدا ډول په چهاراسیاب کې، دا بیا بېله موضوع ده چې حزبیانو به ډېر ژر ميدان پرېښود او وبه تښتېدل، آیا هېر مو دي چې د طالبانو په وړاندې حزبیان ان شمالي ټلوالې (جمعیت) سره یو شول، آیا هېر مو دې چې د جګړې لپاره ستا لوی پير د جلال الدین حقاني سره، بیا له مزاري سره، بیا له دوستم سره او په پای کې د جمېعت سره یوځای شو؟
    پاته شوه د ډاکټر نجیب الله خبره، زما په ليکنه کې د نوموړي هیڅ یادونه نه ده شوې، چې زما پير دې شي، ما د نوموړي په کړنو هم هیڅکله سترګې نه دي پټې کړي او نه بیا ستاسو په شان (چې له حکمتیاره مو ولي الله) جوړ کړی پټې کړم. دا چې ډاکټر نجیب الله حکمتیار ته د وزارتونو وړانديز کړی و او ده و نه منله، ده شاته د امریکا ملاتړي او په کور کې د تورمخو پاکستانیانو ډاډګېرنې دومره په هوا کړی و چې ده جمهوري ریاست غوښت، او بیا به ستاسو په بیت الله شریف کې د نوموړي قسم کول هم په یاد وي؟ او مهمه خبره دا ده چې د ډاکټر نجیب الله په نظام کې نه نوموړي خپله او نه هم د نوموړي د کابېنې کوم ملګري ماڼې درلوده نو ښاغلي حکمتیار ته به چا ماڼۍ ورکړې وای؟؟
    څرنګه چې تاسو حزب یوازې حکمتیار نه بلکې یو لوی افغانستان شموله ګوند بللی نو بیا د هغو کسانو د حزبیتوب څخه خو هيڅوک انکار نه شي کولی چې ما یې په لیکنه کې نومونه اخیستي (چې ممکن یوه له هغو څخه ته هم وې)، نو تاسو د هغو د شتمنۍ او ماڼیو په اړه څه توجېهات لرئ او څرنګه چې مو زه د محشر په ورځ د خدای په وړاندې حساب ورکولو ته مکلف وبللم نو دغه یاران به دې د کوم کوم کتاب حساب ورکړي؟؟؟
    او تر ټولو مهمه، وړاندې تر دې چې حزبی شې او په خپلو کړنو څادر وغوړوې، د سواد په کوڅه کې د لیکنې د لوستلو محتوا، هدف او نتیجه ګېري او برداشت زده کړه.

  4. ورورکه!
    څومره ښایسته او په ځای به وی چه یو تعلیم یافته مسلمان هغه خبره وکړی چه هغه ضروری ،دخیر خبره او د خدای جل جلاله د رضا لپاره وای ، هغه چا چه ماڼی غوښتی هغوی د بن د تړون وسیله شول ، ماڼیو ته ورسیدل وزیران ،والییان او نور د ملت داړونکی مفسدین یی تیر ۱۴ کالو کی خپل ظرفیت ،صداقت ، خدمت او د انسانیت درجه یی ټول ملت ته اظهر من الشمس وګرځیدله
    فکرکوم چه دانور ټول د ټولو رذایلو سره ته نه وینی او یا د نورو په شان صلح کی خپل خیر نه ګوری یا داچه په تیر ۱۴ کلن فساد او جنایت راضی یی ، نه پوهیږم په دومره فسادونو کی تاسی دی ټکی ته څنګه حق د اولیت او ترجیح ورکړی او یا لکه نورو اذهان او فضا ملوثه کوی؟

  5. ګران ورور آزاد صاحب، ماشالله دیره ښایسته لیکنه مو کړی ده. زه هم په همدی نظر یم چه افغان ملت ته باید شاه باشی ورکړی چه دا ټول ټوپکی یی تمل کړی او اوس یی لاس اولاده هم په چوکیو ناست دی او او د نورو حق خوری او په آینده کی به دوه سری خاماران وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *