تاند- په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د افغان ملي اردو هوايي ځواک ته ۵ څرخکې ورکړې.

د غوڅ ملاتړ د ماموریت د چارواکو په وینا د دوی له لوري افغان هوايي ځواک ته بخښل شوي هیلي کوپترونه ایم ډي ۵۳۰ ډوله دي.

ټاکل شوې ده چې افغان امنیتي ځواکونه له دغو څرخکو څخه د سختدریځو پر ضد په جګړه کې کار واخلي.

د غوڅ ملاتړ د ماموریت د چارواکو په وینا په دغو څرخکو کې ماشینګڼونه نصب دي او توغندي هم ورڅخه توغول کېدای شي.

تر دې وړاندې امریکا د افغانستان د هوايي ځواک لپاره یو شمېر روسي څرخکې هم اخیستي او هند هم څو روسي څرخکې افغان ځواکونو ته ورکړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *