تاند – افغانستان او د اسیا پراختیایي بانک د دوشي – بامیان د ۲۲۰ کیلو ولټه بریښنا غځولو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د دې تفاهم لیک په مراسمو کې چې د یکشنبې په ماسپښن په ارګ کې ترسره شول، ولسمشر اشرف غني، د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش، د اجرایي رییس دوهم مرستیال حاجي محمد محقق او د اقتصادي سکتور یو یمشر وزیرانو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د اوبو او انرژي وزیر علي احمد عثماني وویل، د برېښنا د لېږد لپاره یو ۲۲۰ کیلو ولټه  کرښه له ډبل سرکتونو سره په پام کې نیول شوې چې ۳۰۰ میګا واټه برېښنا د بامیانو مرکز ته لېږدوي او د برېښنا د وېش لپاره یو ۳۲ میګا ولټ امپیر او همدارنګه یوه ۲۰ کیلو ولټه د وېش شبکه په پام کې نیول شوې چې په لومړي پړاو کې ۲۰ زره کورنیو ته بریښنا ورکړي. د اوبو او انرژي وزیر وویل، له دې مقدار برېښنا څخه د کورونو د رڼا کولو تر څنګ منځنۍ او وړې کچې کارخانې هم په کافي اندازه ګټه اخیستلی شي.

د ښار جوړلو وزیر او د پلخمري- ارغندي ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د ارزونې ملي کمیسیون غړي سید سعادت منصور نادري د یاد کمیسیون د کار په هکله وویل، دې کمیسیون له کومې پلوي پرته په خپلواکه توګه د خپلو هغو موندنو په اساس چې د دې پروژې اړوند اسنادو سلګونو پاڼو د ارزونې او مطالعې په پایله کې یې ترلاسه کړې وې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد د مسیر په اړه پرېکړه وکړه.

وروسته د اسیا پراختیایي بانک رئیس تامس پنیلا خبرې وکړې او وې ویل، د دې زیربنا په جوړولو سره  د برېښنا له نعمت څخه محرومو سیمو ته برېښنا رسېږي. هغه زیاته کړه، دا پروژه اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه زیاتوي او د بامیانو خلکو ته ښه ژوند برابروي.

په پای کې د افغانستان برېښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاوري د یادې پروژې په هکله وویل، دا پروژه به د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته بشپړه شي او د ډیزاین شوي لین او سب سټيشن ظرفیت ۳۰۰ میګاواټه تثبیت شوی او د برېښنا د هغه لین هومره ظرفیت لري چې  د سالنګ له لارې کابل ته برېښنا رسوي.

د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا پر سر چې له ترکمنستانه افغانستان ته واردیږي په کابل او بامیانو کې یو شمیر کسانو پراخې مظاهرې وکړې او ټینګار یې کاوه چې د بریښنا دا مزي باید د بامیان له لارې تیرې شي. بیا د افغانستان ولسمشر یو کمیسیون وټاکه. کمیسیون تر ارزونې وروسته معلومه کړه چې د بامیان له لارې د ستنو د تیریدو لګښت زیاتیږي او د برښنا دا حیاتي پروژه ځنډیږي. البته اوس هم یو شمیر کسان پر خپله خبره ولاړ دي او وایي چې د بریښنا مزي دې د بامیان له لارې تیرې شي. په اعتراض کوونکو کې یو هم د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش و چې نن د ولسمشر تر څنګ ولاړ و. حاجي محمد محقق هم په پیل کې مخالفت کاوه خو بیا یې وروسته وویل چې پروا نه لري هدف بریښنا ده چې بامیان ته ورسیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *