د مالیې وزارت خبرپاڼه – کابل 30 جوزا 1395:

د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او د انګلستان د اقتصادي پراختیا وزیر ښاغلي دزموند سویني د غبرګولي په 30 مه د ولسمشرۍ په ماڼې کې د یو خبرې کنفرانس له لارې په افغانستان کې د پانګونې ملاتړ پروګرام له پاره د 25 میلیونه پونډو نوې مرسته اعلان کړه.

 دغه مرسته به د اوو کلونو له پاره (2023 میلادي کال) پورې دوام وکړي. او ددې پیسو په مرسته به د کاروبار په حقوقي برخه کې اصلاحات رامنځ ته شي او د پانګوالو د ساتنې او حقوقو له پاره به ترې کار واخیستل شي. همدا راز به ددې مرستې په واسطه د دولتي او خصوصي سکتور ملګرتیا پرمختګ وکړي او په افغانستان کې به په داخلي او نړیواله کچه د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا له پار ترې ګټه پورته شي.

 د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د انګلستان د مرستو څخه مننه وکړه او ویې ویل: انګلستان تر اوسه پورې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې 4 میلیارده ډالره مرسته کړې ده او 1.6 میلیارده ډالر یې په 13 پروژو کې مصرف شوي دي. نوموړي د بروکسل او وارسا کنفرانسونو ته د افغان دولت د چمتووالی او ددي کنفرانسونو څخه د افغانستان خلکو د توقعاتو په اړه هم معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې: د ملي پرمختیا د چوکاټ مسوده چمتو شوې ده.

د انګلستان د اقتصادي پراختیا وزیر ډاډ ورکړچې انګلستان به له افغانستان سره خپلو پرمختیایي مرستو ته دوام ورکړي.

د 2008 کال څخه را په دیخوا ددې پروګرام له لارې 27.2 میلیونه یورو مرسته شوې ده چې نژدې 19000 کسانو ته د کار فرصتونه رامنځ ته شوي دي او تمه ده چې د 20000 نورو کسانو ته هم د کارموندنې زمینه برابره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *