د باران غټ څاڅکي د هدیرې په پوټلنه مځکه کې دانه دانه ورکیدل. شاوخوا ونه نه ښکاریده چې له بارانه پناه وروړم.  ګامونه مې چټک کړل، چې د شهید قبر ته ورسیدم، باران ورو شو. سمینټ داسې تږی و چې څوک نه پوهیدل چې دلته دې باران وریدلی وي. د شناختې لیک ته مې وکتل:

« … د تلې په ۷ شهید شو…»

زړه مې وریږدیده، هغه وینې چې ترې بهیدلې وې هغه مې سترګو ته ودریدې.شناختې ته مې شا کړه او د قبر پر سر پرتې خلي خاشې مې ژر ژر راغونډې کړې. پام مې نه و څو شنه واړه بوټي له بیخه راوختل.

پښې مې سوی وکړ، دوه میږیان پر پښې رالک وو. پښې مې سره یوه پر بله وموښلې. میږي غونج منج ولویدل. ورته کیښناستم. یو یې نه خوځیده، بل یې ورو ورو پښې وخوځولې او له حرکته پاتې شو.

له هدیرې رارهي شوم. د چرګانو دوکانونو ته ودریدم. چرګ مې واخیست. دوکاندار چاړه پرې تیرې کړه. مخامخ غر تور او دنګ راته ښکاره شو، دوکاندار ته مې وویل:

« ژر یې پوست کړه لمر ولوید».

دوکاندار په وینو لړلې چاړه د چرګ پر سپنو بڼو تیره کړه:

« دلته غر دی لمر ژر ټیټیږي خو له دې بلې خوا بیا سهار ژر راپورته کیږي »

ما د هدیرې لور ته وکتل. دوکاندار له پوسته کړی چرګ راته ونیو:

« دلته دې نژدې څوک ښخ دي؟»

سر مې وخوځاوه. دوکاندار راته وویل:

« وینه پسې توی کړه پسه غوا غویی له وس سره سم چې ارامه شې ډیر ناکرار یې»

ما چرګ  په پلاستیکي کڅوړې کې راواخیست په کوڅه کې سپیو راپسې منډې کړې. کڅوړې ته یې خوله واچوله. ما د هدیرې لور ته وکتل. هدیره په تیاره کې سمه نه ښکاریده.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *