ژباړن: حلیم شملزی-

 پاکستان پیژندنه:

پاکستان د خپلو ګانډیو او نورو هیوادونو لپاره د لاندنیو شپږو عواملو له کبله د زیات ارزښت وړ دی،

۱- دا هیواد یو اټومي هیواد دی چې د پرمختګ بهیر یې خورا د اندیښنی وړ دی،

۲- که د دې هیواد دولتي پالیسي ته وکتل شي نو لیدل کیږي چې په سیمه کې د خپلو ګاونډیو هیوادونو پر ضد پر له پسې د توندلارو کړیو ننګه او ملاتړ کوي، له دې سره سره د اروپا او حتي د خپل دوست هیواد چین پر وړاندې هم له دغسي ناوړه کړو لاس نه اخلي.

۳- له هند سره یې د خپل شتون د جواز او هویت پر سر شخړه روانه ده او په راتلونکو څو کلونو کې له هند سره د پاکستان کړکیچ یوه پیچلې دور ته د ننوتلو په حال کې دی.

۴- د پاکستان اقتصاد د دېوالیه کېد لور ته د تللو په حال کې دی، د ۲۰۰۵ م کال زلزلې او ۲۰۱۰م کال سیلابونو یې د اقتصاد ناوړه حالت نور بدتر کړی دی.

۵- د دې هیواد اقتصادي راتلونکې ډیره ناوړه ښکاري او دا ویره شته چې د فقر او نیستۍ کچه نوره پورته لاړه شي. هغه وخت نور لاړ چې پاکستان له اقتصادي پلوه د متوسطو خلګو د یوه هیواد په توګه خپل تشخص ټینګاوه.

 ۶- همدارنګه که پاکستان له خپل اقتصادي او په کور دننه د ټولنیز بنسټ له لړزیدلو او نورو ناخوالو سره نه وای مخ شوی نو کیدای شو چې دا هیواد د سهیل او د سهیل لویدیځي اسیا او هند د امنیت او پرمختګ لپاره په یو ستر ګواښ بدل شوی وای او د فارس خلیج او د منځنۍ اسیا سیمه به یې له ستر کړکیچ سره مخامخ کړی وای مګر اوس مهال پاکستان د خپل پوځ د بې ځایه ځان غوښتنو له کبله په سترو ستونزو کې راګیر دی، که په دې هیواد کې د وړتیا لرونکو کدرونو یو لوی شمیر نه وای نو ډیرو به دا هیواد یو موقت هیواد او یا په بشپړه توګه د ذوال پر لور د خوځیدونکي هیواد په نوم نومولای وای د پاکستان د هیواد دا ځانګړتیا ده چې یو کمزوری دولت دی خو خلک یې ړ ښه ظرفیتونو خاوندان دي، هره صوبه (ایالت) یې خپل خپل کلتوري ارزښت لري مګر له دې سره سره د ارزوګانو او حقیقي نړۍ ترمنځ واټنونه ورځ تر بلې زیاتېږي.

په مخکیني راپور کې چې کله د پاکستان پر راتلونکي باندی وړاندوینې شوې وې نو په هغه کې په خورا احتیاط راتلونکې ته خوښي ښکاره کړل شوې وه، که څه هم چې د امریکا استخباراتو د ملي اداري (این ټی سی) له لوري د رابلل شویو متخصیصینو ډله یو مخ مایوسه ښکاریدله. د دې راپور د پای پر ټکو دغه بیا کتنه او تنقید شامل دي چې لاندی وړاندې کیږي:

د دې مضمون بنسټ د پاکستان پر نظریه ایښودل شوی دی، چې د راتلونکې په هکله یې پکې یو بشپړ څپرکی (باب) ځانګړی شوی دی، ما د دې کتاب د وروستنیو جملو په لیکلو کې یوه اوونۍ لګولې وه ځکه چې ما ته د دې کتاب په  سپین ویلو افسوس راته، ما د کتاب د پای په جملو کې داسې ولیکل:

تردې وړاندې چې پاکستان تر حده زیات د یو ناکام هیواد په توګه معرفې کړو لکه څرنګه چې پر دغه هیواد د ګوتنیوونکو خیال دی، د امریکا د پاره دا اخری فرصت او یا اطمینان تر لاسه کول پکار دی چې په ستونزو کې راګیر دغه هیواد داسې نه چې د دې لسیزې په وروستۍ نیمایي کې د امریکا د خارجه پالیسۍ لپاره تر ټولو ستره ستونزه راوټوکیږي.

په ۲۰۰۶ کې اندیښنې بیخي ښکاره شوې له دې سره سره چې پرویز مشرف د نوبل د جایزی لپاره د خپل ناڅرګند منزل پر لوري ګامونه اخستل، ولې د دې خبرې ښکاره ثبوتونه شته چې پاکستان اوس پر یوه پریکنده دوه لارې باندی ولاړ دی، دغه هیواد چې تر ډیره بریده معتدل او سیکولر ښکاریده مګر اوس دغه خبرې لری ښکاري، اوس چې ګورو نو یو بل ډول پاکستان مخ په ودې ښکاری، د دې خبرې اوس بیخي امکان نه ښکاري چې دا دي د جناح د اعتدال خوښوونکو نظریاتو پاکستان وي.

ځینې پاکستانیان اوس د خپل هیواد د راتلونکې په اړه له سختې مایوسۍ سره مخامخ دي، تردې چې د پاکستان د پوځ یو پخوانی لوی درستیز او د ضیاالحق نژدې ملګری د پاکستان ټولنیز او سیاسې ژوند په ډير دردناکه بڼه انځور کړی دی، هغه وايي: پاکستان د دوستانو او دښمنانو دواړو له لوري زخمي کړل شوی هیواد دی، دغه هیواد د زورواکانو، جمهوریت غوښتونکو، قاضیانو او جنرالانو، بیروکریټو(چارواکو) او ژورنالستانو له لوری بربنډ شوی دی او دهغوی د بې پروایي له کبله په خپلو زخمونو کې ډوب پروت دی، له دغو ډلو څخه یوه هم د بخښلو نه ده.

د پاکستان نظریه اوس د بیلابیلو ډولونو راتلونکی پاکستان معرفي کوي، په دغه ډولونو کې یو هم د اسټبلشمنټ (پوځ) تر سیوري لاندی د اوسني پاکستان تسلسل شامل دی، اوهغه داسي چې پاکستان دې له خپلو ګاونډیو هر یو افغانستان او هندوستان سره که ښې اړیکې ونلري  خو چې لږ تر لږه له دوی سره یې اړیکي او ارتباطات کلک وي.

وړاندوینه کیږی چې پاکستان به یو غیر پوځي او په حقیقي توګه یو اسلامي جمهوري پاکستان وي، یوه داسې وړاندوینه هم شوې ده چې پاکستان دې له پنجابه بیل پرخیبرپښتونخوا، سیند، او د سیند پر ښاري سیمو او کراچۍ(چیري چې زیاتره د هند نه راغلې مهاجر اوسي) غوندي بیلو بیلو سیمو وویشل شي، له پاکستان نه د پنجاب د بیلوالي تر څنګ له هند سره د یوه ستر او خونړي جنګ وړاندوینې هم شوي دي. ممکنه وه چې د دغو وړاندوینو فیصدي تر سلو هم واوړي ولې چې د دغو امکاناتو ځان ځانته پیښیدل او یا د یو تسلسل په شکل کې را ښکاریدل ممکن بلل شوی وو، دغو وړاندینو او یا امکاناتو ته ځانګړی وخت نه وو ټاکل شوی،په دی پروژه کې دګډون کوونکو همږغي رایه د راتلونکو څو کلونو دپاره  له اعتدال نه د اوښتونکې موضوع په توګه غیر اړونده کیدل هم له امکانه وتلې نه وه.

د پاکستان له لیاري اړونده د نه باور فضا تر اوسه پورې حاکمه ده، له دی نه ښایي دپاکستان دولت او اولس ډیر لږ خبر وی، ولې چې د تیرو څو کلونو په نسبت اوس په پاکستان کې د لومړی لاس مالومات راغونډول ډیر زیات ستونزمن شوی دی.

 په دې مضمون کې چې د ۱۴ سندونو غورچاڼ دی یو ګروپ برخه لري چې متخصیصینو د پاکستان اړوند ترتیب کړی دی په دغه متخصیصینو کې اروپايي، امریکایي، پاکستاني او یو هندوستانی متخصص شامل دی، له دوی څخه په دې بحث کې د پاکستان د راتلونکې لپاره د رغنده پټو څنګونو په نښه کول غوښتل شوی وو، او بیا له دوی نه غوښتنه شوې وه چې له دغو وړاندوینو څخه یوه هغه یې غوره کړي چې د پیښیدلو یې زیات امکانات وي، د دغه بحث د پرمخ بیولو دپاره په ګروپي شکل هره برخه تر شننې لاندی نیول شوې وه، تر څو چې د پاکستان د متوقع راتلونکې پر ډولونو باندې د پام راګرځولو په برخه کې ښه ګټه پورته کړل شي.

 د دی سوال ځوابونه په بیلابیلو بڼو ورکړل شوي دي، او ډیرو ګډونوالو یوه پیښه له مختلفو نظرونو څېړلې، ځینو لیکوالانو او بحث کوونکو ته ویل شوي وو چې خپله پاملرنه یوې ځانګړې موضوع او بحث ته واړوي له دې کبله د دغو ۴۰ کاغذونو د بحث موضوعات یو له بل سره پرتله کول ستونزمن شوي دي.

ما د بحث پر وړاندوینو او ځانګړنو باندی نمبرونه ونه لیکل خو په خوله به دومره خامخا ووایو چې د پاکستان تر پوځې واک لاندی اداره به د ناتن پیرس په خبره تربد بدتر او بدنظمې ته ورته حالت منځ ته راوړی او همدا تر ټولو زیات اټکل شوی راتلونکی دی، او یا په بل عبارت د بیلا بیلو ډولونو د بدنظمیو امکان خورا زیات دی چې دیو نا څرګند او بې خونده راتلونکې ښودنه کوي.

زه په دی خبره باندی باوري نه یم چې امریکا دی وکولای شې چې پاکستان دی سمې لاری ته راستون کړی ولې بیا هم له دی سره سره په ۲۰۰۳م کال کې وویل شول چې ددغې چاري ته هم یو فرصت ورکول پکار دی خو ددی پالیسې د اغیزو ناوړه څنډی پر خپل ځای پاتې دی.

 د پاکستان د پاره یو وروستنی فرصت شته کنه؟ په دی هکله موږ ډیر څه نشو ویلای ولې د ناکامې په هکله یې پوره مالومات لرو له دی کبله دیو هر اړخیزي هڅې ډیره اړتیا لیدل کیږی.

داسې امکان هم شته چې دپاکستانیانو او د خارجیانو د زیات زیار سره سره به بیا هم ناکامي راشي مګر بیا هم که وګورو نوناکامې چندان موضوع نه ده، عام سوال دادی چې پاکستان کوم لوري ته پروت دی ولې حقیقې سوال دادی چې آیا پاکستان شتون لری هم کنه؟

له اوسني ګډوډي او بحران څخه څه ډول پاکستان سر راپورته کوي؟ په ځانګړی ډول د سلمان تاثر له شهادته وروسته چې پاکستان ېي د یوه پرله پوری او بامعنې هیواد له مرتبي څخه کښته را غورځولي دی.

په دي وروستیو کې زه په ځانګړی ډول سره د ۱۹۶۴ کال څخه راپدیخوا د پاکستان د حالاتو ارزونه کوم او له ۱۹۷۸ را په دی خوا په پرپله پسی ډول هلته خپل سفرونه سرته رسوم، مګر زه کله هم په هغه سیمه کې تر یوي میاشتې زیات نه یم ایسار شوی، دا مضمون په ۲۰۱۰ کې په لومړې ځل لیکل شوی وو ولې د ۲۰۱۰ کال د ستمبر او اکتوبر له دورو وروسته چې زه پاکستان او هند ته ولاړم ما پر دی مضمون له سره غور او کره کتنه وکړه، که څه هم د دود او کلتور په اړه به زما مالومات کم وی مګر زه امید لرم چې هرڅه ما په دی اړوند لیکلې دی هغه به پوره صحت ولری تر هغو لیکوالانو تر هغو خو به خامخا درست وې چې په تیرو پنځو شپږو کلونو کې یې د پاکستان په اړه لیکنې کړی دی، ما پر خپلو پاکستاني دوستانو او شناخته ملګرو زښته زیاته تکیه کړی ده مګر هغوي هم په خپل هیواد کې د ځای نیونکو حالاتو په حیرانوونکي ډول سره د رجحاناتو په ښکارندوینه کې ناکامه ښکاري، زه امید لرم چې دغه تحقیق به ګډوډی ته لاره نه هواروي او که د ارتر کوسټلر خبری تکرار کړم نو دا کار به په ډیر اوږد وخت کې لکه تکلیف بخښونکې رشتیا تر زړه را ښکونکې درواغو غوره ثابت شې. د پاکستان په اړه که پاکستانی وی یا امریکایي او یا هم بل څوک د هر چا له اړخه زیات دروغ ویل شوی دی مګر اوس د لږ څه تکلیف بخښونکې رشتیاوو د اوریدلو وخت را رسیدلی دی.

دوهمه برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *