قاسم سلیمانی د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان

تاند- د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني د بحرین حکومت ته شدید اللحن خبرداری ورکړ، ویې ویل چې د بحریني شیعه ګانو مشر د ایران لپاره هغه سره کرښه ده چې که ضرر ورورسېږي، ایران به بحرین له منځه یوسي.

د بحرین د وګړو اکثریت شیعه مذهبه دی خو حکومت د سنیانو په لاس کې دی. د عربي پسرلي په نوم د پاڅونونو په لړ کې نژدې و چې د بحرین حکومت وپرزي او د شیعه ګانو لاس ته ولوېږي خو د بحرین له حکومته د سعودي عربستان کلک ملاتړ سبب شو چې بحرین د مصر، لیبیا، سوریې او یمن په برخلیک اخته نه شي.

د ایران د سپاه پاسداران د قدس په نوم ځواک د افغانستان په شمول په ګڼو اسلامي هیوادونو کې ځان د لاسوهنې حقدار بولي او عملاً کار کوي.

ویل کېږي چې دغه ځواک، چې سختدریځي شیعه ګان پکې راټول شوي، له افغان طالبانو سره تماسونه لري او سوریې ته د افغانانو په لېږلو کې فعال رول لوبوي.

د دغه ځواک قوماندان ډګرجنرال سلیماني د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړ:«په بحرین کې له سرو کرښو تېرېدا به په درسته سیمه کې د اور لمبې بلې کړي او خلکو ته به له دې پرته چې وسله وال مقاومت وکړي، بله لار پاتې نه شي او د دې کار نتیجه به بې له دې بل څه نه وي چې ظالم رژیم ختم شي.»

ده د بحرین د حکومت پلویانو ته وویل چې د بحریني شیعه ګانو مشر آیت الله شیخ عیسي قاسم ته هرراز سپکاوی به په بحرین کې د یوې بلې خونړۍ انتفاضې سبب شي.

د بحرین حکومت په وروستیو کې له شیخ عیسي قاسم څخه د بحرین تابعیت اخیستی دی.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت ویلي چې شیخ قاسم د بهرنیانو د ګټو لپاره په بحرین کې فرقه پالنې او تاوتریخوالي ته لمن وهي.

2 thoughts on “د ایران د قدس ځواک قوماندان په بحرین کې د وینو بهیولو خبرداری ورکړ”
  1. سپاهپاسداران تحت قومانده جنرالِ افسانوی ایران، یعنی قاسم سلیمانی چیزِ بیش از ” شیر کاغذی ” نیست …و نه هم ایران .کشوریست که توانایی نظامی و اقتصادی چنین ماجراجویی را داشته باشد

    بیشتر از پنج سال است که سپاهپاسداران ایران تحت قومانده جنرال سلیمانی و همچنان قوتهای غیر ایرانی چون حزب الله لبنان،حزب الله عراق ، لواء فاطمیون که هزاره‌ها ی افغانستانی(هاهاها) اعضای آنرا تشکیل میدهند، که همه از لعاب دهان آیت‌الله های فاسد آنکشور نوشیده اند، با همه سفاکیِ صفوی خود، وهمچنان تماما امکانات که در برگیرنده پوشش آتش قوای هوایی روسی نیز است ، قادر به شکست قیام مردم سوریه نشده است .

    اگر ایران واقعا جرات مداخله نظامی را در بحرین را میداشت ، اینکار را در شروع “بهار عرب ” میکرد، نه حالا که تا کمر در باتلاق سوریه بند مانده!!!د

  2. أتأمرون الناس بالبر وتنسون انفسکم …
    تاسی په ایران کی کوم سنی ته حق ورکړی ، بشارالاسد ملحد منی خو سنی نه! دا کوم انسانییت دی؟؟ توسعه طلبی او مداخله ترکومه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *