تاند- د هرات د والي ویاند ادعا وکړه چې په دغه ولایت کې د طالبانو په خپلمنځي نښتو کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي ديۍ.

جیلاني فرهاد رسنیو ته وویل چې د طالبانو د ملا هبت الله او ملا محمد رسول د پلویانو ترمنځ په تازه نښتو کې، چې په ادرسکن او پښتون زرغون ولسوالیو کې روانې دي، تراوسه ۲۴ تنه وژل شوي دي.

ده همداراز وویل چې د طالبانو د دواړو ډلو پلویان د هرات له بېلابېلو سیمو څخه د پښتون زرغون په ابګرمي سیمه کې راغونډ شوي او له یو بل سره ښکېل دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد

د ده په ادعا په دې نښتو کې د ملا هبت الله د ډلې ۷ تنه وژل شوي او ۶ نور ژوبل شوي دي.

ده همداراز وویل چې د پښتون زرغون او ادرسکن ولسوالیو په څو سیمو کې جګړې روانې دي، د ملا رسول د مرستیال ملا عبدالمنان نیازي ۱۱ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د طالبانو دواړو ډلو تراوسه پوري د دغو نښتو په اړه څه نه دي ویلي. خو له دې نښتو داسي ښکاري چې د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته لا هم د طالبانو ترمنځ خپل منځي اختلافات حل شوي نه دي.

د طالبانو ترمنځ اختلاف وروسته له دې زور واخیست چې ملا اختر محمد منصور د ملا عمر مړینه دوه کاله وروسته تایید کړه او ځان یې د طالبانو مشر وټاکه.

د کوټې شورا یو شمېر غړیو د منصور پر ټاکل کېدو اعتراض وکړ خو ادعا کېږي چې پاکستان د منصور مخالفان وځپل او یو شمېر روغ پاتې شوي مجبوره شول چې افغانستان ته وتښتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *